جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد مرکبو ويونو يوځای ليکل سم دي که جلا؟ - محمداصف احمدزی

د مرکبو ويونو يوځای ليکل سم دي که جلا؟ – محمداصف احمدزی

(پانګه وال) که (پانګوال)

مرکبې کلمې چې له دوو مورفيمونو څخه جوړې وي، د ليکلو بڼه يې به بېلابېلو ځايونو کې دوه ډوله تر سترګو کېږي؛ يوه بڼه يې داسې چې دوهم ويی يا وروستاړی له لومړۍ کلمې سره يوځای ليکي، لکه: وسلوال. بل ډول يې داسې دی چې دوهم ويی يا وروستاړی ترې جلا ليکي، لکه وسله وال.

دا چې د دغسې کلمو کوم ډول ليکل يې معياري او د ژبپوهنې له اصولو سره برابره ده، دلته تر خپلې وسې پرې بحث کوو، ترڅو يوې ګټورې پايلې ته ورسېږو.

کله چې يوه کلمه له دوو مورفيمونو جوړه وي، نو که لومړی مورفيم (اصلي لغت) په کانسوننټ ختم شوی وي، ورپسې د مورفيم وروستاړی ښايي ورسره يوځای وليکل شي، خو که لومړی مورفيم په واول پای ته رسېدلی وي، نو ښه داده چې يو له بل جلا وليکل شي، ځکه په ژبپوهنه کې يوه عامه قاعده ده چې وايي:

هغه اسمونه چې په خپل بنيادي جوړښت کې يې خجنه (a) په پای کې موجوده وي، دغه خجنه (a) يې نه حذفېږي، لکه: وسله+تون=وسله تون يا: زېرمه+تون= زېرمه تون. دغه راز په کلمو کې د فشار مسئله هم مهمه ده، که فشار د کلمې په پيل کې وي، کلمه يوځای او که په پای کې وي، کلمه جلا ليکل کېږي.

نو پورتنی اصل که مراعت شي، موږ به کوم فونيم له لاسه نه وي ورکړی، ځکه په لومړۍ قاعده کې موږ د لومړي مورفيم (اصلي لغت) او دوهم مورفيم (وروستاړي) ترمنځ کوم فونيم نه لرو، نو که يوځای وکښل شي، ستونزه نه پېښوي او بله دا چې په دغه ډول کلمو کې فشار په اخر کې نه وي، لکه: ولسوال، خوستوال، ښاروال، بهسودوال، ليکوال، خپلوان، روغتون، پښتونولي، کتابتون، ګډونوال، تلپاتې، پښتونولي، پښتونخوا، بنسټپال، ليکدود، مخنيوی.

خو په دوهمه قاعده کې چې د لومړي مورفيم (اصلي لغت) په پای کې (واول= a) موجود دی، نو د يوځای کښلو پرمهال به مو يو فونيم له لاسه ورکړی وي، خو که جلا وليکل شي، هم به مو فونيم ساتلی وي، هم به موږ د هغې کلمې تلفظ لوستونکي ته اسانه کړی وي او هم به مو د التباس مخه نيولې وي؛ بله دا چې د دغه ډول کلمو فشار هم په اخر کې دی، نو لازمه ده چې سره جلا وکښل شي، لکه: وسله وال، برخه وال، پانګه وال، سيمه ييز، کره کتونکی، سيمه وال، کامه وال، نشه يي، ښه والی، سوله مل.

د بېلګې په توګه که (وسله وال) يوځای وليکل شي، يعنې (وسلوال) شي، نو ځينې پښتو او ناپښتو ويونکي ښايي هغه په بله بڼه ولولي، کېدای شي د (وسله) کلمې (ل) ته غړوندی (سکون) ورکړل شي، نو معنا به يې بدلون ومومي.

پورتنی اصل موږ په اشتقاقي ويونو کې هم پلی کولی شو، لکه: ولسمشر، منځلاری، ليکلړ، ځانمرګی، لمنليک، لاسليک او داسې نور، چې لومړی مورفيم په کانسوننټ ختم شوی دی او که پای يې په واول شوی وي، نو بيا ښه داده چې جلا وکښل شي، لکه برخه ليک.

خو پوښتنه داده چې د (پوهنتون، روزنتون، پوهنځي، ژبپوهنه، لوبغالی، لوبغاړی…) کلمې ولې پيوست يا يوځای ليکل کېږي؟

د دې ځواب عمومي ژبپوهنه داسې ورکوي، چې: هغه اسمونه يا فعلونه چې په خپل بنيادي جوړښت کې په بې خجه (a) پای ته رسېدلي وي، کله چې ورپسې د (ځی، تون، يار، وال،) وروستاړي راشي، دغه بې خجه (a) حذفېږي، لکه: پوهنه+تون=پوهنتون، يا پوهنه+ځی=پوهنځی، همداسې پوهنوال، پوهنيار… هم درواخله.

دغه راز دلته د واولونو د غورځېدلو فونولوژيکي عمليه هم سرته رسېږې، چې همدغې ډول عمليې ته په فونولوژي کې سينکوب وايي. په سينکوب کې خجن واول ته څېرمه واول حذفېږي، مثلا په پښتو کې د (ځی، تون، وال او يار) وروستاړي په کلمو کې تر ټولو دروند خج اخلي، که د دغو وروستاړو د مخه د کلمې په اصلي او بنيادي جوړښت کې سپک او بې خجه واول موجود وي، نو د دغو خجنو روستاړو په راتلو سره حذفېږي، لکه:

Pohena+ tun = Pohanton

پوهنه + تون = پوهنتون

يا:

Pohena + zay = Pohanzay

پوهنه   + ځی = پوهنځی

يا:

Loba + Ghalay=Lobghalay

لوبه + غالی    = لوبغالی

نو د پايلې په توګه ويلی شو، له دې وروستۍ قاعدې پرته (لکه: پوهنتون، پوهنځی) نور ټول هغه مرکب او اشتقاقي ويونه چې لومړی مورفيم يې په واول ختم شوی وي، بايد له وروستاړي جلا وکښل شي او که په کانسوننټ ختم وي، نو باک نه لري چې سره يو ځای وليکل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب