له شعر سره د الماني فيلسوف فردريش نیچه تړاو خورا پېچلی دی. سره له دې چې د شعر قوت او ښکلا یې منله، خو له صداقت او رياليزم سره د کم تړاو له امله یې انتقاد هم ورباندې کاوه. په خپل کتاب «د تراژيدۍ زوکړه» کې ليکي: شعر «خواږه زهر» دي چې خلک له حقيقته پورې وهي. نیچه پر دې باور و چې واقعي حکمت په فلسفه کې نغښتی، په شعر کې نه. د دې ټولو انتقادونو تر څنګ یې د شعر ارزښت هم مانه او حتی شاعري یې کوله. د دغه رنګ سوفسطايي(Sophist) حالت په لړ کې خو یې ځکه ورسره تړاو ظريف او پېچلی ګڼل کېږي، خو په نهايت کې یې بیا هم د یوه هنري شکل په توګه ليد چې ښايست یې ممکن دی.
په وروستیو وختونو کې د شعر د اغېز په اړه په نړیوالو پوهنتونو کې ګڼې او بېلابېلې څېړنې شوې دي چې له دې جملې په ټکزاس او آسټين پوهنتونونو کې د شعر د درماني اغېزو په برخه کې تحقیقات یادولای شو. دغه راز د ټولنيزو پیوندونو پر پياوړي کولو د شعر د اثراتو اړوند په کليفورنیا پوهنتون کې هم څېړنې شوې دي. په سټنفورډ او هارواډ پوهنتونونو کې یې بیا پر اعصابي سیسټم د اغېز له مخې د شعر څېړنه وکړه. د ټولنې نړۍ په علمي حوزو کې د شعر پر تاثیراتو غور کېږي او معاصرو علومو یې هم څېړنې ته لستوڼي را ټول ساتلي دي.
په علمي لحاظ څرګنده شوې چې شعر پر مغر او احساساتو څو ډوله مثبتې اغېزې لري. مثلاً، تحقیقاتو ښوولې چې شعر خواخوږي او شفقت زیاتوي او د حافظې فعاليت غښتلی کوي. شعر د مغز داسې برخې فعالوي چې له لذت او لورېينې سره تړلې دي او د اکسي ټوسین هورمون ترشح زیاتوي. شعر په یو ډول د مغزو د هیک کولو یوه بڼه ده چې د ژبې د قدرت او تاثیر په زور زموږ پر احساساتو او ذهن غلبه مومي. هغه احساسات چې د انسان د روان له خوداګاه سطحې ناخوداګاه او د تحت الشعور سمڅې ته تمبېږي، په ډول ډول عقدو بدلېږي، شعر د هغو د بیان په وسیله ذهني بوج او شخصيتي اختلال تخليه کوي او ختموي. په ورستیو کې د Poetry Therapy يا (په شعر درملنې) په باب ډېرې څېړنې شوې او په ژورنالونو کې یې په لږ ريسرچ موندلای شئ. د دغو پوهنتوني څېړنو نتایج په انټرنيټ کې په اسانه پیدا کېږي او ما د خپلو ځينو ادعاوو د اثبات او استناد په موخه هم وپلټل. په هنر درملنه کې له شعرونو، حکایتونو او داسې ليکنیو فن پارو څخه رفاه او شفاه د ارتقا لپاره کار اخيستل کېږي. ځينې روان درملګر خلک ادبیاتو ته تشويقوي چې بېلابېلو لارو د خپلو ژورو احساساتو د بیان لاره پيدا کړي. جالب جادويي اغېز یې دا دی چې هم د شعر په ليکلو همدې تسکین ته لاره هوارېږي او هم یې لوستونکی داسې نه شي ويلای چې دا خو د یو چا خپلې مسالې دي، هغه یې په لوستلو همدې احساسي او عاطفي سکونت ته رسېږي.
په دې باره کې هم بېلابېل دليلونه شته چې ولې د يو چا شاعر کېدل ممکن دي. د هغو په نظر چې شعر خوښوي، وايي دا د ځان د بیان او له دنیا سره د منحصر به فرد ليدلوریو د اشتراک ډېره اسانه او ښکلې لاره یا تګلاره ده. ځينې ممکن شعر درماني وګڼي یا یې عملاً په ژوند کې د رواني اضطراب د کمېدو او ختمېدو، د ځان د بهتر درک او احساساتو د بیان او ځلولو په برخه کې تجربه کړی وي. په انسانانو کې ډول ډول فکري او ذوقي کټګورۍ شته، له دې جملې داسې خلک هم شته چې پر شعر یې د ښکلا او ژبني قدرت له مخې مينه راځي او په دې یې ښه اېسي چې شعر عادي شيانو ته د خارق العاده جلوې ورکولو وړتیا لري او زموږ د مينې په احيا کې رول لوبوي. د شعر د ځينو نورو ملاتړو نظریه دا هم ده چې شعر د Activism یوه بڼه بولي او د موجوده فکري اوضاع د خوځولو او ټولنيزو بدولونو لپاره یې کاروي. Activism چې په پارسي کې کنشګرايي ورته وايي، د ارواپوهنې یو مکتب دی چې له چاپېريال سره د همغږي په برخه کې له ذهنه د یوه ژوند موجود په توګه استفاده تبليغوي. دغه مکتب د نولسمې پېړۍ په پای کې جان ډيوي او جيمز رونالډ انجل ایجاد کړی دی. دا پوښتنه بیا هم ډېره نه حل کېږي چې د يو چا د شاعر کېدو اصلي دليل څه دی؟
شعر په دې خاطر پر مغز اغېز کوي چې ژبه له عادي خطه د جالبیت ساحې ته بیايي، د ژبې له داسې وړتیاوو د کار اخيستو شیمه لري چې استعارې پکې وزېږي او لفظونه په يوه داسې مجازي اتڼ راولي چې د نورو معناوو خاوندان شي. د مغز تر څنګ پر زړه او احساساتو هم چنګ لګوي، ځکه تر ډېره یې موضوعات او مفاهیم «لکه عشق، بایلنه، درد، مرګ، فناه، هستي، نيسي، وېره، هیله، ځور، اندېښنه او…» ژور او شخصي وي. په دې اساس شعر په یوه معنا د «مغز» او په بله د «زړه» فعالیت دی. هغه چې وايي، شعر په اهنګینو الفاظو د فکر او خيال عاطفي تړون دی، همدا وجه ده. د شعر په وخت کې د شاعر فکر او احساس له شيانو سره له فزيکي رابطې بدل تړاو پیدا کوي، لکه په انيمیزم کې چې هر څه ژوندي باله شي، په شاعرانه معرفت کې هم دروني او بیروني حواس يو کُلي وحدت پیدا کوي او د طبيعت، انسان او انسان ته د ور څېرمه تجربو، جنجالونو او مشاهدو په اړه له اسرارو ډکې برخې کشفېږي. شعر تر ډېره د موضوعاتو بیان نه دی، د موضوعاتو ایجاد دی. د شعر متن بې قضاوته متن دی او له هغو قیدونو ازاد دی چې پر انسان د رواني سانسور بوج باروي.
په تاريخي توګه که وګورو، شعر او شاعري د موضوعاتو او مضامینو يوه پراخ طیف ته پوښښ ورکړی دی او حتی ويلای شو چې تر موضوع وړاندې پېښېږي. د بشر تاریخ را ښيي چې لومړي متنونه او تابلوګانې علمي نه وې، هنري وې. د شعر دننه پرته محتوا یا مضمون چې غيرشاعرانه بیان شي، تت او محدودېږي او ښکلا یې دغداره کېږي. ژوند، مرګ، عشق، طبیعت، ټولنيز او سیاسي مسایل، انسان، اندېښنه، ښکلا، غم او… چې شعر په کومه بڼه بیانوي، له هغې ډېر جلا دي چې فرضاً د علومو په نورو کتابونو کې یې لولو. شعر د هنر د کورنۍ هغه برخه ده چې د يو څه د را زده کولو پر ځای مو يو څه ته ور پام کوي ډېر او د یو څه د را ښوولو پر ځای د یو څه را احساسولو ته ډېره ملا تړي. ژوند، مرګ او عشق د شعر نسبتاً دايمي موضوعات دي او شعر یې په مختلفو طریقو ارزولای شي. عاشقانه مینه او افلاطوني مینه دواړه چېړي او داسې چې تناقضګويي یې وبولو. له شعره د مينې نزاکتونه او په مینه کې نوښتونه هم لاشعور ته لېږدي او د شخصيت په برخه بدلېږي. معاصرې ايرانۍ شاعرانې او ارواپوهانې په ډېرو شعرونو او مينیماليستي رواني بیانونو کې دا خبره لري چې «څوک په شعر پوهېږي، هغوی په ښځه پوهېږي.» په شعر کې له معشوقو سره د چلند او د مغوی د جمال پټې اداوې حس او کشفوو. شاعر لکه میرزا عبدالقادر بیدل چې یو ځل د زور د کارولو عقیده بیانوي او بیا بېرته د عجز صفت کوي، کولای شي یوه پدیده له څو اړخونو راوښيي:
بیدل! بر خلق کسر شان ننمایی
تا تیر توان شدن کمان ننمایی
خاصیت این معرکه که عاجزکشی است
اینجا زنهار! ناتوان ننمایی
خو د پاسنۍ نظریې خلاف بېرته خلک ناتواني او عاجزي ته را بولي:
به زور ننازی که زبون سازندت
گردن نفرازی که بیندازدت
ای قلب! بلای امتحان در پیش است
بگداز از آن پیش که بګدازندت
په شعر کې تناقضګويي (Contradiction) هنر دی، مګر په وحې، علم، فلسفه او ډېری ايډيالوژیو او مثلاً د محاکمې په حقوقي ډيالوګونو کې د تناقضاتو موجودیت د تيوري بحران یا د حقیقت نفې او نقض بلل کېږي. د سورت النساء په ۸۲ ایت شریف کې د قران کریم د اسمانيتوب یو دلیل دا بیان شوی چې «أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْءَانَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلٰفًا كَثِيرًا.» ژباړه: ایا دا خلک قرآن ته نه ځير کېږي؟ که دا له الله «جلجلاله» پرته د بل چا له لوري وای؛ نو په ده کې به ډېر ګډوډ بیان موندل کېده.
مرګ یوه بله ډېره بیان شوې موضوع ده، شاعري یې د ماهیت داسې اړخونه کشفوي چې د عدم اندېښنه او مبهم ډار ورسره کمېږي. په دې برخه کې د احسان الله درمل یو بیت را يادېږي:
د زندګۍ او مرګ خبره دومره مه لویوه
په افسانه مې ویده پرېوتم، ښه پرېوتمه
یو بل بیت یې هم د سیلف پلیجریزم «له ځانه غلا» له تیندک سره سره بیا هم ښکلی دی:
نه شوو پوی چې مرګ او ژوند څه و درمله!
افسانه مو اورېده، ورو ورو ویده شوو
طبیعت هم په شعر کې یو خورا مشهور او عمده موټيف دی چې د مشاهدو پراخه غېږ او شاعر ته خورې ورې ډالۍ لري، شاعرانو ډېر له پخوا له دې پرانيستې غېږې د نړۍ او کایناتو له جمالياتي کيفيتونو الهام اخيستی دی. په شعر کې مشهوره یا سولېدلې موضوع او مضمون هم هېښوونکی کېدای شي او د تشبیهاتو نوې وجهې پکې کشفېدای شي، دا هر څه لذت لري او انسان د لذتونو سروهلی بروهلی وږی تږی دی. موږ د غلا پر ضد ډېر متنونه، خبرونه او اعلاميې لوستې دي، خو داسې به نه وي لوستي لکه دروېش درانی چې وايي:
دا له ما اخيستی مال به په قیامت راکوې بېرته
وړې له ما سره په مفته زما بار بلې دنیا ته
یوه داسې نظریه شته او نجيب منلي هم را نقل کړې، چې وايي انسان د احساساتو په لحاظ ګونګ خلق شوی دی، څه شی چې یې په زړه تېرېږي یا یې په کوم انفرادي ژور انداز احساسوي، د فکري مسایلو په څېر یې په اسانه او سحطي ګرامري ژبه نه شي بیانولای، بلکې بلاغي ژبې او اندازونو ته اړ دی. د ځينو تحقیقاتو او عملي تجربو په بنسټ استدلال کېږي چې شعر د عاطفي کيفيتونو او احساسي حالتونو د بیان او د زړه له تله د چیغو د را ايستلو داسې توان لري چې حتی پر جسماني روغتیا هم د کرم لقماني لاسونه را تېرولای شي، یعنې سټرس کموي او د ناکرارۍ له وجهې د زړه پیدا شوي ضربان اراموي. د هنر د ملاتړ سرسخته مدعیان د شعر ښکلا کافي بولي او دا نورې ګټې یې موخې نه ورته ښکاري. که له ښکلا سره سره یې نورې ګټې ورته ثابتې هم شي، دوی یې ضمني نتېجې ګڼي او د شعر اصل فقط جمالیات ورته ښکاري. هنر د هنر لپاره، که هنر د ژوند لپاره مقوله نوره پای ته رسېدلې، ځکه چې که هنر د هنر لپاره هم وي، حتماً په ژوند کې استفاده کېږي، بناءً دا په اصل کې یوه خبره ده.
له خپلو احساساتو سره تړل کېدل او احساسات نورو ته انتقالول د شعر بله ځانګړتیا ده. د اوسنۍ ارواپوهنې ډېری سپارښتنې دا دي چې وايي، لالهاندۍ او اضطرابونه په بیان سپکېږي. د شعر تاریخ راته وايي چې پخواني او اوسني انسانان ټول د مشابه احساساتو خاوندان وو او دي. د شدیدو عاطفي منحصر به فرد تجربو لپاره چې په محيط کې مشابهتونه کشف شي، زغم یې اسانېږي. موږ چې وايو «له جهانه سره غم، نه غم دی» دليل یې دا دی چې کله نور خلک هم زموږ غوندې په بد برخلیک اخته وګڼو، شخصي درد مو کم شوی ورسره احساسوو. فرانتس کافکا هم دې ته اشاره کوي؛ وايي، انسان تر هغه ډېر دردمن دی چې فکر یې کوي، ځکه خو د خرافاتو غېږې ته پناه ور وړي. د شعر رواني عمق د بشر د شعور د درد د مشترکې ټروما «رواني جراحت» او «لذتي تقاضاوو» له ګډولې جوړ دی. بدبین فيلسوفان لکه شوپنهاور او نهيلیست ليکوال لکه البر کامو او نیچه ټول همدا وايي چې د بشر د ذهني او عاطفي کړاو د کمولو لپاره هره هغه لاره غوره ده چې نتېجه یې سکون وي. ارتور شوپنهاور د ارسطو «د نیکوماخوس اخلاق» د کتاب په حواله دا خبره ډېر ځایه را نقل کړې چې وايي: «ځیرک انسان د لذت په لټه نه وي، بلکې د درد د کمولو لپاره لاس و پښې وهي.» شعر د بشر د درد د کمولو دوامداره هڅه ده، البته چې د هډوکو د دردونو دوا د شعر په څېر ښکلاييز احساس نه لري. غالباً د استاد اسدالله غضفر خپله خبره ده، چې ښه شعرونه هغه خوبونه بولي چې په ويښه یې وينو. لکه کیسې چې بې لګښته سفرونه دي، شعرونه د استاد خبره، همداسې د رڼو سترګو رویايي، عاشقانه او عرفاني نندارې دي. استاد غضنفر په خپله مقاله «د شیدا ادبي بحثونه» کې د کاظم خان شیدا په حواله راوړي چې شیدا شعر «طبعزاد» او «د رایې ایجاد» باله او خوشال خان خټک یې «الهام» ګڼي. که وګورو شعر د ژبې په لحاظ «طبعزاد» یا «د رایې ايجاد» دی، خو د عاطفي کيفیت د احساسولو له مخې الهامي رنګ لري. دا موضوع په دومره سرخوږي ځکه اوښتې چې موږ د شعر د بدن او روح تفکيک ته نوک نه دی نیولی.
د ټولنپوهنې او نیورولوژي «عصبپوهنې» له مخې هم پر شعر تحقیقات شوي دي. په اجتماعي لحاظ شعر د ټولنيزو پیوندونو د حفاظت او د همدلي او تفاهم د پراختیا سبب ګرځي. په مغزي فعالیتونو کې چې د شعر د اثر کومې څېړنې شوې، ښيي چې د شعر ويل د مغز هغه برخې روښانه کوي چې له لذت او احساساتو سره ارتباط لري.
شعر ته د لوستونکو شدید غبرګونونه د همدې دلایلو له مخې وي، دې ته ترکيبي عوامل هم ويل کېدای شي. هغه لوستونکی چې د له لوستلي شعره د خپل اخيستي لذت لاملونه، د شعر خارجي او ذهني شکلونه، ژبني مهارتونه او بلاغي فنون او صنعتونه په ادبي ذوق او علمي انداز تشریح کولای شي، نقاد بلل کېږي. شعر له بشر سره اوږده مخینه لري او د شریکو عواطفو دغه ستر جریان نسلونو په تواتر حس کړی او اورېدلی دی. اسطورې د بشر اجتماعي تخيل دی، فلکلور یې عاطفي انګېرنې او شاعرانه احساسات دي او خرافات یې د درد کمولو پناهګاوې. شعر موږ ته په جنيټيکي لاره هم سرایت کړی دی، بشر تر پوهه اول تخيل درلود، تخيل په فلسفه او فلسفه په علم بدله شوه، خو دا چې ساينس د تفکر محصول دی او کار یې له انتزاع سره کم دی؛ نو شعر بیا هم پر خپل مقام ولاړ پاتې شو. هيڅ علم د بل بديل نه دی او علم او هنر خو بېخي یو د بل ځايناستي نه شي کېدای.
شعر د ریتم او اهنګ له مخې هم هيجان لرلای شي او ذوق ته ټکان ورکوي، ځکه په شعر کې د ژبې ناويل شوی انداز ترسیمېږي او په لیدو یې سترګې هر ځل پر نوې جمله او یا د کلمې او جملې پر نوي طرز لګېږي. د ژبې خلاقانه استعمال له شعره پرته ډېر نه شي لیدل کېدای چې هم دې یې جوړښت ښکلی وي او هم دې د اورېدونکي احساس ته د ناز نوکارې ور ولګوي، ځکه خو دا د حیراني ځای نه دی چې خلک د شعر تر تاثیر لاندې کېږي، نجونې او ښځې لا زیاتې ځکه تېرې اغېزمنېږي چې هغوی په بالقوه شکل تر نارینه عاطفي او احساساتي وي، دغه راز دا تمايل هم پکې زیات وي چې په خپل عاطفي قدرت او جمالياتي ظرافت شعر ته نقادانه غبرګون وښيي. البته دا خبره ډېره تعميمولای نه شو، افراد په ذوقي لحاظ متفاوت دي.
په اوسني عصر کې د شعر مخالفت هم مختلف دلایل لري. یو خو دا چې هرې زمانې ته ځان معاصر ښکاري او بیا د ماضي په تجربو کې د نفې او تاييد انتخابونو ته ملا تړي. د شعر د مخالفانو یو دلیل دا دی چې شعر ډېر انتزاعي شی دی او ډېره سخته ده چې په ماډرنه دنیا کې دې عملي استعمال ولري. ځينې نور بیا فکر کوي چې نور نو شعر نه ضروري دی او نه یو محبوب هنر. ځينې بیا دا وايي چې شعر داسې قالب دی چې په انسانو کې ډېره کمه فيصدي په هغه انداز خبره کولای شي؛ نو ځکه خو باید یو د لاسرسي وړ قالب د هغه ځایناستی شي. زموږ په ټولنه کې یې دوه ډوله خلک مخالف دي: یو، هغه شاعران چې اوس شاعري نه شي کولای او ښيي چې ګواکې د شعر د بېاهميتۍ له وجهې یې لاسي خوشې کړې ده. دا ډول شاعرانو ته ډاکټر درمل «وچ شوي شاعران» وايي. بل د هغو علومو مسلکیان چې په خپل مسلک کې چندانې ايجابي موضوعات او لاس ته راوړنې نه شي وړاندې کولای؛ نو د شعر په نفې او یا د شاعرانو د تجمعاتو په غندنه پیل کوي او په دې ډول هم ځان تسکینوي او هم یې له خلکو پټوي.
دغه دلایل که وګورو او شنو، تقریباً ټول داسې دي چې د شعر د وجود له منلو سره سره هم تطبيقېدای شي. مثلاً سره له دې هم یو سړی مقاله لیکلای شي چې د شعر وجود د یو هنري ژانر په توګه مني. زموږ په ديني حوزه کې هم د شعر د ملاتړ منصوصي حوالې شته او عملاً د اسلامي ادب په تاریخ کې د شاعرانو نومونه را نقل شوي دي. البته وروسته وروسته اکثرو مذهبي مبلغانو شعر د خاصو وضع شویو اخلاقو د تبلیغ د وسلې په توګه ستایلی دی، مګر پخپله د محمد صلی الله علیه وسلم په يوه حديث شريف کې د یوې بلیغې تشبیه په وسیله خاص حکمت بلل شوی دی: « إنَّ من الشِّعرِ حكمةً.» (الراوي : [بريدة بن الحصيب الأسلمي] | المحدث : الخليلي | المصدر : الإرشاد | الصفحة أو الرقم : 3/898 | خلاصة حكم المحدث : [الزيادة من] أبي تميلة يحيى بن واضح وهو صدوق مشهور.)