جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهپیپسي/ اجمل پسرلی

پیپسي/ اجمل پسرلی

نجلۍ د اوړو کڅوړه ځان ته نژدې کړه. مور یې د دې لاس شاته پورې واهه، غاښونه یې وچیچل خو د چادري شاته یې چیچلي غاښونه کله لور ته ښکاریدل. نجلۍ د ویالي خواته منډه کړه هلته یوه سړي د پیپسي ډبی واچاوه. دا د پلي لارې ترڅنګ  نژدې نیم متر ژورې ویالې ته ورښکته شوه. د پیپسي چیت اوسپنیز ډبی یې له یوې خوا بلې خوا سره سیخ کړ، ډبی یې خولې ته ونیو څو څاڅکي پکې پاتې وو هغه یې وڅښل. ډبی یې له غوږ سره وخوځاوه چې نور پکې شته که نه شته، بیا یې خولې ته ونیو ویې زبیښه، لکه همدا وچه ویاله همداسې وچ و. لاسونه یې د ویالې پر ژۍ تکیه کړل اوچته راوخته.

مور یې یوې ډلې ته د خیرات لپاره لاس ونیو. هغوی د نجلۍ لور ته وکتل.  ښځې اسمان ته کسي پورته کړل، بیا یې خپلې لور ته لاس وخوځاوه. دې یې لاس ته پام نه شو چې د چادري له لاندې یې د دې خواته خوځوي، ورغواړي یې. مور یې ورغږ کړل دې د موټر په هارنونو کې د مور غږ وانه وریده، د ویالې ژۍ ژۍ ته کوز سر روانه شوه، چې شاته یې مخ واړاوه د مور د کښیناستلو ځای نه ورښکاریده، خپلې مور ته په یوه ساه راورسیده، د هغې څنګ ته یې په خاورو کې پرلتۍ ووهله، مور وسکونډله:

-دا زیړ ویښته دې میراث شه اخر به دې په بلا سر شي

د نجلۍ مټ داسې سوی وکړ لکه مچۍ چې چیچلې وي، تندی یې تریو شو. مور یې د دیوال بیخ ته د سیورې خواته وڅکیده.

 د ویالې پورې غاړه یوه ځوان د پیپسي بوتل خولې ته نیولي و، نجلۍ ورپاڅیده. زلمی اړخ ته تنګي کوڅې ته واوښت دا پسې ورغله:

-خیر ماته لږ راکړه

زلمي شاوخوا سترګې وغړولې. له پلاستیکي کڅوړې یې بل بوتل راوایست، نجلۍ ته یې ونیو، دې وخندل، په لمر وهلي مخ کې یې شنې سترګې وځلیدې. ځوان د دې پر مخ یې لاس تیر کړ. دې شاته ټوپ کړل، لکه په اوبو کې ډوب شوی چې سر راباسي، سترګې یې رډې رډې راوختې، زلمي د پیپسي ډک بوتل پر مځکه کیښود  ژر ژر روان شو.

نجلۍ د خپلې مور خواته وځغاستل، د مور څنګ ته غلې کښیناسته. هغې د خیرات اوړه خپل بل اړخ ته تر چادري لاندې کړل. ویالې ته یوه هلک د پیپسي ډبی واچاوه. نجلۍ د مور خواته ورنژدې شوه، هغې پورې وهله:

-ډبی تش نه و ورو یې کیښود نه ورځې

نجلۍ خپله ژبه پر وچو شونډو لاندې باندې تیره کړه. مور ته په ناستو نوره ورجوخته شوه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب