د پراګ پر شنو چمنونو سږ کال واورې ژر وزرونه وغوړول او پر خزان وهلو زیړو سرو پاڼو یې بڼې د اکتوبر تر پای ته رسیدو مخکې رانسکورې کړې.
د واورې تر وریدو اونۍ مخکې زما د کور د څښتن مشر زوی مارټین راغی او د سالون مخې ته یې له برنډې سره په ونه کې د لرګیو یوه وړه کوټنۍ کیښوده، بیا یې پر دې کوټنۍ له ږدنو ډکه یوه کڅوړه راځوړنده کړه.
ما وپوښت، چې دا کوټنۍ د څه لپاره ده؟
مارټین اسمان ته لاس ونیو او ویې ویل:
– هوا سړیږي، پر غرونو چې واورې کوټه شي مارغان ښارونو ته رامخه کوي
– په دې څو کاله کې خو ما د مارغانو سیلونه په پراګ کې ونه لیدل
مارټین زرغون رنګه وړې سترګې سره وروستې:
– نه دغه د مارغانو ورځې دي، چې دلته د پرخې غوندې لږ واوره ووریږي بس مارغان راځي، په دې ورځو کې موږ هم په خپل کور کې ورته انتظار یوو
– تا تیرکال دا مهال مارغان ولیدل
– هو څو ځله، یوه ورځ خو د بخت ورځ وه زموږ رخصتي وه څلور دانې ما نورو ته ورښکاره کړل دوه یې رنګه وو دوه یې تور او یو رنګه مارغه مې پلار لیدلي و ترڅو چې یې موږ سیل ته راتلو الوتی و
– که ورځ ورته تیره کړې او مارغه رانه شي زړه دې نه تنګیږي؟
– نه نه نه، هغه لا خوند کوي، انتظار تر دیدار خوندور وي.