Homeخبرونهکرزی: پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان بریدونه بند کړي

کرزی: پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان بریدونه بند کړي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۲۶مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د یادو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي نن شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان او پر افغانانو خپل بریدونه ودروي.

هغه لیکلي: « پرپکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه چې زموږ یوشمېر هېوادوال یې، د کرېکټ ځوانو لوبغاړو په شمول شهیدان او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندي. د دغو بريدونو له امله د شهیدانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»

کرزي یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې خپلو پالېسیو کې بدلون راولي او په وینا یې، له سره دې پرې غور وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه هېواد باید له افغانستان سره د نړیوالو اصولو پربنسټ، د دوستانه او متمدنانه اړیکو لاره خپله کړي.

پاکستان تېره شپه د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې پر ملکي وګړو د ډرون برید کړی چې له امله یې، ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کې د کرکټ سیمه‌ییز لوبغاړي او ملکیان شامل دي او ټپیانو کې هم ماشومان شته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....