چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeادبلنډه کیسهوخت (لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ

وخت (لنډه کیسه) لیکواله: ثنا ساپۍ

د سهار ۴ بجې وې. موبایل مې زنګونه پيل کړل، له ځانه مې لرې ایښی و ما ویل هسې نه په خوب کې یې مړ نه کړم،  په زنگ وېښه شوم خو له لاسه مې نه کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ له پرتو څاڅکو پو شوم د باندې باران و.د موبایل زنګ د څو دقیقو لپاره بند شو خو بېرته یې شور پیل کړ. په عذاب یې کړم. را پاڅېدم.

یکشنبه ده. لندن په دې ورځ غلى وي، خلک ويده، ټرانسپورت خوب وړى ورو او په ځنډ حرکت کوي. زما اورگاډى خوښ دی. چابک دى. بس بيا د یوه ساعت لار په دوو کې وهي. هر ځای درېږي . کله کله خو بیخي میرات ناوخته شي. سړی کار کې په شرمو وشرموي..

د اورگاډي تمځای بند و. بس ته ودرېدم، په ۵دقیقو کې را ته. نری نری باران ورېده. ساړه هم و. زه د تمځای له یوه سره بل ته تلم. هسې قدم مې واهه. ځان مې توداوه. دوه منزله سور بس را ورسېد. خال خال کسان په کې ناست وو. زه دویم پوړ ته وختم. له شیشې سره کښېناستم. د ځینو سپرليوغوږۍ په غوږ وې، سندرې به يې اورېدې، سترګې یې پټې او سرونه یې را ځړېدل. خامخا به خوبوړي و اخر چربانګ مهال و..

سپرليو ته مې وکتل داسې راښکاره شول چې يا به د پولنډ وي او يا به هندوان وي. دا دواړه ډلې ډېر خواري کښه دي. ټول لندن په همدوی ودان دی. هغه د نه سړي کار هم دوی کوي. سمه نیم ساعت لار به مو وهلې وه. بس نا څاپه ودرېد. ډراېور ويل څه ستونزه ده، ورته ويل شوي چې بس تر هغو ودروي چې بل یې مرستې ته ورځي.

هغه ځینې ویده هم لکه چې اوس ویښ و. له ځانه سره وبوږنېدل. ښايي د ناوخته کېدو غم ورسره و. ما هم ساعت ته وکتل. څه کم پنځه وې ما ويل که زما ساعت خراب دی. له نورو مې وپوښتل.. یوه هندو را غږ کړل:

–    ولې نه وې خبره چې ساعت بدلېږي؟

پولنډي په ماته گوډه انګرېزي ورسره ومنله. پسې لګیا شو. د برتانیا د ساعت بدلېدو سیستم یې را ته بیان کړ.

زه خبره وم خو هسې مې له نورو پوښتنه وکړه. ځان مې سم ډاډه کاوه. دلته ساعت په کال کې دوه وارې بدلېږي. په اوړي او ژمي کې. مخته او شاته ځي. پام مې شو چې ډېره وختي له کوره را وتلې یم.

د هغه بل بس پته لا نه لګېده. زړه مې په تنګ شو. هسې هم وخته را وتلې وم. له بسه ووتم. تمځای ته نژدې د ښاري نقشې پایې ته ودرېدم. ځان مې پوهاوه چې چېرې یم. د لندن په زړه کې د تېمز غاړې په جنوب کې وم نو باید مرکز ته روانه شم. له سینده پر پله واوښتم. ټول سیند په څراغونو روښانه و. شاوخوا ټولو کورونو کې څراغونه لګېدل. په اوبو کې کښتۍ تېرېدې. د خلکو شور او ځوږ و لکه دلته چې خلک خوب نه لري.

زه له سینده تېره شوم. کوڅو ته ننوتم. له ما پرته نو دلته انسان نه تر سترګو کېده. داسې چوپه چوپتیا وه ته وا له کوڅې انسانو ګډه کړې وي. باران  یو څه تېز شوی و. چترۍ مې پر ځان خوره کړه. له ډېرو تنګو کوڅو تېره شوم. د لندن زړه ته ورسېدم. د ښاروالۍ خلکو پاکاوه. خلک په اردو، پنجابي او هندي سره لګیا ول. چا جارو کوله، چا په ماشین سړکونه مینځل او چا بیا انبار موټر ته خالي کول.

دفتر ته ورسېدم. نور انګرېز همکاران مې لا  له وړاندې راغلي و. کمپیوټر مې ولګاوه. مشرې مې راته وويل.

–    وخته راغلې يې.

–     خوب نه راته.

خبرونه مې وکتل. افغانستان کې ماين شل کسه وژلي وو. د ورا موټر يې الوځولى و. پورته شوم. په دهليز کې کښېناستم. وخت نه تېرېده.

د ۲۰۱۳ کال د اګست ۲۷، د سهار ۶ او ۳۰دقیقې، اکسفورډ سرکس، د بي بي سي مرکزي ودانۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب