شنبه, مې 4, 2024
Home+آناکارينينا د کمال مظهر / محب الله آرمل

آناکارينينا د کمال مظهر / محب الله آرمل

انا کارينينا د روسیې د لوی او پېژندل شوي ليکوال ليف نيکولايوويچ تولستوی (۱۸۲۸ – ۱۹۱۰)  دويم ستر او پېژندل شوی ناول (رومان) دی چې له ۱۸۷۳- ۱۸۷۷ پورې څلورو کلونو کې ليکل شوی، د دې رومان په اړه د روسيې يو بل پياوړی ليکوال داستايوفسکي وايي : (آناکارينينا د ليکوالي د يوه شهکار په توګه د کمال مظهر دی او د اروپا په معاصرو ادبياتو کې يې ساری نه ليدل کيږي) دا شهکار ناول په دې جمله چې (ټولې نېکمرغه کورنۍ يو بل ته ورته دي، هره بدرمه کورنۍ په خپل ډول بدمرغه ده) پيليږي، د رومان د پيل جمله د کورنيو له نېکمرغي او بدرغي غږيږي  او دغه رومان په اصل کې د نېکمرغه او بد مرغه کورنيو يو داسې په زړه پورې داستان دی چې له خوند او تلوسې سره سره په لسګونو په زړه پورې درسونه لوستونکي ته په خورا طبيعي او منطقي ډول ورکوي.

په دغه رومان کې يوه کيسه او څو کرکټر نه بلکې څو کيسې هم مهاله روانې دي، يانې ګرد سره ټولنه پکې خوځيږي را خوځيږي، د ډولي او ستپان ارکادېچ کيسه، د انا کارينينا، ورنسکي او ستيپان الکساندروويچ د ژوند لوړې ژورې، د لوين او کيتي د مينې او سپېڅلي عشق داستان، د هغه وخت د روسې سياسي، مذهبي، اقتصادي، فرهنگي،کورنۍ او ټولنيزې پېښې، چې له لوستو وروسته يې شايد فکر وکړئ چې د آتلسمې پېړۍ په روسيه کې اوسېدلي ياست، شايد احساس کړئ چې دغه هرڅه مو په خپلو سترګو ليدلي او آن لمس کړي، دا ناول له نن ۱۴۷ کاله وړاندې ليکل شوی او د روسي ټولنې د اجتماعي ژوند ژوندۍ هېنداره ده، د دغه ناول پيل ممکن د لوستونکي لپاره سخت وي خو که يې لږ تر لږه سل مخه ولولئ داسې به مو جذب کړي چې بيا به يې تر پايه په خورا خوند لولئ، د دې کار يو دليل دا دی چې رومان کې لوبغاړي زيات دي، پېښې پکې ګڼې او څو کيسې پکې هم مهاله روانې دي، تر هغو چې د لوبغاړو له خوی او خصلت سره بلدېږئ لوستل يې ستومانونکي دي خو چې د موضوع تل ته کوز شئ يو دم په زړه پورې کيږي.

دا شهکار رومان حقدار ليکوال او کره کتونکي لطيف بهاند ژباړلی، ښاغلي بهاند د کتاب په ژباړه کلونه کار کړی او اساسي مساله دا ده چې له اصلي ژبې يې پښتو کړی، د کتاب پر ژباړه ځينې نيوکې شته چې د ليکنې په پای کې به يې، د ناول له نورو ځانګړونو سره يادې کړو، اوس به د ناول لنډيز ته راشو.

د رومان لنډيز

اناکارينينا د ستيپان ارکادېچ خور او له ځانه د شل کاله مشر ستيپان الکساندروويچ بې سارې ښکلې مېرمن ده چې له الکساندروويچ سره تر آته کاله ګډ ژوند وروسته په ورنسکي مينېږي، انا له ورنسکي سره لومړی ځل هغه وخت مخامخېږي چې له پېترزبورګه مسکوه ته روانه وي څو د خپل ورور ستيپان ارکادېچ او ورېندارې ډولي ترمنځ شخړه هواره کړي، انا مسکو ته په لاره اورګاډي کې د ورنسکي له مور سره ملګرې وي او په تمځای کې ورنسکي چې د مور چوپړ ته ورغلی مخ کېږي او د هغه د څهرې جادو پرې د مينې جال غوړوي، دويم ځل يې د شېرباڅکيانو د کورنۍ په يوې مېلمستيا کې ويني، چې تر دې ليدنې وروسته په ځان کې د ژور بدلون احساس کوي، د اناکارينينا خاوند د بهرنیو چارو وزارت يو لوړ پوړی چارواکی دی او له انا سره ډېر محترمانه خو غير مينه ناک او سوړ چلند لري، انا چې د خپل خاوند له دغسې بې مينې برخورد ناراضه وي د ورنسکي د مينې په جال کې يې لاس و پښې بنديږي او فکر کوي چې تېر ژوند يې له خاوند سره بې مينې او بېخونده تېرشوي.

لوين چې ډېرې ځمکې او بزګران لري او وروڼه يې څوک شرابيان او څوک له کليوالي ژوند او ځمکو زړه توري دي غواړي ګډ ژوند ولري او داسې مېرمن يې آرزو ده چې له ده سره د ژوند په چارو کې همکاره او پام پرې وکړي د دغه رومان بل په زړه پورې لوبغاړی دی (البته د لوين په اړه د دغه داستان کرکتونکي وايي چې خپله تولستوی دی) لوين په کيتي له زړه مين وي اؤ هغه يې د خيالونو شهزادګۍ وي، کيتي چې د شېر باڅکيانو د کورنۍ کشره شهزاد ګۍ ده د مور په مداخله او د هغې په خوښه د لوين د واده وړانديز ردوي، د کيتي مور غواړي چې لور يې بايد له ورنسکي سره چې لوړې نظامي زدکړې، ښه ځواني او زيات جایدادونه لري  واده وکړي، د کيتي هم ليوين خوښ وي خو ورنسکي چې کله په اناکارينينا مينېږي کيتي د کمتري او پښېماني احساس کوي چې ولې يې د خپل زړه و نه منله او د لوين غوښتنه يې د مور په خوله رد کړه، دغه احساس ورو ورو ورته رواني ستونزې پيدا کوي، د کيتي ناروغي جدي کيږي او کورنۍ ته يې ډاکټران مشوره ورکوي چې بايد تفريح وکړي او خوشاله وساتل شي. د کيتي کورنۍ تصميم نيسي چې اېټاليې ته لاړشي، دوی اېټاليې ته ځي او څه وخت پس د کيتې حالت ښه کيږي او بيرته روسيې ته راګرځي.

بلخوا ورنسکي چې د آنا کارينينا د مينې په لوبه کې بند دی، له نظامي مسايلو پام آنا ته اوړي او آنا هم ورو ورو له موجوده ژوند او خاوند زړه تورې کيږي.

دا وخت د آنا يو زوی هم وي چې سريواژ نوميږي د کارينينا زوی يوازينۍ ستونزه وي چې آنا ته دا وريادوي چې ميړوښه ښځه ده او نه ورسره ښايي چې خپل ژوند په خپله په لغته ووهي. مګر له دې ټولو سره له ورنسکي سره ملاقاتونه کوي، خاوند يې که څه هم په دې يارانه پوهېږي خو هېڅ عملي اقدام نه کوي، الکساندرووېچ فکر کوي چې انا به له دې ناوړه کار لاس واخلي، دی په انا ځينې بنديزونه لګوي، له کوره يې بيرون نه پرېږدي او د کور نوکرانو ته وايي چې ورنسکي هېڅ وخت کور ته پرېنږدي.

اناکارينينا يوه ورځ د آس لوبو سيالۍ ته ځي چې ورنسکي هم پکې د لوبغاړي په توګه برخه اخلي او بدمرغي دا وي چې د ورنسکي آس لويږي او ورنسکي زخمي کيږي، دا پيښه په آنا بد تاثير کوي او د ورنسکي په اړه يې ذهن لا بوختيږي چې بالاخره خپل خاوند الکساندورويچ ته د خپلې مينې له راز پرته پورته کوي، دا الکساندرووېچ يانې خپل مېړه ته وايي چې نور ترې زړه تورې ده او له ورنسکي سره مينه لري، الکساندرووېچ د انا په خبرو نه احساساتي کيږي او پټه خوله يې اوري، خو ورو ورو يې دا خبرې ذهن بوختوي، الکساندرووېچ د انا په بايللو دومره خپه نه وي لکه د خپل حيثيت او مقام په بربادي چې مايوسه وي، دی فکر کوي چې که انا ترې لاړه شي په بهرنيو چارو وزارت کې به خپل باور له لاسه ورکړي، خلک به ده کې وغږيږي او ورو ورو به په عادي کس بدل شي.

د انا او الکساندرو وېچ د ژوند دا ترخې شپې ورځې د روحي او وجداني عذابونو په تيارو کې رواني وي تر دې چې آنا يوه ورځ هرڅه پريږدي او پرته له طلاقه له ورنسکي سره تښتي، دوی اېټاليې ته ځي، هلته يو کور په کرايه نيسي يو بې هدفه او پوچ ژوند پيلوي چې دواړه ترې خوښ نه وي، ورنسکي په انځور ګري لاس پورې کوي او انا چې اکثره وخت په کور کې وي په اندېښنو ژوند کوي، دا د خپل نامعلوم راتلونکي غمونه له روحي کړاو سره لاس و ګرېوان کوي، چې بالاخره درې مياشتې پس بېرته مسکو ته راګرځي او له ټولو خپلوانو پټ يو کور نيسي يوازې نامعلوم ژوند ته دوام ورکوي، بلخوا ورنسکي چې د ځوانۍ هوا يې په سر کې ده د خپلو هيلو د رژېدو او له انا سره بوختېدو ته اندېښمن وي، دی اکثره وخت له کوره وزي له خپلو يارانو سره د نڅا په مجلسونو او هوټلونو کې ملاقاتونه کوي، آنا ته د ورنسکي دا کارونه هېڅ په زړه پورې نه وي، دوی ځينې وخت له يوبل سره دعوې دنګلې کوي او دواړه ځانونه د يوبل قربانيان ګڼي، فاجعه هغه وخت را منځته کيږي چې د ورنسکي او آنا کورنۍ له دوی دواړو سره اړيکې پرېکوي او ورته وايي چې تاسې د شرم کار کړی چې کله دا شرم له منځه يوسئ بيا به ګورو.

بلخوا ليوين او کيتي يو ځل بيا يو بل سره ويني او د دويم ځل لپاره هڅه کوي چې له يو بل سره ګډ ژوند پيل کړي، دوی دا ځل له يو لړ منډو ترړو پس په دې توانيږي چې واده وکړي، دوی تر واده ورسته کلي ته ځي ليوين په خپلو ځمکو کې کار کوي او کيتې د کور کارونه سمبالوي. د دوی ژوند په مزه مزه روان وي او د ښه راتلونکي لپاره زرګونه هيلې پالي.

انا او ورنسکي څه وخت وروسته په مسکو کې هم تنګيږي او کلي ته ځي چې چېرته چې د ورنسکي پلارني جايدادونه او کورونه دي، هلته يو څه وخت آرام وي، ورنسکي آنا ته وايي چې که غواړو بهتره ژوند ولرو بايد له مېړه طلاق واخلې خو انا په دې خاطر چې زوی به يې څنګه کيږي دې کار ته زړه نازړه وي، دلته هم د دوی وضعيت بدې خواته ځي ورنسکي چې ښار ته لاړ شي په شپو شپو نه وي دا شان يوازيتوب په انا خورا بد تاثيرات اچوي چې اکثره وخت له ځان سره په خبرو بوخته وي، خوب يې غير منظم کيږي او د ويده کېدو لپاره مورفيم استفاده کوي، آنا د خپلې وړې لور چې د څو مياشتو ده هم پروا نه لري او د نوکرې په غاړه کي يې ور اچولې وي.

ورو ورو د دوی دواړو ترمنځ ناندرۍ را منځته کيږي او کيسه ورځ په ورځ خرابيږي، د آنا خوبونه تښتې د مورفيمو زياته استفاده يې د معتادي سرحد ته رسيږي، ستونزه هلته لا پسې غټيږي چې السکاندرووېچ د طلاق په مساله کې ځنډ کوي، دی له دې کاره دا موخه لري چې له انا انتقام واخلي او هغه پدې کار داسې پېښمانه کړي چې ټول عمر يې ياد وساتي، خو آنا په داسې نقطه ولاړه وي چې نه مخکې تلل ورته ممکن ښکاري او نه شاته ګرځېدل.

يوه ورځ آنا چې ورنسکي مسکو ته تللی وي کور کې تنګيږي، ورنسکي ته تلګراف ليږي خو ځواب نه تر لاسه کوي، مايوسه کيږي او دافکر چې له پخوا ورسره پيدا شوی چې نور ورنسکي ته د پخوا په شان ګرانه نه ده ذهن کې اړوي را اړوي او حالت يې لاپسې خرابيږي، نوکر ته امر کوي چې د ريلګاډي تمځای ته يې ورسوي، بګۍ ته پورته کيږي او پرته له دې چې فکر وکړي چېرته؟ په څه پسې روانه ده؟ حرکت کوي، ګاډي کې تصميم نيسي چې مسکو کې به ورنسکي پيدا کوي او ورته وايي به چې ولې يې د ليک ځواب نه دی ورکړی له دې سره به ځينې نورې پوښتنې هم ترې کوي. کله چې له رېلګاډي پلې کيږي يو ځل بيا ترې هېريږي چې دلته څه ته راغلې او څه بايد وکړي، همدې شېبه کې يو بل رېلګاډی ويني چې د دوی خواته چټک را روان دی، آنا ته يوه پخوانۍ صحنه چې کله د ورور او ورېندارې ترمنځ د شخړې حل ته راروانه وه يوه کس د رېلګاډي سينې ته ځان اچولی، خودکشي يې کړې او خلک يې حيران کړي ول ذهن ته ورځي، همدې شېبه کې رېلګاډی را رسيږي او آنا يې مخې ته ځان ور غورځوي.

د انا تر خودکشي وروسته ورنسکي ځان نشي بښلی او له ژوند مايوسه کيږي، دی په ډېر شوق د سربستان جګړې ته ځي او بيا يې پته نه لګي، خو کيتې او ليوين چې واده يې په احساساتو نه بلکې په منطق او هيلو کړی د زوی خاوندان کيږي نېکمرغي تر لاسه کوي.

د رومان پيغامونه

۱ ـ کورنۍ

کورنۍ د ټولنيز ژوند بنسټ جوړوي، دا هغه ځای دی چې ټولنې ته انسانان ورکوي، دا ځای که آرام او منظم وو توليدات به يې لوړ کيفيت ولري خو که کورنۍ بې نظمه او له ستونزو ډک وه ټولنې ته سالم اشخاص نشي وړاندې کولای.

مشهور مقوله ده چې د يوې ټولنې د تباهي درې لارې دي، کورنۍ بدمرغې کړئ، پوهه تر باغونو واړوئ او الګوګانې ذليلې کړئ، د کورنۍ د نړولو لپاره د مورنقش خراب کړئ، داسې کار وکړئ چې مو په خپل ځان لعنت ووايي، هغه بندي او بېسواده کړئ، د معارف د ختمولو لپاره د ښوونکي مقام په لغته ووهئ او د روشنګري د خاموشولو په پار عالمان بې اهميت او له صحنې لرې کړئ.

تولستوی په آنا کارينينا کې د خپل قلم جادو د نېمکرغه او بد مرغه کورنيو داستان ته وقف کړی، ليکوال په خورا عملي ډول د بدمرغه کورنيو نقشه باسي، کورنۍ څنګه نظم له لاسه ورکوي او څنګه په ستونزو کې ښکېليږي؟ دا هغه پوښتنه دي چې په رومان کې يې مفصل ځوابونه موندلی شئ.

۲ ـ ټولنه

موږ مخکې وويل چې په رومان ۱۴۷ کالونو وتلي، يوه نيمه پېړۍ وړاندې روسيه څنګه وه، هلته ټولنيز ژوند په کومو فرهنګونو ولاړ و؟ د خلکو اړيکې له يو بل سره څنګه وې؟ د دوی د واده او نورو دودونو ډول څنګه وو ؟ دا او دېته ورته پوښتنې هم په دې رومان کې ځوابيږي، او لوستونکی د خپلې ټولنې پرتلې ته وربولي.

د هغه وخت روسي ټولنه راته وايي چې پوچ ژوند، له اصولو سر غړونه، د نورو حق تر پښو لاندې کول او د خپل خوښې لپاره د نورو بد مرغه کول ټولنه څنګه کشمکش ته ټېل وهي.

۳ ـ د ناول ادبي ارزښت

آناکارينينا رومان نږدې ۱۶۰۰ مخونه لري، د دومره اوږده داستان ليکل او د کيسې داسې غزول چې لوستونکی پو نشي چې په لوی لاس اوږد شوی، داسې صنحې راوړل چې تکرار نه وي او داسې ډيالوګونه چې بې ضرورته نه وي، د شاوخوا سل کرېکټرونو تر منځ نظم ساتل او بيا خپل فکر او پيغام پکې اچول يوازې د تولستوی غوندې لوی ليکوال کولای شي.

د تولستوی دا داستان راته وايي چې ليکوال بايد قاضي نه وي، په رومان کې ليکوال قضاوت نه کوي، بلکې د لوبغاړي شخصيت، عمل او کردار داسې ترسيموي چې لوستونکی خپله پوهېږي چې څوک څنګه دي.

په رومان کې بله په زړه پورې نقطه د لوبغاړو د رواني وضعيت تشريح ده، د پېښو تر شا پټ تاثيرات چې لوبغاړو کې را پيدا کيږي او د هغوی روان ته ضربه رسوي خورا منطقي احساسيږي، د وجدان عذاب پکې خورا ښه تشريح شوی او د پوچ ژوند بوږ نوونکي نتايج لوستونکي ته لوی درس ورکولای شي.

په رومان کې کرکټر، صحنې، ډيالوګونه، تلوسه… هرڅه په زړه پورې دي، لوستونکی ممکن داسې فکر و نکړي چې دا يوه واقعيي کيسه نه ده.

البته د يوې خبرې يادول ضروري دي، اکثره کرکتونکي د تولستوی په اړه وايي چې ځينې وخت له موضوع وزي فلسفې غږوي خپل فکرونه بيانوي يا غواړي په دې ډول ځينې پيغامونه انتقال کړي، دا مساله په آناکارينينا رومان کې هم شته ځينې پاراګرافونه او برخې داسې هم پکې راځي چې نه يې لوستل خوند کوي او نه د زړه غواړي چې ټوپ ترې واچوې، لکه تولستوی چې تر لاس نيولی وې روسيه درباندې وينې خو ځينې وخت د کېنوي او روشنګري درته شروع کړي يا نصحت درته را پيل کړي.

۴ ـ د ناول ژباړه

د استاد بهاند په دې او نورو ژباړو پراخې نيوکې شوې دي، دا چې نيوکه آسانه وي هرچا کړې او کمو کسانو دېته فکر کړی چې د دغه ژباړو ښېګڼې زياتې او که عيبونه ډېر دي، ۱۴۷ کاله پخوانی روسي متن ژباړل زما په فکر آسانه کار نه دی، بيا له داسې ژبې چې دونيم درې لکه لغات لري يوې داسې ژبې ته ژباړه چې ټوله لغوي پانګه يې لکه يو نيم لک وي.

البته آنا کارينينا رومان پښتو ژباړه ټايپي غلطۍ او  ګونګې جملې لري، ځينې ځايونو کې آن د کرکټرونو نومونه هم ترې ګډوډ شوي، يو بل مشکل يې دا دی چې ورته کليمې په لنډو فاصلو کې اکثره وخت دومره تکرار شوې دي چې لوستونکی خسته کوي، ځينې ځايونو کې د لوبغاړو د نومونو پر ځای د ضميرونو کارولو (هغه، هغې، هغوی) هم بېخوندي جوړه کړئ، رومان کې کرکټر زيات دي او دا چاره له لوستونکي د تفکيک پروسه ګډوډوي، د ژباړې يو بل مشکل بيا (نيولوګيزم) يا نوي لغات دي، لکه (انځورنه، لټنه، ستاينيز، ګونځمن، غاښول، ښايل) دا او دېته ورته ډېر نورو لغات داسې پکې شته چې ماته پکې نوي ښکاره شول که څه هم چې (انځورنې) ته رسامي يا (لټنې) ته پلټنه يا لټون کلمې لرو.

په ټوله کې ژباړه له کميو سره سره عالي ځکه ده چې يو خو له اصلي متن شوې، بل متن ډېر پخوانی دی، له بل  لوري متن خورا اوږد دی، کله چې د ژباړه سختي ته ګورو استاد بهاند ريښتيا هم چې له خپلې ژبې سره مينه لري او کنه دا دومره ستر کار هېڅوک هم بې مادي ګټې نشي کولای، د استاد په عمر د برکت وي چې پر موږ يې د نړۍ د خورا سترو او مشهورو ادبياتو د پښتو لوست لورينه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب