جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرباران، کورمه، کوچی/ عبدالغفور لېوال

باران، کورمه، کوچی/ عبدالغفور لېوال

 هوا لنده ده،

د ځنګله له پاڼو څاڅکي څاڅي

او د زلمي کوچي په زړه کې اندېښنې بهیږي

لږ مزل نور پاتې دی،

ژوره ( کورمه )

                             د خورو لړو ترمنځ ښکاریږي.

کوچی په (لښته) پسې ډېر خپه دی.

***

لښته همزولو سره ناسته ده چمبه غږوي

په زړه یې خړې لړې غم وروي

لالا ! ټوپک اوګردنۍ دې ورک شه

چې د دتربرو بدي دې کورته راوړه

د لښتې مېنه په بدۍ سپېره شوه

(بدۍ) کې کورمې ته را ورکه لښته

اوس د ( کوچي) جانان بېلتون ته ژاړي .

***

ماښام راخور شو، لا کوچی روان دی

ژوره کورمه لویه

دلته او هلته څراغونه بل دي .

کوچی حیران دی ، چې شپه چېرته وکړي؟

لښته به چېرته وي او څه به کوي؟

په بدۍ ورک پلار به یې چېرې وي پناه اخیستې.

کوچی روان دی له پوښتنو سره

کوچی پرستړو اوږو وړي د ا ندېښنو پنډونه .

***

لښته چمبه غږوي، غاړې باسي

نن دنکریزوشپه ده

یوه خورلڼه له دې کلي نه ځي

لښته سندرې وايي :

(( له تورو غرونو پناه یاره

ستابه په یاد یم که به هېره یم مینه

کډې مې تورو غروته ولاړې

راپسې ژاړي، ستا دکلي چنارونه …))

لښته لګیا ده او سندرې وايي،

کوچی حیران چې شپه به چېرته کوي؟

هلته نکریزو کې ډېوې بلې دي

دلښتې رغوی سپین دی

دلښتې رغوی   دجانان دلاس تودوخه غواړي.

کوچي وطن ته لار په نښه کړله :

که نیمه شپه لښته راوتښوي

تر یوې ونې لاندې ، د یوې ګارې شاته

داسې ځای شته چې دوه مینو ته پناه ورکړي؟

خو، خدایزده لښته به د کورمې په کوم کلي کې وي؟

چا نه پوښتنه وکړي

دیوې ورکې مساپرې پېغلې؟

شپه را روانه ده، باران اوري

دکلي منځ کې څراغونه سترګکونه وهي.

او مساپر ، چېرته له لرې د واده زوږ اوري.

مساپر مسک شو، لږ یې دمه وشوه :

((د ولس واده دی، مساپرو ته ډوډۍ ورکوي،

شپه به جومات ته یوسم.))

په لوی انګړکې رڼاګانې ښوري

دنغري دود او د ښځمنو اواز

کوچي ګامونه تېز کړل.

اوس د چمبې اواز له ورایه اوري.

کوچی خوله شو، په باران کې خوله

پر زړه یې تېره بېره څړیکه شوله .

لږ سانیولی شو، او ولړزېده.

دلښتې خوږ اواز یې وپېژانده :

(( نری باران دی پاس پرلوړو یې وروینه

ژورې کورمې ته نصیب راوړې یمه

جانانه ! لاس راکړه چې دواړه سره ځونه ،

وه جانانه ! لاس راکړه چې دواړه سره ځونه … )

۱۳۹۴   سرطان   لسمه

3 COMMENTS

  1. واه واه!
    لېوال صاحب! عجبه جالب او نامي شعر دې لیکلی زما خو احساسات راپارېدل د بدن ورېښتان می ورته جګ جګ ودرېدل. بیخي نامی او انځوریز شعر دی واقعاّ چي انسان ته هغه صحنه ورته په سترګو کي نیغ دروي.
    ته دې ژوندی او قلم دې ګړندی اوسه

  2. ډير ښکلي شعر هم داستان دی هم انځور دی اوهم پهکې خيال دې اودومره قوي سسپينشن هم لري چې لوستونکي تر پايه له ځانه

    سره ساتي ۔ ډير ښکلي
    مانن ورځ دهمدې ښکل شعر په لوستلو پيل کړه شاعران بايد داسې شعر هست کړې چې نوی دونيا هي کې وي اوچی دا خوند ونه لري نو بيا دی ځان ته زحمت نه ورکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب