جمعه, مې 3, 2024
Home+د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۹) / سهیلا...

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۹) / سهیلا کامران

د غونډې ځای: انلاین

وخت: د کابل پر وخت د شپې ٩:٠٠ بجې

نېټه: ١٤٠٢ل/ کال د  تلې ٩ ، د اوکتوبر ١

وړاندې کونکې: ځلانور

راپور لیکونکې: سهیلا کامران

عکس: هیله هدايي

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د ٣٠ تنو ګډونوالو په ګډون په خپل وخت پیل شوه. غونډې دوه برخې لرلې؛ چې په لومړۍ برخه کې د ژباړې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ژباړې په ارزښت، ښې ژباړې او په پښتو ژبه کې د ژباړې په اوسني بهیر خبرې وشوې، همدارنګه ژباړونکو بهیروالو په دې ډګر کې خپل نظریات، تجربې، خاطرې او معلومات شریک کړل او پراخ بحث ترسره شو. دویمه برخه کې مشاعره وشوه،  بهیروالو خپل غزلونه او نظمونه دیکلمه کړل.  

شفیقه خپلواک

ما یوازې یو کتاب ژباړلی دی. ډېرې کمې ژباړې مې له فارسي ژبې څخه کړي دي او اکثریت مې له انګلیسي څخه کړي دي. په ژباړه کې کله کله ځینې شان مشکل وي، یو خو دا چې پښتو ژبه کې اکثریته وخت د کلماتو معادل نه پیدا کېږي. بل دا چې موږ ډېر کله ټکي په ټکي ژباړه کوو؛ ځینې کلمات چې په بله ژبه کې وي که پښتو ته یې راواړو؛ نو هغه مانا نه ورکوي. او پدې ژباړې سره تر ډېره د ژبې د جملو اصلي جوړښت زیانمن شوی دی. پدې ورستیو کلونو کې ډېر زیات په self help او د انګیزې ورکولو په کتابونو باندې تمرکز وشو او ډېر وژباړل شول، خو ډېر کم بیا داسې کتابونه وژباړل شول چې هغه ژورې ماناوې ولیږدوي یا د په فکري لحاظ تحول رامنځته کړي. نو که راتلونکي کې  دوستانې غواړي ژباړه وکړي، زما به یوه مشوره ورته دا وي چې د انګیزشي کتابونو څخه نورو برخو ته کار وشي. ځکه تر دې ور هاخوا ډېر نور کتابونه دي چې وژباړل شي. په ژباړه کې نجونې ډېرې زیاتې فعالي دي او ښې ژباړې یې کړې دي. لکه؛ د ماشوم ادب په برخه کې نعیمه جانه غني، اناهیتا جانه روهي او نور نومونه لرو چې په بېلابیلو برخو کې یې ژباړې کړې دي.

ژباړه یوازې د کتابونو او فکرونو لېږد نه دی، بلکې د کلتور لېږ دی او ډېر لوی سفر دی. که ښه تولید نشو کولای خو حداقل ښه ژباړه حتما کولای شو او پدغه ډول خپله ژبه غني کولی شو. همدارنګه د شعرونو ژباړه ډېره سخته ده. استاد غضنفر په یوه مرکه کې ویلي و؛” ما کله شعرونه ژباړل نو ما دغه شعرونه ولوستل، بیا مې ولوستل، نو په یو وار لوستو یو بیت خوند راکړ خو په بیا لوستو بل بیت خوند راکړ. هر ځل چې زه ورته راغلی یم؛ ما په دغو شعرونو کې یو نوی بیت نښه کړی دی.“

فکر کوم کله چې څوک غواړي یو شعر ترجمه کړي، نو په بیا بیا ځل دې ولولي. همدارنګه کله کله د نورو نظر د شعر په اړه لولئ، چې دې کار له ما سره ډېره مرسته کوله، بلې خواته شاعرانه ژبه مهمه ده چې زده مو وي.

مهر تاج

ما ډېره ژباړه نه ده کړې؛ یواځې مې هغه ژباړه کړې چې مکمل تسلط په درلوده. د دې لپاره چې نورې ژبې زموږ مورنۍ ژبې نه دي نو کمي به پکې لرو. ما چې کومې ژباړې کړې دي په هغو ډېره مطمینه یم.د ژباړې په وخت کې به چې کله یوه کلمه په پښتو کې نه وه کوښښ مې کړی دی چې د هغو لپاره بدیل پیداکړم. 

 خوشبختانه په تېرو دوو لسیزوکې پښتو ژبې ته له مطرحو ژبو ډېر شمېر کتابونه را ژباړل شوي دي او ژباړې ته ډېرکار شوی دی. د ژباړې بهیر باید وستایل شي. خوشبختانه دا چې تاسې اوس هم پدې بهیر کې کار ورباندې کوﺉ؛ ما ټوله ورځ ستاسې تبصرې تعقیبولې، چې د کوم کتاب د ژباړې په هکله غږېدلئ. په بهیروالو غږ کېده چې سهم پکې اخیستلای شي؟  نو دا په خپله یو ښه بهیر دی. اړتیا ده چې علمي، ساینسي، مسلکي کتابونه را وژباړل شي. زه په ژباړه کې چاپي اثر نلرم خو ویبپاڼو او تلویزیونو ته مې انلاین ژباړې کړي دي، راپورونه او مقالې مې ژباړلې دي. د مهرستان په نامه د خواله رسنیو پاڼه لرم؛ هر هغه موضوع چې ډېره ښه راته ښکاره شي، هغه را ژباړم او خپروم یې.

سلما بدري

د ژباړې په واسطه د یوې ژبې فرهنګ، دین، کلتور او د لیکوال احساسات، فکر او اند لېږدول کېږي، چې باید ډېر په امانتدارۍ ترسره شي. په پښتو ژباړه کې ستونزې هم شته چې بهیروالو یې یادونه هم وکړه. د لغاتونو مسله ده چې نه شو کولی په پښتو ژبه کې کره لغاتونه ورته پیدا کړو. همدارنګه دیني او فرهنګي موضوعات دي چې ژباړونکي یې باید په نظر کې ونیسي. د ناولونو او کیسو ژباړه بیا سخته پدې ده، چې ژباړونکي باید د لیکوال تفکر، خیال او احساسات ولېږدوي. په هنري لیکنو کې بیا له ځینو صنعتونو، استعارې او سمبول  سره مخ کېږو؛ چې په یوه ژبه کې به موجود وي خو په بله ژبه کې هغه سمبول او استعاره ورته پیدا کول بیا ستونزمن وي. 

خوشبختانه فعلا د ژباړې بهیر په پښتو کې په ډېر شدت روان دی او ښه ژباړونکي لرو. په درېیم سمستر کې استاد د ایډيټ په برخه کې یو سمینیار راکړ، چې یو کتاب باید ایډيټ کړو. موږ یو ناول غوره کړ، چې له عربي ژبې پښتو ژبې ته ژباړل شوی و. له اولې ورقې تر اخرې ورقې یې د پښتو ګرامر او لغات مکمل غلط کارولې ول. دغسې خرابې ژباړې د دې باعث کېږي، چې پښتو ژبه نوره هم شاته پاتې شي. ژباړونکي باید ډېر تکړه اوسي، کله چې ښه ژباړه نشي کولای نو ټولنې او ژبې ته دې شر هم نه رسوي. باید د ژباړې څخه مخکې د ژباړې اصول زده شي.

د خوښې خبر هم لرم؛ زموږ تکړه بهیروالې لېمې ودان یو ناول ژباړلی دی. ډېر ښایسته ناول دی، او ژباړه مکمل شوې ده. 

هیله هدایي

 موږ باید د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره انګیزشي او د ارواح پوهنې کتابونو ژباړه ښه وګڼو. په اوسني وخت کې لوستونکي ډېره علاقه او ضرورت ورته لري. کله چې موږ غواړو ژباړه وکړو، نو له ټولو لومړی باید د ملي احساس له مخې باید خپلې چارې سرته ورسوو. یعنې هغه کتابونه وژباړو چې ټولنه ورته اړتیا لري. 

ما د “مصالحې” په نوم کتاب ژباړلی دی. پدې کتاب کې ډېر مهم موضوعات دی، تر ټولو مهم لامل چې ما دا کتاب وژباړه دا و؛ چې د ښځینه رهبرې لخوا لیکل شوی و. زموږ په ټولنه کې ښځه ناقص العقله یا هم ذهني شاته پاتې بلل کېږي، نو کله چې دا کتاب نور خلک لولي، د ښځو په اړوند پراخ ذهنیت ته بدلون ورکوي. پدې کتاب کې ځینې موضوعات دي، چې په ډېر ښه ډول لیکل شوي دي او د علمي اړخ څخه لیکل شوي دي.

کله چې په کابل پوهنتون برید وشو، نو له برید نه پنځه دقیقې مخکې زه له صنف نه راوتلې وم، خو ما ډېرې دوستانې هلته له لاسه ورکړې چې په اروایی لحاظ یې ډېره وځپلم. نو هغه وخت چې ما دا کتاب ژباړه د ما احساسات او د بی نظیر بوټو دغه لیکنې بڼه سره یو شوه، که څه هم هغه وخت راته سخته وه خو وروسته مفیده واقع شوه. او زما د کتاب په ژباړې یې مثبته اغیزه وکړه.

که چېرې غواړو له ټولنې سره ښېګنه وکړو؛ باید په علمي اړخ کې ولس ته کار وکړو. د یوې ځوانې او د بدلون د رامنځته کونکې په حیث باید هغه ناقص فکرونه چې د ښځو په وړاندې دي، له منځه یوسو. عملي یې ورته وښایو چې ښځه کولی شي چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته مثبت بدلون ورکړي.

یوه دردونکې او منفي خاطره چې له ژباړې یې لرم هغه دا ده چې؛ په کابل پوهنتون کې د مطالعاتو مرکز ته مې یو کتاب وژباړه، نو کله مې چې ایډيټ ته ورکړ هغه یې خراب کړی و او زما ژباړه یې ټوله له منځه وړې وه. حتا ماته حق الزحمه راکړل شوه، خو د ژباړې له خرابوالي سره بل کس دا ژباړه سمه کړې وه نو چې د چاپ وخت یې راغی کتاب د هغه بل کس په نوم چاپ شو، حال دا چې هغه یوازې په ایډیټ کې همکاري کړې وه.  داسې حالات د لیکوالو او ژباړونکو مثبته انګیزه خرابوي. دا زما لپاره یوه ډېره ترخه تجربه وه. 

نعیمه غني

فکر کوم چې په پښتو ژبه کې به لومړنۍ ژباړې په دیني برخه کې وې. له هغې څخه وروسته د فلمونو او سریالونو ژباړې وي، چې په دوبله کې تر عامو خلکو ورسېدې چې ډېر تاثیرات یې زموږ په فرهنګ درلودل. زما هدف له دې څخه دا دی چې ژباړه د ټولنې د ژوند په سبک باندې ډېر اثر درلودلی شي. زموږ ټولنه دقیقا هغې خواته وړلی شي، له کومې چې مواد او اثار را ژباړو. 

هغه څه چې موږ ژباړو لومړی باید ټولنې ته مفید وي او بل د ټولنې ورته اړتیا وي. ما خپله ماشومانو ته ژباړې کړې دي؛ چې پنځوسو تر شپېتو کتابونه مې ژباړلي دي، چې چاپ شوي دي. ما لومړی دا کتابونه تحت الفظي ژباړل وروسته به مې جملې او ژباړې داسې لیکلې لکه زه چې دا کیسه لیکم. یعنې جملې ته به مې د خپلې ژبې په رقم تغیر ورکاوه. د ښځو د ژباړو د کامیابي راز دا و، چې د خپلې ژبې کلماتو بدیل به یې کټ مټ را اخیست او که اوس هم څوک ژباړه کوي باید په هغو الفاظو یې وژباړي څنکه چې ژوند کې ورسره مخ کېږي او استعمالو يې. 

ما چې کله ژباړه شروع کړه؛ ماسره یې مرسته وکړه، چې خپلې ژبې ته نوره هم دقیقه شم او پام وکړم. که موږ له لیکوالي مخکې لږ ژباړې هم وکړو، نو په لیکوالي کې به هم ډېره زیاته مرسته راسره وکړي. او زما وړاندیز هم هغو کسانو ته چې غواړي لیکوالان/ې شي همدا دی چې له ژباړې یې پیل کړئ.

امنه عزیزي

پدې وروستيو کې ژباړه په یوه سیالۍ او کسب بدله شوې ده. ډېری خلک چې يو څو ژبې زده کړي بیا ژباړې پیل کړي، خو حتا له دې هم نه دي خبر چې ژباړه نړیوال قواعد او اوصول لري. په همدې بې خبرۍ سره زیاتره ژباړونکي په ټکر کې راځي. مثلا دوه ژباړونکي یو کتاب، مقاله یا هم یو مطلب په وخت ژباړي. نو څوک چې غواړي باید د ژباړي قواعد ولولي او زده یی کړي. 

زموږ په ټولنه کې ځینې کسان ژباړه کولای شي، خو ښه لیکل نشي کولای. باید ژباړونکي تل نورو لیکوالو باندې باید تکیه ونه اوسي او د هغو خوله ته باید ناست نه وي چې هغه څه ووایي او دوی یې وژباړي. خپله هم باید هڅه وکړي، چې له پښتو ژبې یې نورو ژبو ته وژباړي. بزموږ ژباړونکي باید د پښتو ژبې د مخکښو لیکوالو کتابونه له پښتو ژبې نورو ژبو ته وژباړي. پدې هیله چې د ژباړې سیالي را کمه شي، خپل کتابونه په نورو خلکو وپېژنو او په مهمو مسایلو ژباړې وکړو او ښه لیکوالان یی هم تر څنګ ولرو. 

منزه غفورزۍ

که څوک غواړي ژباړه وکړي نو مفید کتابونه باید وژباړي. زیاتره کسان غواړي چې ژباړه وکړي خو پیلول یې ورته سخت وي. ما چې په پيل کې ژباړه شروع کړه هېڅ مشکل راته پکې نه و، خو پدې نپوهېدم چې کوم کتاب باید وژباړم. بیا یو ژباړونکي مشوره راکړه چې د مبتدي ژباړونکي ته ښه ده چې له ناول ژباړه پیل کړي. 

زه له کمیت څخه کیفیت ته ډېر ارزښت ورکوم. بیا مې پولیسي ناول انتخاب کړ؛ پیل مې کړ. ما په پیل کې چې کتاب ژباړه په قلم او کاغذ مې لیکله. نو ماته چا وویل چې ته ډېر زحمت باسي دا درته سختیږي نو بیا مې په کمپیوټر کې ټايپ پیل کړل او کتاب مې په  ډېر اساني وژباړه. ناول چاپ شو او ډيره وهڅېدم او تشویق شوم.

 دویم کتاب مې پیل کړ چې په پاکستان کې لیکل شوی و او د دې لپاره مې انتخاب کړ چې د ټولنې مشترکات مو ډېر و. د چاپ اړوند مې یو کتابخانې سره خبره وکړه خو په صداقت سره یې کار ونکړ. ټولو کتابخانو ته د کتابونو د رسولو خبره یې کړې وه خو دوی نه رسول، بلاخره په ډېرو هڅو دا کار وشو او ټولو کتابخانو ته زما کتابونه ورسېدل. کتابونو ته سره له دې چې کمپاین وشو، خو ډېر کم خرڅ شول. هغه کتابونو مې له کتابخانو راټول کړل او په تعلیمي مرکزونو مې وړیا وویشل. 

زموږ په ټولنه کې کله کله زحمت بیخي حیف شي. دا چې د چا کار نه هڅول کېږي خو پرځای حتا منفي خبرې هم ورپسې کېږي. له ټولو میرمنو مې هیله دا ده چې د نورو ښځو کار یادوئ ترڅو لا ډېر ښځې او نجونې لیکوالۍ او ژباړې ته وهڅول شي. 

حوره سپيڅلې

زه به له خپلې تجربې دا ووایم چې کله ما دوه کتابه ژباړلي و، نو ما د ژباړې د پیلولو لپاره ډېر نظریات را ټول کړل او مطالعه مې پکې وکړه. وروسته مې چې کتاب ژباړه نو لنډ لنډ پراګرافونه یې لرل. او دا راته ډېره ښه وه. نو زه وایم چې داسې ژباړه به ټولو ته په زړه پورې وي. 

ژباړه باید د نوم خپلولو او سیالي کولو لپاره ونه شي، بلکې ژباړونکي باید د علاقې له مخې ژباړې وکړي. 

هیله پسرلی

 ډېر کلونه پخوا مې یو کوچینی کتاب له انګریزي ژباړلی و. هغې تجربې ځینې شیان رازده کړل. هر شی چې ژباړو ښه ده چې  اول ټول متن ولولو ځکه ممکن په منځ کې له داسو برخو سره مخامخ شو چې یا مو په ذوق نه وي برابر یا یې ژباړه سخته وي. یو کتاب یا هر بل متن په نهایت کې یو واحد مفهوم دی د دې لپاره هم لازمه ده چې اول کتاب ولولو. په کومو لغاتو یا خبرو چې نه پوهېږو ځان پوه کړو او بیا ژباړه پیل کړو. مثلا، که د یوه کتاب سریزه ولولو، خوښه مو شي او ژباړه یې پیل کړو وروسته ممکن پوه شو چې مقدمه اسانه وه خو پخپله کتاب ډېر سخته دی یا داسې برخې لري چې زموږ په اصولو نه دي برابرې. 

په ژباړه کې دا لازمه نه ده چې یوه جمله دې خامخا یوه جمله شي. د پردۍ ژبې یوه جمله ممکن زموږ دوه جملې شي. د پردۍ ژبې یو صفت ممکن زموږ درې صفته شي. د پردۍ ژبې یو فعل ممکن زموږ دوه فعله شي او برعکس.   

د انګلیسي یو کمال دا دی چې په بېلابیلو سویو پکې کتابونه چاپ شوي دي. د کابل په کتاب پلورنځیو کې د نړۍ د مشهورو ناولونو خلاصه چې په اسانه انګریزي چاپ شوي دي پیدا کېږي. هغه بهیر والې چې غواړي انګریزي ښه کړي یو ښه لار یې ژباړه ده. ژباړه انسان ډېرو جزییاتو، لغاتو، د جملو جوړښت او نورو شیانو ته متوجې کوي.

دا ډېره مهمه ده چې موږ ښه کتابونه وژباړو داسې کتابونه چې ټولنې ته فکر او ذوق ورکړي. په ادبیاتو کې یې یو ښه مثال د استاد بهاند ژباړل شوي اثار دي چې د روسي ژبې شاهکارونه یې پښتو ته ژباړلې دي.‌ د بلې ژبې د مطرح اثارو ژباړل هم مفید انتخاب دی هم اسانه. اسانه انتخاب ځکه دی چې هېڅوک په دې نه پښېمانه کېږي چې ولې مې یو شاهکار وژباړه. 

زه د هغو کتابونو د ژباړې طرفداره یم چې ډېر لوستونکي لري او زموږ په ژبه کې د لوست د کلتور له ودې سره مرسته کوي. ښايي ډېر افغانان له فلسفې سره دلچسپي ونه لري خو هر ځوان/ه غواړي داسې یو کتاب ولولي چې پر ځان باور ورزده کړي یا د وینا هنر ورزده کړي.

لیمه ودان

ما یو ناول له فارسي ژبې ژباړلی دی، چې پولیسي ناول دی. زما په نظر ښه ناول دی؛ ځکه ورته ښه وایم چې ژبه یې کیسه ییزه ده، یعنې ویل شوي نه دي بلکې ښوول شوي دي. تلوسه لري. داستاني منطق ته پکې پام شوی دی  او پلاټ یې کامیاب دی. 

ژباړه زما لپاره ښه تجربه ده، زما داستان خوښيږي. د کتاب ټاکنه ډېره اړینه ده او ما چې کله غوښتل کتاب وټاکم ډېر وخت یې ونیو. پدې برخه کې د کابل پوهنتون استاد  ضیاء الاسلام شیراني ماته مشوره راکړه او د استاد په مشوره مې وژباړه.

په ژباړه کې دواړو ژبو برلاسي ښه ده، او باید د امانت ساتنه پکې وشي. باید روانه ژباړه وشي او مفهوم ښه ورسولی شو. کله چې موږ له اصطلاحاتو او متلونو سره مخ کېږو نو لومړی دې کوښښ وکړو چې یو پوره بدیل ورته پیدا کړو، ورپسې قدم کې نژدې بدیل ورته پیدا کړو. که دا کار هم ممکنه نه و نو کولی شو مفهوم یې وژباړو. کوم کتاب چې ژباړې ته خوښوو باید تر پایه یې ولولو او د دې تر څنګ کولی شو هغه سخت لغاتونه مخکې له ژباړې مانا کړو، پدې سره به مو کار منظم مخته ځي. 

شفیقه خپلواک

د عباسیانو په دوره کې د بیت الحکمه په نوم د ژباړې لپاره یو مرکز جوړ شو، چې د حکومت لخوا ډېر ژباړونکو ته معاش ورکول کېده. د دې مرکز موخه دا وه چې یوناني فلسفه، علوم او نور مسایل عربي ژبې ته را وژباړي. او یوه ادعا داده؛ چې کله چې په اروپا کې د عیسویت په نامه باندې جګړې شروع شوې، دغه کتابونه ټول وسوځول شول. بله تیوري بیا دا ده؛ چې اوس وخت کې چې په اروپا کې یوناني فلسفه، تاریخ او نور علوم شته، هغه له عربي څخه بېرته لاتین ژبې ته وژباړل شول. په  بیت الحکمه کې چې کوم کتابونه ژباړل کېدل، دوی خپل تحلیل هم په لیکل او بېرته یې فکر ته لار پرانیسته. کاش موږ هم په تېرو کلونو کې داسې یو مرکز جوړ وی چې یوازې ژباړې یې کولی.

نرګس سهاک

که چېرته د علم او مدنیت د خپرېدو بنسټ ته وکتل شي، نو د یونان مدنیت هغه وخت په نوره نړۍ کې خپور شو، چې د یونان فلسفه، ادب، تاریخ او نور کتابونه لاتین ژبې ته وژباړل شول. زموږ په هېواد کې نن سبا ژباړه ډېره بې قدره ده. اکثریت یې د نوم تر څنګ د دې لپاره لیکي چې لیکوال وګڼل شي او یا هم ترفیع په واخلي، حال دا چې ژباړه تر دې ډېر لوی لوی کارونه کولی شي. 

څو میاشتې وړاندې ډاکټر صاحب احسان الله درمل یو طبي کتاب پښتو ته وژباړه. هغه یوه ورځ خپله خاطره شریکه کړې وه، چې ما ډېر منفي تبصرې ترلاسه کړې، او ماته خلکو وویل چې ته کله له بلې ژبې یعنې انګلیسي سره سر او کار پیدا کوې، له خپلې ژبې لرې کېږې. حال دا چې خلکو باید ډاکتر صاحب وستایي چې ستر خدمت یې کړی یو طبي کتاب له طبي اصطلاحاتو سره  ژباړلی، د دې برعکس ورباندې نیوکه کېږي. دا په خپله زموږ په شاته پاتې والي دلالت کوي. 

د کتابونو په ژباړه کې باید دې ته وکتل شي، چې زموږ له ژبې، دین او کلتور سره جوړجاړی ولري.د ژباړې مسولیت ډېر ستر دی، چې د هر اثر په ژباړي سره د هغې ټولنې له فکر، فرهنګ، اختراعاتو څخه موږ برخمن کوي.

تقوا شکوري

 د یو کتاب په ژباړې بوخته یم، دا چې دلته د ډېرو له مشورو او نظریاتو برخمنه شوم نو دا به له ما سره ډېره مرسته وکړي.

د غونډې دویمه برخه کې مشاعره وشوه چې ځلا نور، سلما بدري، حورې سپیڅلې، تقوا شکوري، نرګس سهاک، ملالې کلیوالې او منزې غفورزۍ غزلونه دکلمه کړل او غونډه یې لا رنګینه کړه.


LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب