د یوشمیر افغان نجونو او میرمنو سملاسي مشاعره
غزل: مرسل احمدزۍ
زه له خپلې تلوسې درپسې راغلم
زندګۍ، له اندیښنې درپسې راغلم
زه له خپل تصویره ماته ماته غورځم
له ویشتلې آینې درپسې راغلم
نعيمه غني
څه په ورکو لارو لاړې مسافره
څه بې نښې نښانې درپسې راغلم
فرشته غني
په ځان نه ومه خبره، زړه میئن شو
پښې مې لوڅې تر کوڅې در پسې راغلم
آسيه محرابي
ته په سر دې کړه رباب خيالي مطربه!
زه په لى د ډهل تبلې درپسې راغلم
آمنه فنا
زما د اوښکو باران تم نه کړلې لاړې
په ژړا تر دروازې درپسې راغلم
نوشابه آشنا
تاکه هر څومره کول بغاوتونه
زه په مینه دردانې درپسې راغلم
عابده سپوږمۍ
ما د مينې په هر راز باندې خبر کړې
له هر لوري هر زاويې درپسې راغلم
سهيلا اصغري
تا په څټ نه راکتل نه دې ليدلم
زه په تېرې سلسلې درپسې راغلم
آمنه فنا
ستا تر غېږې رسېدل مې لوی مرام و
په سکروټو یبلې پښې درپسې راغلم
آسيه محرابي
پيشلمى په خوب ويده وې، وېښ مې نه کړې
روژه مات ته شونډې سرې درپسې راغلم
خالده فوجون
ته چې کله له تهمته ويرېدلې
مجبورنۍ نه زه د شپې درپسې راغلم
نعيمه غني
ای د وخت په غبارو کې ورکه یاره
زه له کومې زمانې درپسې راغلم
عابده سپوږمۍ
ته له خپلې خولې نه تېر شولې فنا شوې
زه په خپلې وعدې درپسې راغلم
سهيلا اصغري
تا په لاره مشالونه دي بل کړي
زه په پټه لکه غلې درپسې راغلم
عابده سپوږمۍ
ته سندرې وايه شور وکړه شرنګېږه
زه په ښکلې زمزمې درپسې راغلم
آسيه محرابي
راسئ وګورئ زموږ خوږې دېرې ته
خورې، مورې اې ترلې درپسې راغلم
آمنه فنا
ته وې تږی تږی تږی رانه تللی
زه څپې څپې څپې درپسې راغلم
نعيمه غني
ته سجدې ته عبادت ته مې معبود کړې
مخ مې ستون کړ له قبلې درپسې راغلم
آمنه فنا
بېلېدل مې درنه نه شي ای وجوده
لکه سیوری درپسې درپسې راغلم
نوشابه آشنا
لکه تنده کې سراب پسې شي منډه
سولې داسې بې اسرې درپسې راغلم
آسيه محرابي
ستا کتاب کتاب خبرو کې څه نشته؟
زه د عشق له فلسفې درپسې راغلم
حسينه وفا
ما د وخت څپو کې وبايللې ژونده
رانه تللې زمانې درپسې راغلم
نوشابه آشنا
ته یادونه د هوا په څپو راوړه
د ګلابو له پردې درپسې راغلم
آمنه فنا
په څادر دې راته اوښکې وچې نه کړې
په ژړا مې سترګې سرې درپسې راغلم
حسينه وفا
بې له تانه يتيمان واړه لفظونه
د غزلو خزانې درپسې راغلم
فرشته غني
شپه تياره ده زړه مې تا پسې تخنیږي
سپين ټټر له دريڅې در پسې راغلم
نوشابه آشنا
د هجران د تورو شپو ملنګ زړګیه
لکه ماتې آئینې درپسې راغلم
آمنه فنا
کاغزي بدن مې سوی د عشق اور دی
اوس اِیرې اِیرې اِیرې درپسې راغلم
فرشته غني
کلیوال راپسې بد وايې لګیا دي
ښه په کلکې ارادې درپسې راغلم
حسينه وفا
د سبا پلو کې پټ د زړه مرهمه
زخمي کړې يمه شپې درپسې راغلم
فرشته غني
ته وا دومره مينه کله پيدا کيږي
قسم خورم په سيپارې درپسې راغلم
نوشابه آشنا
که هر څو دی کړم ستومانه زما ژونده
لکه سیند څپې څپې درپسې راغلم
فرشته غني
نجونې ټولې ویدې شوي غم يې مکړه
ډېوې سترګې مې رڼې درپسې راغلم
خالده فوجون
په جادو ستا د لفظونو کې راګېره
نا خبره دې له دوکې درپسې راغلم
فرشته غني
تا چې دوې سترګې په بل کې خښې کړي
خود به درکړمه دوکې درپسې راغلم
حسينه وفا
د وختونو په زنځير کې وم تړلې
راياد شوې دې وعدې درپسې راغلم
ولوله عنايت ترکې
د پيزوان ډنډر مې مات ده ځم زرګر ته
وارخطا په دې پلمې درپسی راغلم
آمنه فنا
ای زما د لغوړنې مینې یاره
وهم چیغې او نارې درپسې راغلم
مهر تاج
زه پوهېږم چې باور کول دې پریښي
ای! د بلې زمانې درپسې راغلم
فرشته غني
فريادونه مې په ستوني کې وچ شوي
ځکه کړمه شوګيرې درپسې راغلم
حسينه وفا
د شاعرې ګوتې وچې شوې ويده ده
دومره ډېرې هديرې درپسې راغلم
سهيلا اصغري
څه تياره وه خوره شوې په کوڅه کې
مخ دې بلې کړې شغلې درپسې راغلم
آسيه محرابي
نور به هېڅ درته په خوله نه راوړم ياره
خير يو ځل که په ګېلې درپسې راغلم
فرشته غني
اندامونه مې سوځيږي سره غرمه ده
د بلۍ له کټارې درپسې راغلم
آمنه فنا
ها چې ځان دې رانه هېر کړ هغه ته وې؟
چې د زړه له دريڅې درپسې راغلم
سارا فوجون
لېوالتيا ستا د ليدو زړگي ته راغله
په يوه منډه لوڅې پښې درپسې راغلم
ولوله عنايت تره کې
تا ویل ته به مې تل د زړګي سر یې
دروغجنه په دعویې درپسی راغلم
فرشته غني
ګيلې مه کوه د دوو ورځو دنيا ده
محبت او حوصلې درپسې راغلم
ولوله عنايت تره کې
بیګنۍ شپه مې په خوب کې وې راغلی
په تعبیر د هغې شیبې درپسي راغلم
آسيه محرابي
ستا ليدو ته توره شپه په پټه راغلم
لکه غله له پسخانې درپسې راغلم
فرشته غني
تعبيرونه په خوبونو کې پورې نښلي
ځکه دغه يکشنبې درپسې راغلم
حسينه وفا
د انصاف لمن کې څه لرې نصيبه
وړم تر څو به جنازې, درپسې راغلم
نرګس صافي
روژه ماتی مې تيار مېړه ته کېښود
او زه بېرته خوارخوندې درپسې راغلم
درخانۍ
په ساتلو د وطن پسې چي تللې
د وجود تر دروازې درپسي راغلم
فرشته غني
آسمانونه له ژړاوو سټري شوي
په ما بلې سرې لمبې درپسې راغلم
حسينه وفا
کړې په تا مې ځوانيمرګې واړه هيلې
د ارمان تر غرغرې درپسې راغلم
درخانۍ
زما زړه وې, زما ساه وې, په همدې خو
د خپل ژوند تر دې دایرې درپسې راغلم
حسينه وفا
ما د سر سړي بايللي په ميدان دي
رانه ټيټې دي شملې درپسې راغلم
آسيه محرابي
ماته ماته رواجو کړمه نيمګړې
اخ ټوټې ټوټې ټوټې درپسې راغلم
آمنه فنا
یو سپېڅلی بغاوت مې زړه غوښتلو
ما کړې ماتې زولنې درپسې راغلم
سهيلا اصغري
څومره ليرې دې د مينې محل جوړ کړ
ستمېدلې او خولې درپسې راغلم
آسيه محرابي
مخامخ کتلې نه شې او شرميږې !
خوله مې واخله له اوږې درپسې راغلم
ولوله عنايت
ډېره خوندوره مشاعره وه، قلم مو مه تشېږه
ډېر لوړ لوړ بيتونه پکې ؤ عالی وه
د درنو خویندو ګلرنګو تعبیرو ته
زه په ویاړ جګې شملې درپسې راغلم
د درنو خویندو ګلرنګو تعبیرونو
زه د ویاړ جګې شملې در پسې راغلم
په قلم او په همت مو برکت شه !
ټینګ ملاتړ د پرګنې در پسې راغلم
د تورتم تورو تیارو ته رڼاګانو !
زه هم نور د یوې ډېوې در پسې راغلم
چې اختراو سوله دواړه یو ځای راشی
زه ېې هېلې اواسرې در پسې راغلم
ياره د ټولو په قلم او فانتازي او خيال مو برکت
تل پاتي اوسی.