جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکا، هند، ایران او ملګروملتونو د غني و عبدالله د هوکړې هرکلی...

امریکا، هند، ایران او ملګروملتونو د غني و عبدالله د هوکړې هرکلی وکړ

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه؛ د امریکا، هند، ایران او ملګرو ملتونو د افغانستان د ټاکنیزې لانجې د حل له امله ولسمشر غني او عبدالله ته مبارکي ویلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن ماښام ولسمشر غني او د مصالحې شورا رئیس عبدالله سره تلفوني تماس نیولی او دواړو مشرانو ته یې د سیاسي هوکړې مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د دواړو مشرانو تر منځ د سیاسي ناندریو له کبله پر ضایع شوي وخت افسوس کوي.
مایک پمپیو دواړو مشرانو ته د افغاني مذاکراتو پر لور له پوره ژمنتیا  سره د ګام اخیستلو لپاره د چمتووالي هرکلی هم ویلی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې ویلي، دوی تل په افغانستان کې د پیاوړي دولت، د قانون د حاکمیت او د ټولنیزې برابرۍ تر څنګ د افغانستان لپاره د سیمه ییزې خپلواکۍ ملاتړ کړی دی او دا هوکړه هم د افغانانو په خیر تمامېدل غواړي.

بلخوا جواد ظریف هم ولسمشر غني اوعبدالله سره تلفوني تماس نیولی او دواړو مشرانو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
همدا راز په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم د هوکړې د هرکلي تر څنګ دواړه مشران د افغانستان په لاره کې د راتلونکو خنډونو له منځه وړلو ته هڅولي دي.
د ولسمشرغني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه له دریو میاشتو لانجې وروسته بالاخره نن مازیګر لاسلیک شوه.

1 COMMENT

  1. سر له نن نه ډاکتر عبدالله نور خپل سری اوخیالي جمهور رئیس ندی.
    هغه له همدا نن نه وروسته جلالتمآب داکتر محمد اشرف غني دخپل ولسمشر په توګه قبول کړ .
    هغه به نور ګډوډي جوړه نشي کړای . د برښنا پایې به دهغه چریکان نه تخریبوي.
    که احیانا هغه خپل لجاجت ته دوام ورکړی وای نو د دولت او امنیتي قواووفکر به له ټالب ، داعش او پنجاب روزل شویو تروریستانو نه بلې خواته اوښتی وو.
    د حکومت وېش یو معمول کار دی ایکاش له نورو پښتنو مشرانوسره د وطن جوړوني لږ فکر وای لکه حکمتیار ، نبیل ، احدی او حاجی دین محمد . که دوی حد اقل د دوکتور اشرف غني بریا منلې وای نن به داسې وېش ته حاجت او ضرورت نه وو.
    د ملګرو ملتونو د سازمان ، اروپایی اتحادې ، ناتو او امریکا مخالفت اوملامتي دافغانستان له دولت نه لرې شوه . اوس د ټالبانو نوبت دی چې حقیقت قبول کړي.
    « ازماست که برماست » .
    ونې ویل که د تبر لاستې زما له ډډ نه نه وای ، نو ولې به تبر ماتولم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب