سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهکیسه/ هیله پسرلی

کیسه/ هیله پسرلی

هغه چاغ سړی چې مې ولید، د ۵ کالو مخکې خبره ده، د جولای وروستی ماښام و. د زاړه ښار په یو نسبتا ارزانه بار کې د سرو بیرو لوی ګیلاس ته تم وم چې تمام شي. په بار کې داسې څه نه ول چې پام ور واوړي. اوږد نری میز، څنګ په څنګ ایښې چوکۍ. په دیوال د چک د بیرو د کمپنیو نښانونه او د پراګ د فوټبال  کلپ سور بیرغ.

غنم رنګی چاغ سړی مې څنګ ته کښیناست. بار والا ته یې ویل: یو بیر، دوه بیره، درې بیره، څلور… بیر، بیر، بیر، بس راکوه یې.‌ ههههه

پل ګیلاس ته مې وکتل. تش و. بل مې وغوښت.

چاغ سړي په خندا وویل: یو بیر، دوه بیره، درې بیره، بیر، بیر، بیر.

ګډ مو سره وخندل.

ده وویل: ته پوهېږې،  د دغو بیرو لپاره مې نیل پريښی؟

ـ و مې پوښت: نیل؟

ـ زه د مصر یم. نیل زما له ښاره تېریږي. دغو بیرو دلته تم کړی یم ، ګنې نیل به سړی څنګه پریږدي. ته د پراګ یې؟

ـ نه د افغانستان یم

ـ افغانستااان،  ښه، ښه

ـ دلته درس ته راغلی وم ،بیا پسې پاتی شوم.

ـ ښه، ښه ،له رنګه لا مسلمان ښکارې.

سړي پیاله په سر واړوله. ما ویل ساه به یې بنده شي. ده لاس د بل ګیلاس لپاره اوچت کړ. ویې ویل: د چک بیر داسې دي لکه ښکلې نازکه نجلۍ، توپیر بس دا دی چې بیر ډیر ارزانه دي.

ههههه، سره ومو خندل.

سړي د خپل ښار کیسې شروع کړې. خپلې محلي ټوکې یې راته وویلې، بیا یې هره یوه تشریح کړه.

ده ویل:  زموږ د ښار نجونې تر پراګ والو ډیرې ښکلې دی. هغوی نور لري او په مینه پوهېږي.‌ دلته خلک یوازې ژوند کوي، هلته خلک مینه کوي…

چاغ سړي ډیرې نورې خبرې هم وکړې. نه پوهیږم تر څه پورې مې ورته دا کیسه وکړه: انا نومېده.‌ شنې سترګې، ژیړ، اوږده ویښتان، مهربانه وه، ښایسته وه، پوره ښایسته. په پوهنتون کې سره یو ځای وو. د یوې ازموینې لپاره مو ګډ درس ولوست، بیا سره ملګري شو. درې کاله سره یوځای وو.‌ ۳ کاله مو نوی کال، کریسمس، ایستر، د اونۍ هره رخصتي سره یوځای تېر کړل. انا مینه را زده کړه، ژوند یې را وښود، چکي ژبه هم هغې را سمه کړه…

چاغ سړي ګیلاس پر مېز کیښود، ویې ویل:

ـ بیا څه وشول؟

ـ هیڅ پرې مې ښوده. هغه وخت مې لا مور ژوندۍ وه. ما فکر کاوه که له چکۍ سره واده وکم رانه خپه به شي.

اصلا زه له اولې ورځې پوهیدم چې دا اړیکه  نه پایي، ما هسې سات تیراوه خو هغه ښکلې وه، ډیره. انا داسې وه لکه چا چې په خپله خوښه، په خپل لاس یوه مجسمه جوړه کړې وي. هغې ته به مې چې ویل مخکې تر تا مې له کومې نجلۍ سره یارانه نه وه ،سترګو به یې ځل وکړ، په مسکا به یې ویل، ښه نو زه دې لومړۍ مینه یم، لومړۍ…

همداسې هم وه. ما ګیلاس  په سر واړاوه.

چاغ سړي په عربی څه زمزمه شروع کړه.

ـ پوه نه شوم څه دې وویل؟

ـ شاعر وايي:

ګرانې!

ته لومړۍ یې!

ګلاب عطر له تا  پټ کړی،

مهرباني ستا په سترګو کې  لویه شوې

مسکا رخه ستا له شونډو زده کړې

ګرانې!

ته لومړۍ وې…

او زما مینه

زما له روحه وه زیږیدلې

لکه لومړی شعر

خو پرون چې مې خپل شعر لوست

ما ویل چا به وي لیکلی دا شهکار…

د سړي سترګې له اوښکو ډکې شوې، ویې ویل:‌ شعر نه ژباړل کیږي. لکه مینه چې نه ویل کیږي، که یې ووايي یو څه ترې کمیږي، یو مهم څه.

ده واین وغوښتل.

ما ورته کړل: بس نه دی.

ـ نن شپه یې څښم، ښه ډیر، د نیل په یاد.

ما ساعت ته وکتل. ښه نو ښه وخت.

ده خپل شعر بیا شروع کړ:

ګرانې!

ته لومړۍ یې!

ګلاب عطر له تا  پټ کړی،

مهرباني ستا په سترګو کې  لویه شوې

مسکا رخه ستا له شونډو زده کړې

ستا له شونډو، ستا له شونډو…

هغه چاغ سړی مې بیا و نه لید، کوښښ مې هم و نه کړ. د هر سړي په ژوند کې داسې کیسې شته چې غواړي یو چا ته یې وکړي. دا کیسې مهمې نه وي ځکه خو یې دوستانو ته نه کوو. زړه مو غواړي یو ماښام یې یو نا اشنا ته وکړو او کیسه ختمه شي.

هغه ماښام د جولای نرم باد ښه لګیده. زړه تش شوی وه، پوړېده خو د پراګ تنګو کوڅو تکیه کاوه.

پای

پراګ، د فبروري 17، 2019 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب