شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: ۴ میلیونه افغانان په شدیده خوراځواکۍ اخته دي

د خوړو نړیوال پروګرام: ۴ میلیونه افغانان په شدیده خوراځواکۍ اخته دي

تاند(دوشنبه، د ثور ۳ مه) د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د څه باندې درې میلیونه ماشومانو په ګډون څلور میلیونه افغانان له شدیدې خوراځواکۍ ځوریږي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر اساس، د ۲۰۲۳ له نوومبر څخه د ۲۰۲۴ تر مارچ میاشتې پورې نژدې ۱۵ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانان د خوراکي موادو له شدید کموالي سره مخامخ دي خو د هغو په منځ کې څلور میلیونه له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، په څلور میلیونه خوارځواکۍ اخته کسانو په منیځ کې بیا ۳ میلیونه او ۲۰۰ زره تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، سږ کال (۲۰۲۴) به ۲۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګروملتو د دې ادارې پر اساس، وروستیو ورښتونو په افغانستان کې د خلکو ستونزې لا ډېرې کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او له دې سره اندېښنه ده چې د لکونو نورو کډوالو راستنېدا به په افغانستان کې د خوارځواکۍ او اقتصادي فقر ستونزه نوره هم ډېره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د نوومبر له میاشتې راهیسې یې له پاکستان څخه له څه باندې ۶ لکه ۶۰ زره رستنو شویو کډوالو سره یې مرسته کړې ده.

1 COMMENT

  1. زه هم د دغی معصومی ماشومی عکس او حالت ډیر خفه او ودردولم. او بیا د ورور غمجنی تبصری چه واقعآ د ماشومی په حالت یی د خپل زړه د کومی فریاد او آه ویستلی دی، زما زړه لا ډیر ودردولو.
    د ورور تبصره یوه جمله ده خو د دغی جملی څخه کتابونه لیکل کیږي.
    ډیره مننه ورورجانه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب