شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راواستول

ایران او پاکستان زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راواستول

تاند (دوشنبه، د ثور ۳ مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (دوشنبې) وویل، له ایران څخه ۲۶۰۰ ایستل شوي افغان کډوال پرون او وړمه ورځ هیواد ته راغلل.

د دغه وزارت پر اساس، دا کډوال د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې له پاکستان څخه هم لږترلږه ۶۷۰ کډوال پرون (شنبې) هیواد ته راغلل.

پاکستان د اپریل له دوهمې نېټې څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی.

د کډوالو چارو وزارت په وینا، پرون د سپین بولدک او تورخم له لارو ۱۲۵ کورنۍ، چې ۶۷۰ تنه پکې شامل وو، هیواد ته راستنې شوې. د هغو په منځ کې ۳۸۹ د سپین بولدک او ۲۸۱ تنه  د تورخم له لارې راغلل.

د اکتوبر له میاشتې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی تراوسه شاوخوا ۶ لکه افغان کډوال له دغه هیواده افغانستان ته راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب