سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبخوشحال او ټاګور / اسدالله غضنفر

خوشحال او ټاګور / اسدالله غضنفر

د اوسنۍ زمانې له لوی فیلسوف برتراند راسل څخه د عمر په وروستیو کلونو کې چا پوښتنه وکړه چې که فرضا بیا دنیا ته راشې، په هغه ژوند کې به دې څه تغییرات راولې چې تر اوسه دې کړی دی؟ راسل ورته وویل: هوبهو به یې  همداسې تېروم!

 راسل چې اته نوي کاله یې ژوند وکړ، د بشر د تاریخ په استنثنایي کسانو کې و. د فلسفې، منطق او ریاضي ذکر د ده د نوم له یادولو پرته نیمګړی ښکاري. که ده د معرفت دغو ساحو ته هیڅ توجه نه وای کړې، بیا به هم خارق العاده انسان و. ده د نوبل جایزه په ادبیاتو کې واخیسته او په شلمه پیړۍ کې د سولې د مبارزانو د اول کتار سړی و. نو له راسل سره دغه ادعا بده نه ښکاري چې وایي په تېر ژوند کې یې داسې شېبې نشته چې ورباندې پښېمانه دې وي ، مګر عام انساني حالت دا دی چې موږ هر یو په خپل تېر ژوند کې له کړیو غفلتونو ځورېږو او د حسرت په اور کې سوځېږو.

 ټاګور د ګیتانجلي شپږویشتمه ترانه د همدې ځوروونکي احساس بیان ته بېله کړې ده:

« دى راغى، زما څنګ ته كېناست؛ مګر زه ويښه نه سوم. آه ، هغه خوب څه بدمرغه خوب و، خواره دې سم!
دى راغى، هغه وخت، چې شپه ارامه او چپه چوپتيا وه، د ده په لاس كې بربط و، چې په خوږو نغمو يې زما خوبونه نازولي دي.
افسوس، زما ټولې شپې ولې داسې ضايع تېرېږي؟
آه، زه ولې تل د هغه چا ديدار هېروم، چې د هغه په سا زما خوب خوږ او خوندور دى .»
(د ارواښاد استاد بېنوا ژباړه)

د انساني فطرت د دې اړخ په باره کې د ټاګور دې ترانې ته ورته خبرې د خوشحال په ځینو بیتونو کې مومو. خوشحال خټک فرمایي:
يار زما په پالنګ ناست زه لاړ په خوب يم
سراسر زما له لوريه تقصير دى
يو بل ځاى د ټاګور غوندې له ښځينه ليدلوري وايي:
زه يې ناسته په پالنګ يم
كه خوشال له خوبه ويښ شي
يا دا چې:
زه خورې زلفينې ستا په پالنګ راغلم
ته تر اوسه لا اوده يې زما جانه

ټاګور د غفلت شېبو ته د ګیتانجلي په مختلفو ترانو کې اشارې کړې دي.

 په شپږمه ترانه کې وایي:« زه بېرېږم چې زما تر خبرېدو دمخه ورځ پای ته ونه رسېږي او د نذر وخت تېر نه سي. »

دیارلسمه ترانه داسې پیل شوې ده: « هغه سندره چې زه یې د ویلو د پاره راغلې وم، تر اوسه ناویلې پاته ده. ما خپله ټوله ورځ د تار په لوړولو او کوزولو کې تېره کړه.»

د شلمې ترانې د پیل جملې دا دی: « هغه ورځ چې نیلوفر ګل وغوړېد، افسوس چې زما زړه لار ورکه کړې او اواره و، او زه له هغه بې خبره وم. زما ټوکرۍ تشه وه او ګل غوړېدلی پروت و. هیچا یې پروا ونه کړه.»

 په اووه څلوېښتمه ترانه کې لولو: « زما وېره ده چې کوم سهار به هغه ناڅاپه زما وره ته راسي او زه به ستړې ستومانه د غفلت په خوب ویده پرته یم.»

 خوشحال خټک فرمایي:

 مین مې راغی د ملنګ په څېر شه

خبر پرې نه شوم راباندې تېر شه

چې سره نه شو غاړې غړۍ

افسوس افسوس دی، ارمان مې ډېر شه

 بخت د هر چا د کور دروازه ټکوي خو دا نه ورته وایي چې دروازې ته څوک ولاړ دی. موږ شاید په راغلي کس د سوالګر ګومان وکړو او دروازه ورته بېرته نه کړو. هغه فرصتونه چې زموږ په ژوند کې نه وو، دومره دردوونکي نه دي لکه هغه فرصتونه چې ژوند ته راغلل او ومو نه پیژندل.

 د ژوند د دې ترخې تجربې په اړه د خوشحال او ټاګور په احساس کې ورته والی لیدل کېږي.

5 COMMENTS

  1. There is a tide in the affairs of men
    Taken at the flood, leads on to fortune
    Omitted, all the voyage of their lives
    Is sunk down in shallows and miseries
    دبنیادم په ژوند کې یوه څپه راځي
    که دې په مد کې و نیوله نو نو خزانې دې و ګټلې
    که درنه خطا شو
    د ژوند ټول سفرونه او خوارۍ دې دغم اوتباهئ په بوخته کې تباه بو له
    د شکسپیرجول سیزر

  2. Rabindranath Takor po 1861 ke zigidalay da aw Khushal Baba 1613 ke zigidalay da no da zanga imkan lari che Khushal le Takor sakha ghla kari wi.
    *
    ahhahahhahahah

  3. غواړم دغه یو تبصره کوونکي ته ووایم چې مهرباني وکړه ځان پوه کړه ټاګور تر خوشال وروسته زیږیدلی. څومره انسان سپک شي چې نورو ته سپک ګوي اه اه مونږ څومره بدبخته یو چې له خپول اقدارو هم نه یو خبر خدای خبر چې دغه انسان به خپل مور او پلار ته په کومه سترګه ګوري. افسوس
    پښتانه په عقل پوه څه ناکس دي
    کوټه سپی د قصابانو د جوس دي
    اوښ له باره سره کور ته وي ورغلی
    په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

    حضرت خوشال -رح

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب