سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد قرنطیني سرغړونو له کبله هېواد کې د کورونا ناروغان ۶۶۶۴ تنه...

د قرنطیني سرغړونو له کبله هېواد کې د کورونا ناروغان ۶۶۶۴ تنه شول

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونوکې د کورونا ۲۶۲ مثبتو پېښو په ثبت هېواد کې د کووید ۱۹ په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۴ ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، زیاتې پېښې بیا هم په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې ثبت شوې دي.
نوموړی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه د روغو شویو کسانو شمېر ۷۸۴ ته لوړ شوی او د مړو شمېر یې ۱۶۹ ته رسېدلی دی.
بلخوا ډاکټران خبرداری ورکوي چې په لویو ښارونو کې د ګرځبندیز څخه سرغړونې او د قرنطین نرمول به د کورونا د لا خپرېدو لپاره لاره هواره کړي.

دمګړۍ په کابل، ننګرهار، مزار شریف، هرات، کندهار او څو نورو ښارونو کې په اعلان شوي او نا اعلان شوي ډول د قرنطین محدودیتونه نرم شوي دي او خلک د اختر د سودا لپاره بازارونو کې ازادانه تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ګڼو هیوادونو ویلي چې تر ډېره د قرنطین اقتصادي زیانونه نشي زغملی او له همدې کبله د پاکستان او ایران په شمول د افغانستان ګاونډیانو هم د ګرځبندیز پریکړه بیرته اخیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب