څېړندوی ضياءالحق سیند
د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبپوهنې څانګې علمي غړی
لنډیز
څرنګه چې فونیټیکس او فونیمیکس د ژبنیو څېړنو لومړنۍ پوړۍ دي، چې فونیټیکس ګړني اوازونه (Phones) په مجرده بڼه مطالعه او فونیمیکس بیا ژبني ارزښتناک غږونه (Phonemes) له مانیزو کلمو سره د ارتباط په ترڅ کې څېړي. د پښتو ژبې په ګڼو آثارو کې د فونیټیکس او فونیمیکس موضوعات او اصطلاحات مغالطه شوي دي، په دې څېړنه کې همدغه علمي مغالطې په ډاګه شوې او څېړل شوې دي. په معتبرو حوالو دا په ډاګه شوې ده، چې فونیټیکس او فونیمیکس یوه پوهه نه ده او نه هم د فونولوجي دوې څانګې دي؛ بلکې دا هره یوه د غږ د مطالعې ځانګړې کړنلارې لري، چې د هغې په ترڅ د دغو دوو پوهنو مطالعه تر سره کېږي او نه هم فونیمیکس له فونولوجي څخه جلا پوهه ده؛ بلکې دا دوه معادل اصطلاحات دي. د دې څېړنې مواد د فونیټیکس او فونیمیکس په برخو کې د تېرې نیمې پېړۍ پښتو ژبپوهنیز آثار دي، چې په دې برخه کې (۲۱) تالیفي او څېړنیز آثار د فونیټیکس او فونیمیکس د مفهومونو او اصطلاحاتو د مغالطو په برخه کې تحلیل او نقد شوي دي. په دې څېړنه کې دا په ډاګه شوې ده چې په اکثره پښتو ژبپوهنیزو آثارو کې فونیټیکس او فونیمیکس موضوعات لکه څنګه چې په کار ؤ نه دي سره جلا شوي او ډېر ځله یو په بل کې مطالعه شوي دي، چې د پښتو ژبپوهنې ځوان لوستونکي یې په شک کې اچوي دي. موږ په دغه څېړنه کې لومړی په لنډه توګه فونولوجي، فونیمیکس او فونیټیکس د کورنیو او بهرنیو ماخذونو څخه په استفادې معرفي کړي دي، بیا مو د شوې معرفۍ پر اساس پښتو ژبپوهنیز آثار ارزیابي او نقد کړي دي او د هر اثر مغالطه ټکي مو ښوولي دي او بلاخره دغه څېړنه په ډېره ښه توګه لوستونکي د فونیټیکس او فونیمیکس په علمي اصطلاحاتو، د هغو په کاري ساحو او په پښتو ژبپوهنیزو آثارو کې د دغو اصطلاحاتو او پوهنو پر راغلو مغالطو پوهولای شي.
کلیدي کلمې: فونیټیکس، فونیمیکس، فونولوجي، پښتو ژبنیز آثار، مغالطې.
پېژندنه
پوهان ژبه د یو لړ ارزښتناکو غږونو نظام ګڼي، چې انسانان یې د خپلو غږیزو غړو په وسیله له خپلو خولو څخه راوباسي او په خپل منځ کې پرې رابطه ټینګوي. د وینا د غږونو بحث د ژبپوهنې په دوو برخو فونیټیکس او فونیمیکس کې کېږي، په دې اړه د پوهندوی نوراحمد شاکر په «ژبنۍ څېړني» کې راغلي دي: «فونیټیکس او فونیمیکس د ژبپوهنې دوې څانګې دي، چه په هغوی کې د ژبې آوازونه مطالعه کیږي. نو د دې له امله دوی یو له بل سره نژدې اړېکي لري. مګر ځکه چه په فونیټیکس کې د آوازونو یو اړخ او په فونیمیکس کې د آوازونو بل اړخ تر څېړنې لاندي نیول کیږي نو ښایي چې دا دوې څانګې یو له بله بېلې سره وساتلی سي او د هغوی موضوعات یو له بله سره ګډ نسي.» (شاکر، ۱۳۵۰ل، ۲۷م) فونیټیکس د وینا د غږونو غږیزغړي، د غږ فزیکي ساختار او د اواز درک څېړي او د اوازونو له معنایي ونډي سره یې کار نه لري؛ خو فونیمیکس بیا یوازي ارزښتناک غږونه (فونیمونه) څېړي (زیار، ۱۳۶۲ل، ۶۲م)، د کوم غږ په وسیله چې په معانیزه کلمه کې تغیر پېښېدلای شي.
د لاسته راغلو معلوماتو پر اساس د انساني غږونو هغه مطالعه، چې نن یې ژبپوهنه فونیټیکس بولي د لومړي ځل له پاره په شرق کې د نن څخه ۲۵۰۰ کاله پخوا (۵مه م.ز پېړۍ) کې د پاڼیڼي ایجاد دی، هغه په خپل ګرامر کې د سانسکرېټ ژبې غږونه په علمي بڼه تشرېح کړل، خو دغه پوهه وروسته په شرق او غرب کې تر ۱۸مې پېړۍ دودیزه پاتې شوه، یعنې علمي تشریحي اړخ یې ورک وو. (تږی، ۱۳۴۵ل، ۱-۴م)
فونولوجي یا غږپوهنه د ۲۰ز پېړۍ په لومړیو کې د تشریحي او جوړښتي ژبپوهنې په چوکاټ کې مطالعه شوه خو د ۲۰ز پېړۍ له نیمایي څخه وروسته د بېلابېلو ژبپوهنیزو مکتبونو او نظریو د خپلو لیدلورو پر اساس تعقیب کړه، چې د بېلګي په توګه یې د نوام چامسکي د زېږدنده نظریې «Genitive linguistic» پر اساس تولیدي فونولوجي «Genitive phonology» ولیکل شوه. خو تر دې دمه په پښتو ژبه کې اکثره ژبپوهنیزې څېړنې د دوسیسور د تشریحي او جوړښتي نظریې او یا د پراګ ژبپوهنیز مکتب پر اساس شوې دي (زیار، ۱۳۵۷ل، ۸م) او د نورو ژبپوهنیزو مکتوبونو او نظریو لیدلوري لا زموږ څېړنو ته نه دي داخل شوي؛ نو موږ دغه بحث د پراګ ژبپوهنیز مکتب او د دوسیسور د ژبپوهنیزې نظریې پر اساس نقد او مطرح کړی دی.
د څېړنې اهمیت او موخه
په دغه څېړنه کې د پښتو ژبې په آثارو کې د فونیټیکس او فونیمیکس (فونولوجي) د اصطلاحي او مفهومي مغالطو نقد شوی دی، چې ډېر دغه ډول آثار نن هم زموږ د ډېرو پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو د تدریس او څېړنیزو سرچینو په لومړیتوبونو کې محسوس دي؛ نو لازمه وبللای شوه، چې دغه مغالطې رابرسېره شي او په دغه برخه کې د لا نورو علمي مغالطو مخه ونيولای شي؛ تر څو د ژبپوهنې ځوان زدهکوونکي او د دې برخې مؤلفین د مغالطو له تکرار څخه په امان کې پاتې شي او په راتلونکي کې د دغه ډول موضوعاتو پر وړاندي ډېر حساس وي او له بلې خوا په نقد شوو آثارو کې د بیا چاپ پر مهال دغه علمي تېروتنې سمې شي
تېرو آثارو ته کتنه
په پښتو، پاړسي، انګلېسي او نورو ډېرو ژبو کې د فونیټیکس او فونولوجۍ (فونیمیکس) په برخه کې ګڼ شمېر تیوریکي او تطبیقي څېړنې شوې دي، خو دغه موضوع چې د پښتو ژبې په ځینو آثارو کې د فونیټیکس او فونیمیکس مغالطو ته ځانګړې شوې ده، په خپل ذات کې بېخي نوې ده او تر دې دمه زما د معلوماتو پر اساس کومه څېړنه نه ده شوې. د فونیټیکس او فونیمیکس موضوعات زموږ په ګڼو تالیفي او تحقیقي آثارو کې لکه؛ د پوهندوی نوراحمد شاکر ژبنۍ څېړنې کې، د پوهاند دوکتور حبیبالله تږي په نوي ژبپوهنه او ژبني مسایل کې، د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار په پښتو پښتویه بېلابېلو چاپونو کې، د سرمحقق عبدالحکیم هلالي د پښتو ژبې فونولوجي کې، د استاذ پوهاند محمداقا شېرزاد پښتو فونولوژي او په نورو ګڼو پوهنتوني او اکاډمیکو آثارو کې دغه بحثونه راغلي دي.
د څېړنې مېتود او مواد
په دغه څېړنه کې تشریحي – تحلیلي او انتقادي مېتودونه کارول شوي دي. د څېړنې مواد پښتو او نړۍوال ژبپوهنیز آثار دي، یو لړ معتبر کورني او بهرني ماخذونه د تیوري په برخه کې کارول شوي او د هغې په رڼا کې د نقد له پاره د پښتو ژبې مستقل آثار، چې ډېری یې چاپ مستقل آثار دي او ډېر لوستونکي او کارېدنه لري، انتخاب شوي دي. په دې برخه کې د چاپو او ناچاپو مقالو انتخاب ځکه نه دی شوی، چې له یوې خوا د هغې کارېدنه کمه او له بلې خوا د مقالې حجم دا نه ایجابوله چې دغه ټول مغالطه شوي سرلیکونه دې نقد شي. د څېړنې په جریان کې د (۶۰) په شاوخوا کې ماخذونه وموندل شول او د هغې له ډلې په پورتنیو دلایلو دغه (۳۵) ماخذونه انتخاب شول.
موندنې
مخکې له دې چې په ځینو پښتو آثارو کې د فونيټيکس او فونيميکس مغالطې وښیو، اړینه بولم چې لومړی فونيټيکس او فونيميکس وپېژنو، چې دغه پېژندنه له موږ سره په پښتو ژبپوهنیزو آثارو کې د تطبیق په برخه کې مرسته کوي.
یوه ضروري یادونه: که په دغه څېړنه کې د څېړونکي د خبرو په توګه د “اوازپوهنې” خبره کېږي نو موخه ترې “فونيټيکس” (Phonetics) ده او که کله د “غږپوهنې” خبره کېده نو موخه ترې “فونيميکس” (Phonemics) یا “فونولوجي” (Phonology) ده[1] او همدارنګه د “اواز” څخه موخه “فون” (Phone) ده او د “غږ” څخه “فونیم” (Phoneme) ده. دا چې فونيټيکس، فونيميکس، فونولوجي، فون او فونیم څه دي؟ په دې به همدلته بحث پیل کړو.
أ- فونیټیکس(Phonetics)
فونيټيکس “Phonetics” د انګلېسي ژبې ترکیبي کلمه ده، چې “Phone” اواز او “thics” د علم، پوهې او مطالعې مانا لري؛ (یوسفزی، ۲۰۲۲ز، ۷۰م) په پاړسي ژبه کې یې معادل “آواشناسی” او فرانسوي کې یې معادل phonétique”” اصطلاح ښودل شوې ده. (حیاتي، ۱۳۷۳، ۱۸م) په پښتو کې یې “اواز پوهنه” بولو.
د اواز دغه پوهه د انساني غږونو فزیکي ساختار په مجرده بڼه مطالعه کوي او په یوه کلمه کې د اواز له مانیزې ونډي سره کار نه لري؛ د دې علم د بحث واحد “فون” “Phone” یا اواز دی.
د فونيټيکس علم په ټولنیزو علومو (Social Since) کې نه راځي؛ بلکې دا د ساینسي علومو یوه سوچه څانګه ده، چې بنسټ یې پر اوازونو ولاړ دی او په ساینسي توګه د ټولو انساني غږونو مطالعه کوي. (یوسفزی، ۲۰۲۲ز، ۷۲م)
پوهاند تږی لیکي: «د نوې ژبپوهنې تاريخ، د وييزغږ د ډېرې عميقې او ژورې مطالعې دوره هم له (۱۸۷۰ز) نه را په دې خوا ښيي. په دې دوره کې غږپوهانو “Phoneticians” د غږونو د تشرېح او د کښل شوو علامو په واسطه د هغو د ښودلو او څرګندولو په برخه کې ډېره زياته علمي ذخيره را ټوله کړه چې نن هم د ژبپوهانو د ډېرو مطالعاتو بنسټ ده. دا مطالعه هسې سرسري او سطحي مطالعه نه وه، بلكې كاملاً علمي او د لابراتوار مطالعه وه چې پوهان یې په عام ډول سره فونیټيكس “Phonetics ” بولي… د همدې ژورو مطالعاتو په لړ کې و چې پوهانو د وييزو غږونو د ډېرو کوچنیو توپیرونو د ثبتولو د پاره د یوې ډېرې غني اورېدونکې الفبا په فکر كې شول. ځکه دوی غوښتل چې د وييز غږ د هرې هغې جلا بڼې د پاره یوه نښه وټاکي چې توپیر یې په اکوسټیک فونيټيکس پورې اړه لري؛ مګر څرنګه چې دا توپیر یوازې په لابراتوار کې د فزيکي الاتو په واسطه ليدل کېږي او فقط خپله غږپوهان پرې پوهېږي او د ژبې ويونکي نه ورته ملتفت كېږي. نو له دې امله دا ليک یوازې د وييز غږ د علمي مطالعاتو په برخه کې مفيد ومنل شو… » (تږی، ۱۳۴۵ل، ۶۵-۶۷م)
په فونیټیکس کې اواز (Phone) د بحث واحد دی. اواز ته په پاړسي ژبپوهنه کې (اوا) کارېږي. په فونيټیکس کې فون یا اواز د مورفیم د جوړونکي عنصر یا ژبنۍ پدیدې په توګه نه څېړل کېږي؛ بلکې د فزیکي مادې په توګه پېژندل کېږي. په فونيټيکس کې پر دې خبره کېږي، چې د [ب] اواز په تولید کې کومو غږیزو غړو (سږو، مرۍ، غږیزو پردو، ستوني، خوله، ژبه، غاښونه، ورۍ، پزې…) فزیولوجیکي ونډه اخیستې او وتونځی یې کوم دی؟ د [ب] اواز فزیکي ساختار چې په فزیک کې د مطالعې وړ دی، څرنګه دی؟ یعنې دا اواز په کومه فریکونسۍ، په کوم شدت، زیر-بم کې ادا شوی دی؟ د [ب] اواز له تولید څخه وروسته د اورېدونکي له لوري څرنګه واورېدل شو؟ د هغه درک او د اورېدو عصب عکس العمل څه وو؟ د فونيټيکس علم د اواز په برخه کې دغو او نورو بنسټیزو پوښتنو ته ځوابونه وایي.
د فونيټيکس (اوازپوهني) څانګې: د فونيټيکس علم پوهاند تږي او پوهاند شاکر پر دوو څانګو: تولیدي آوازپوهنه “Articulatory Phonetics” او لابراتواري آوازپوهنه “Acoustic Phonetics” وېشلی دی (تږی، ۱۳۴۵، ۶۶م)، (شاکر،۱۳۵۰، ۲۶م)، خو ځینو ژبپوهانو چې نظر یې اوس عام او منل شوی دی، آوازپوهنه پر درې څانګو وېشي او چې په دغو دوو سربېره درېیمه څانګه یې اوریزه آوازپوهنه “Auditory phonetics” بولي. د اوازپوهني دغه درې څانګې په لنډه توګه داسې پېژنو.
- تولیدي آوازپوهنه”Articulatory Phonetics“: د آوازپوهنې هغه څانګه ده، چې په هغه کې د غږیزو غړو په واسطه د وییزو آوازونو د زېږد “تولید” څرنګوالی مطالعه کېږي. (کریستال، ۱۳۸۲ل، ۱۲م) تولیدي اوازپوهنه د اواز په زېږېدلو کې د بېلابېلو غږیزو غړو (سږو، مرۍ، خولې، پزي…) ونډې او دندې تشریح او مطالعه کوي.
- فزیکي آوازپوهنه “Acoustic Phonetics“: د آوازپوهنې هغه څانګه ده، چې په هغه کې له خولې څخه تر غوږ پورې د وییزو آوازونو د انتقال ځانګړنې مطالعه کېږي؛ د دې پوهې عمیق بحث په ریاضي او فزیک علومو کې څېړل کېږي. (کریستال، ۱۳۸۲ل، ۱۶م) دا په کامله مانا یوه ساینسي او لابراتواري یا ازمایښتي مطالعه ده؛ په دغه برخه کې یو اواز د لابراتوار یا ((Sound Spectrograph غږیز ماشین په مرسته مطالعه کېږي.
- اوریزه آوازپوهنه “Auditory phonetics“: د آوازپوهنې هغه څانګه ده، چې په هغې کې د وییزو آوازونو د ادراکي غبرګون مطالعه کېږي، چې د “غوږ «د اورېدو عصب»” او “مغز” تر منځ اړیکه لري. (کریستال، ۱۳۸۲ل، ۱۳م) همدارنګه اوریزه اوازپوهنه له خولې څخه تر غوږ پورې (د اواز لېږد) او هم یې غبرګون مطالعه کوي.
ب- فونيميکس “”Phonemics
فونيميکس “Phonemics” د انګلېسي ژبې ترکیبي کلمه ده، چې لغوي مانا یې فونیمپوهنه یا غږپوهنه ده؛ په فرانسوي کې یې معادله اصطلاح “Phonémique” ده؛ په پاړسي کې یې “واج شناسی” بولي؛ په انګلېسي ژبه کې د فونيميکس بله معادله اصطلاح فونولوجي “Phonology” کارېږي. (حیاتي، ۱۳۷۳، ۱۴۳م) فونیماټیکس (phonematics) بله لرغونې اصطلاح ده، چې د فونیمیکس له پاره کارول شوې ده او دا اصطلاح اوس له منځه تللې ده. (Trask, 2006, p. 267).
پوهاند مجاور احمد زیار یو ځای په پښتو پښویه کې فونولوجي چې (اوازپوهه) یې بولي هم په فونیمیکس، فونیمشناسی او واجشناسی را راپېژني[2] (زیار، ۱۳۸۲ل، ۲۲۹م) روسي ژبپوھ (Jakobson, 1956) د فونولوجي د نومونې په اړه لیکلي دي؛ چې د (Phonology) اصطلاح د لومړي ځل له پاره د جینوا ښوونځي (Geneva School) په ۱۹۲۳ز وړاندیز کولو ومنل شوه. (Jakobson, 1956, p. 7)
فونيميکس یا فونولوجي د تشریحي ژبپوهنې هغه څانګه ده، چې د یوې ژبې د ارزښتناکو غږونو (فونیمونو) ډلبندي، ترتیب او اوړون مطالعه کوي. پوهاند محمدآقا شېرزاد په خپل اثر (فونولوژي) کې لیکي: «د یوې خاصې او ځانګړې ژبې د اوازونو او د اوازونو د مشخصاتو او خصوصیاتو څېړنه د ژبپوهنې په هغه څانګې پورې اړه لري، چې هغې ته فونیمیکس یا فونولوژي وایي.» (شېرزاد، ۱۳۹۹ل، ۵۳م)[3]
په «فونیمیکس یا فونالوجي» نومي مقاله کې راغلي دي: «که چېرې د یوې خاصې ژبې اوازونه، د هغوی رابطې او خصوصیات چې د هغې ژبې د اوازونو یا غږونو سیسټم منځته راوړي تر څېړنې او بحث لاندې ونیسو، نو دغه څېړنه او بحث په فونالوجي یا فونیمیکس پورې ارتباط پیدا کوي. یا په بل عبارت د یوې خاصې ژبې د اوازونو او د هغوی د خصوصیاتو او مشخصاتو څېړنه د ژبپوهنې په هغه څانګه پورې اړه لري چې هغې ته فونالوجي یا فونیمیکس وایي.» (سکام، ۱۳۵۶ل، ۱۶۹م). د کمریج پوهنتون د ژبپوهنې قاموس فونیمیکس په دغو دوو معناوو راپېژني:
۱- د یوې ژبې د غږیز سیسټم د تحلیل طریقه چې د ژبې د فونیمونو پېژندل هم په کې شامل دي.
۲- هغه اصطلاح چې د امریکایي رغښتپوهانو (structuralists) له خوا د فونولوجي له پاره کارول کېږي. (Keith & Jim, 2013, p. 340)
په دې اړه د پوهاند تږي په «نوې ژبپوهنه ژبني مسایل» نومي اثر کې راغلي دي: «… د وييزو غږونو د تحلیل او تجزیې دا وروستی گام چې له آره په فونيټيکس بنا دی پوهانو د عملي غږپوهنې “Practical Phonetics” يا فونالوجي “Phonology” يا فونیمیكس “Phonemics” يعنې فونيمپوهنې په نامه ياده کړه…» (تږی، ۱۳۴۵ل، ۶۸م)
موږ ولوستل چې پوهاند تږي عملي غږپوهنه «Practical Phonetics» د فونولوجي له پاره معادله اصلاح کارولې ده، همدارنګه فرانسوي ژبپوﮪ انډرې مارټینیټ (Andre Martinet) په (۱۹۴۹ز) کې د فونولوجي له پاره د «functional phonetics» اصطلاح کارولې، چې لغوي مانا یې فعال یا کاري فونیټیکس ده او دغه اصطلاح په اوس وخت کې هم کارېدونکې ده. (Trask, 2006). یو بل ځای د فونولوجي په اړه راغلي چې دا د وییزو غږونو دندې مطالعه کوي، چې په دې پېژند کې هم فونولوجي د فعال فونیټیکس «functional phonetics» په مفهوم ده. (Philips, 2008, p. 130)
تر دې ځایه واضح شوه، چې فونيميکس او فونولوجي مترادف اصطلاحات دي، د فونیمیکس اصطلاح ته د امریکې رغښتي (American Structuralism) ښوونځي غړو تر فونولوجي ډېره ترجع ورکوله. (Trask, 2006, p. 20) همدا علت دی، چې فونیمیکس په امریکا او فونولوجي په اروپا کې عامه شوې ده (تږی، ۱۳۴۵، ۲۱م) ، اوس اوس داسې ښکاري چې د فونيميکس د اصطلاح ځای هم فونولوجي نیولی او په علمي څېړنو کې اوس د فونولوجي په پرتله فونيميکس ډېر نه کارېږي.
د “فونيميکس” اصطلاح په اړه زموږ په ګڼ شمېر پښتو کتابونو کې مغالطې را منځته شوې دي، هغه داسې چې د پښتو ژبې ځینو ګرامرپوهانو او ژبڅېړونکو دغه پوهه د فونيټيکس سره یو ځای د فونولوجۍ څانګه بللې ده، حال دا چې دا «فونيميکس» خپله «فونولوجي» ده او د دې خبرې د تایید له پاره کافي ډېر کورني او بهرني ماخذونه شته، چې د دغو سرچینو یوه اندازه دلته کارېدلې دي.
د فونيميکس (فونولوجۍ) یا غږپوهني پوھ ته په انګلېسي کې «Phonologist» په فرانسوي کې «Phonologue» په پاړسي کې «واجشناس» وایي(حیاتی، ۱۳۷۳ل، ۱۴۳م)، په پښتو ژبه کې یې «غږپوھ» بللای شو.
د فونیمیکس (فونولوجي) څانګې
فونولوجي دوې څانګې لري، چې یوه زنځیري (Segmental) او بله یې نازنځیري (Supra segmental) بلل کېږي، چې لومړۍ هغه یې د ژبنیو غږونو (واولونو او کانسوننټونو) څېړنه کوي او دویمه برخه یې د خج، اهنګ او څپې فونولوجیکه څېړنه کوي.
د فونیمیکس (فونولوجي) ډولونه
له هغې وروسته چې د ۲۰ز په لومړیو کې د رغښتي نظریې پلویانو چې وروسته یې د پراګ ژبپوهنیز مکتب په شکل کې پراختیا ومونده د فونولوجي عمومي تیوري کوم چې پر فونیم ولاړه وه، د نوام چامسکي (Noam Chomsky) او موریس هاله (Morris Halle) په (۱۹۶۸ز) کال کې د انګلېسي ژبې زېږندنه فونولوجي (Generative phonology) ولیکله او په دې سره د فونولوجي تیوري تغیر شوه او له هغې وروسته په بېلابېلو نظریو او بڼو فونولوجۍ ولیکل شوې لکه:
Natural phonological, Articulatory phonology, Atomic phonology, Autosegmental phonology, dependency phonology, loan, Metrical Phonology, Particle phonology, plane, Prosodic phonology. (David, 2008, p. 366)
د فونیټیکس او فونیمیکس توپیرونه
د فونیټیکس د څانګو او فونولوجۍ د توپیر په اړه سرمحقق عبدالحکیم هلالي په خپل اثر (د پښتو ژبې فونولوجي) کې لیکلي دي: «د یوې ژبې آوازونه د فزیولوجۍ، اکوستیک او فونولوجۍ له نظره تشریح، توضیح او تصنیف کېدای شي. فونولوجي مستقيماً د ژبپوهنې سره ارتباط لري دوې نورې څانګې د فونولوجۍ مرستندویه بلل کېږي. (هلالي، ۱۳۷۰ل، ۱م) فونیټیکس او فونیمیکس دواړه د انساني وییزو غږونو مطالعه کوي؛ خو د دې دواړه د مطالعې سیر، د منځتهراتګ موخې او کړنلاري سره جلا دي. دلته موږ په یو جدول کې د فونیټیکیس او فونیمیکس لنډ توپیرونه په دې توګه ښیو:
| فونیټیکس (Phonetics) | فونیمیکس (Phonemics) | |
| پېژندنه | د اوازونو فزیکي، فزیولوجیکي او ادراکي ځانګړتیاوو مطالعه ده. | هغه پوهه چې د یوې ژبې د غږونو ذهني – رواني ژبنۍ مطالعه کوي. |
| تمرکز | د اوازونو پر تولید، انتقال او ادراک ده. | پر فونیمونو؛ یعنې هغه غږونه چې د کلمو مانا بدلولای شي. |
| پیل او بنسټګران | ۵ ق.م پېړۍ پاڼیڼي، په رسمي توګه ۱۹مه ز پېړۍ / Henry Sweet،
A. M. Bell، Daniel Jones |
د ۱۹مي ز. پېړۍ پای او د ۲۰مي ز. پېړۍ پیل په رسمي توګه/ Jan Baudouin de Courtenay، Trubetzkoy، Jakobson، Bloomfield |
| د کار ساحه | عمومي: یعنې په ټولو ژبو پورې تړلې اوازونه. | خصوصي: یعنې د یوې ژبې د غږونو مطالعه. |
| غږیزه مطالعه | مجرده – فزیکي. | ذهني – رواني؛ د مانا پورې تړلې. |
| موخه | د انساني اواز د تولید او ځانګړتیاوو تشریح کول. | د ژبې جوړښتي سیسټم تشریح کول. |
| کارېدونکي سمبولونه | [ ] (ماتي لېندۍ) د اوازونو (Phones) د ښودلو له پاره؛ لکه: [pʰ], [b̥]… | / / (سلشونه) د غږونو (Phonemes) د ښودلو له پاره؛
لکه: /ب/،/ پ/، /ت/… |
| بېلګه | [k] او [kʰ] دواړه [k] اوازونه دي، خو یو یې تنفس لري، بل یې نه لري. | /ک/ او /ګ/ دواړه فونیمونه دي: /کور/ او /ګور/ دوه بېلابېلي ماناوي لري. |
| د کاروني ځایونه | په اوازپېژندنه، وینا روزنه، اوازپوهنه او ژبنیو ازموینو کې کارېږي. | په املا، الپبې، معیاري لیکدود کې مرسته کوي. |
د پښتو پر ځینو آثارو د فونیټیکس او فونیمیکس اصطلاحاتو او پوهنو تطبیق
په دې برخه کې یوه یادونه دلته ضروري بولم او هغه دا ده، چې دلته موږ د پښتو ژبې هغه ژبپوهنیز کتابونه را اخیستي دي، چې له ځینو معتبرو کورنیو او نړۍوالو ماخذونو سره د فونيټيکس او فونيميکس په مورد کې په مغالطو کې واقع دي، که څه هم دغه آثار نورې ګڼې مثبتې خواوې لري او د هغو یادول د دې څېړنې محتوا نه ایجابوي. زموږ ګڼو مخکښو کورنیو ژبپوهانو (پوهندوی نوراحمد شاکر، پوهنوال عبدالاحد یاري، پوهاند حبیب الله تږي، پوهاند محمد رحیم الهام او سرمحقق عبدالحکیم هلالي) په خپلو آثارو کې دا موضوع لکه څرنګه چې نړۍوالو منعکس کړې، همهغسې راخیستې ده او یا هم هغه آثار چې فونيټيکس او فونيميکس په برخه کې اصطلاحي او مفهومي مغالطې نه لري، دلته پرې بحث نه دی شوی؛ البته په ځینو ځایونو کې به د ماخذ په توګه ځینې کارېدلي وي؛ بلکې هغه ډله پښتو ژبپوهنیز آثار د دې مقالې محتوا جوړوي چې د فونیټیکس او فونیمیکس په برخه کې اصطلاحي یا مفهومي مغالطې لري، دغه آثار دلته په تاریخواره بڼه له پخوا څخه اوس ته په ډېر لنډیز را اخلو، د مسایلو په اړه یې لنډه توضیح د مخکې ذکر شوو معلوماتو پر اساس کوو او له تکراري وضاحتونو څخه یې تېرېږو.
پښتو پښویه
دا د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار اثر دی، چې په بېلابېلو کلونو کې څو ځله چاپ شوی؛ د یادي موضوع اړوند یې دغه بېلابېل چاپونه په خپلو کې سره توپیر لري او موږ اړ یو چې په هر یو چاپ یې په جلا جلا توګه لنډ بحث وکړو.
پښتو پښویه – ۱۳۵۲ل
دا د دوکتور زیار د پښتو پښویې د اثر لومړی چاپ دی، په دغه اثر کې غږپوهنه د پښویې د لومړۍ برخې په توګه داسې را پېژني: «غږپوهنه د ژبې له لومړنیو توکونو (غږونو) سره کار لري. غږ هماغه د اوریدو وړ سپڼ دی چه د غږیزو غړو او ساهوا په مرسته یو وار له خولې څخه راوځي» او په څلور برخو (خپلواک، بیواک، نیمواک، غبرګغږونه) یې وېشي. (زیار، ۱۳۵۲ل، ۱-۳م)
که څه پوهاند زیار د پښتو پښویې په لومړي چاپ کې د فونیټیکس او فونیمیکس د اصطلاحاتو ذکر نه دی کړی، خو د غږپوهنې ذکر یې کړی دی چې مراد یې فونولوجي ده چې هغه یې، هغه پوهه ګڼلې چې له غږونو سره کار لري. چې غږ یې اورېدونکی سپڼ ګڼلی او سپڼ بیا دوکتور زیار په خپلو ټولو آثارو کې د اواز (Sound) یا د بلغږ (الوفون) په معنا کارول شوی دی، چې د فونیټیکس د بحث واحد دی، نه د فونولوجي. په فونولوجي یا غږپوهنه کې پر فونیم بحث کېږي، چې موږ یې «غږ» بولو او سپڼونه یا اوازونه د یو فونیم بېلابېل شکلونه دي چې په فونولوجي کې نه مطالعه کېږي.
پښتو پښویه – ۱۳۵۷ل
د پوهندوی زیار د پښتو پښتویې په دغه چاپ کې د فونولوجۍ په اړه راغلي دي: «غږپوهه (Phonology): غږپوهه په ټولیز ډول د یوې ژبې لومړني ساده توکونه (غږونه) کني او څېړي او په لنډ ډول پر دوو څانګو وېشل کېږي:
۱- اوازپوهه (فونيميکس) ۲- سپڼپوهه (فونيټيکس)
اوازپوهه: اوازپوهه د یوې ژبې ارزښتناک غږونه (اوازونه) تر څېړنې لاندې نیسي…
سپڼپوهه: سپڼپوهه د یوې ژبې ټول غږونه یا سپڼونه که ارزښت ولري یا نه لري یو مخیز تر څېړنې لاندې نیسي…» (زیار، ۱۳۵۷ل، ۱م)
دلته لومړی فونولوجي پر دوو برخو (فونيميکس، فونيټيکس) باندي وېشل شوې ده، حال دا چې (فونيميکس یا فونولوجي) یوه پوهه ده او (فونيټيکس) بله پوهه او نظر فونيميکس یا فونولوجي ته د فونيټيکس بحث پراخ دی، فونیټیکس د فونولوجۍ تر چتر لاندې نه شي راتلای.[4] له بلې خوا د «اواز» او «سپڼپوهه» له تعریف څخه څرګندېږي چې «فونیم» هم سپڼ ګڼل شوی او «فون» هم سپڼ او دا دواړه سره جلا دي، چې خپله دوکتور زیار بل ځای «غږ» په (فون، صدا، سونډ) را معنا کوي او «اواز» په (فونیم، واج یا واژ[5]). (زیار، ۱۳۸۲ل، ۲۲۹.۲۳۳مم) په دغه دویم چاپ کې د پښتو پښویې د لومړي چاپ هغه تېروتنه چې فونیم ته په کې د څپې یا هجا تعریف شوی دی، تکرار شوې ده.
پښتو پښویه- پایڅوړ: د ژبپوهنې بنسټونه او غږپوهه -۱۳۸۲ل
د پوهاند مجاور احمد زیار د پښتو پښویي د دغه د لومړی څپرکي موضوع “اوازپوهه” بلل شوې، معادله انګلېسي کلمه ورته (Phonemics) راوړل شوې، خو د (Phonology) د اصطلاح یادونه نه ده شوې او په پیل کې د فونيميکس تعریف او لنډه تشریح داسې شوې ده: «دا برخه د پښتو پښویې (ګرامر) هماغه برخه ده چې یوازې ارزښتناک غږونه (اوازونه-فونیمونه) څېړي. څرنګه چې د هر اواز پیدایښت له دوو اړخونو یا په بله وینا د زېږ ډول او زېږځي له مخې څېړل کېږي او جوتېږي، نو دلته له یوې خوا پر دوو ګونو خوله ییزو او پزیزو وتوځو (۲-۳۲) سربېره پر زېږځیو (۲-۳۰) او له بلې خوا پر زېږډولونو چې په څه زور او شدت یا د غږیزو غړو د پراخۍ او تنګۍ او داسې نورو اغېزو له مخې ترسره کېږي، رڼا اچول کېږي. دا دی، لومړی خپلواک او ورپسې بېواک اوازونه له بېلابېلو ځانګړتیاوو سره ترکتنې لاندې نیسو.» (زیار، ۱۳۸۲ل، ۲۳م)
دلته د فونيميکس هماغه تعریف شوی، کوم چې د فونولوجي دی او موږ ویلي وه، چې دا دواړه یوه پوهه ده؛ خو وروسته چې کوم لنډ وضاحت او تشریح دلته شوې ده، دا د اواز په مورد کې د فونيټيکس بحثونه دي، چې غږډول، د غږوتوځی، غږیزغړي او د یو اواز زور او شدت معلوموي.
د دغه اثر د ضمیمې په دویم څپرکي کې پر فونيټيکس (phonetics) بحث شوی، چې پښتو معادل یې “غږپوهه” راغلې. د دې برخې په لومړیو کې یو پراګراف داسې دی: « نن سبا غږپوهه، آواشناسي، فونولوجي او فونيټيکس په یوه مانا کارول کېږي او بیا د هغه په دننه کې د فونيټيکس او فونيميکس توپیر کوي.» (زیار، ۱۳۸۲ل، ۳۱۲م)
د دغه پراګراف متن لکه د پښتو پښویي د لومړي چاپ هغسې دی؛ “غږپوهه” (فونيټيکس)، “آواشناسی” چې دا هم په پاړسي کې فونيټيکس ته وایي، “فونولوجي” او “فونيميکس” څلور واړه، لومړی یو ډول ګڼل شوي او بیا یې په دننه کې د فونيټيکس او فونيميکس توپیر کولو خبره شوې ده.
فونيټيکس (اوازپوهنه) چې په پاړسي کې یې “آواشناسی” بولي او فونيميکس یا فونولوجي (غږپوهنه) چې په پاړسي کې یې «واجشناسي» بولي؛ دوې بېلې پوهې دي او د هري یوې خپله جلا تګلاره معلومه ده.
پښتو پښتویه – ۱۳۸۴ل
د پوهاند زیار د پښتو پښویې د دغه چاپ په لیکلړ کې د لومړي څپرکي سرلیک داسې راغلی: غږپوهه – اواشناسی – phonology (Phonetics)؛ یعنې دلته فونولوجي او فونيټيکس په یوه مانا اخیستل شوي؛ همدغه سرلیک په ۲۵مخ کې (غږپوهه – آواشناسي – Phonetics) یعنې دلته ورسره فونولوجي نه ده یوځای شوې او دا بیا هم پر دوه برخو وېشل شوې، لومړۍ برخه یې “سپڼپوهه – خن شناسي (Phonetics)” ګڼي او دویمه برخه یې “اوازپوهه (Phonemice[6])” ښوول شوې ده. (زیار، ۱۳۸۴، ۲۴، ۲۵، ۵۴م)
دلته د پښتو پښویې د دویم چاپ پر خلاف فونولوجي نه؛ بلکې “فونيټيکس” پر دوو برخو (فونيټيکس او فونيميکس) وېشل شوی دی. فونيټيکس خپله پر فونيټيکس وېشل شوی دی؛ چې لومړي ډول «فونیټیکس» ته پښتو معادل (غږپوهه) او د هغې څانګې «فونيټيکس» ته پښتو معادل “سپڼپوهه” راوړل شوې ده.
پښتو پښویه- ۱۳۹۶ل
دا د پوهاند زیار د پښتو پښویي څلورم چاپ دی. د دریم چاپ سره د موضوع په تړاو کوم توپیر نه لري؛ بلکې کټ مټ د فونيټيکس او فونيميکس په اړه د دریم چاپ محتویات را نقل شوي دي، چې دلته یې د بیا یادونې اړتیا نه شته.
پښتو وییپوهنه او وییرغاونه – ۱۳۹۶ل
دا د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار بل اثر دی؛ په دې اثر کې د پښویې (ګرامر) تر سرلیک لاندې لیکل شوي دي: «ګرامر…پر درو غورو څانګو وېشنه مومي: اوازپوهه (آواشناسی Phonemics)، ګړپوهه (واجشناسی[7] Morphology) او غونډله پوهه (نحو Syntax).» (زیار، ۱۳۹۶ل، ۳۰م)
د «اوازپوهې» اصطلاح لیکوال په خپلو نورو آثارو کې د فونولوجۍ یا فونيميکس له پاره کارولې او دلته ترې هم غالباً همدا موخه ده، ځکه چې په لیندیو کې یې انګلېسي معادل ورته «Phonemics» راوړل شوی ده؛ خو پاړسي معادله اصطلاح یې “واجشناسی” ده، نه “آواشناسی”، چې “آواشناسی” بیا په پاړسي کې د “فونيټيکس” له پاره غوره شوې ده. (حیاتی، ۱۳۷۳ل، ۱۴۳ او ۱۸م)
پښتو ژبه او ژبپوهنه- ۱۳۹۷ل
دا د څېړنپوﮪ مولاجان تڼیوال اثر دی، د دې اثر په دریم څپرکي (پښتو ژبه او فونولوژیکي څېړنې) کې د فونولوجي (غږپوهنې) په اړه د نورو ډېرو حوالو په نقلولو د استاذ زیار د پښتو پښویې ۱۳۵۷ل کال ګستنر چاپ په حوالې داسې راغلي دي چې: «…غږپوهنه په لنډ ډول پر دوو څانګو وېشل کېږي: اوازپوهنه (فونیمکس)، سپڼپوهنه (فونیټیکس).» (تڼیوال، ۱۳۹۷ل، ۱۷۸م)
دغه موضوع دویم ځل لیکوال په خپله ژبه همداسې تشریح کړې ده، خو نقد شوې نه ده، چې موږ دا بحث د دې مقالې د پوهاند زیار د اثر «پښتو پښويې ۱۳۵۷ل» په برخه کې نقد کړی دی؛ څېړنپوﮪ تڼیوال د څېړنې له پاره د ډاکټر زیار د «پښتو پښويې ۱۳۵۷ل. چاپ» څخه په داسې حال کې ګټه اخیستې، چې د ډاکټر زیار «پښتو پښويې» دویم (۱۳۸۲ل) او درېیم (۱۳۸۴ل) څو ځلې چاپ شوي وو، چې د دې اثر د چاپ پر مهال (۱۳۹۷ل) د پښتو پښويې څلورم (۱۳۹۶ل) او وروستی پینځم (۱۳۹۷ل) چاپ کتابونه هم په بازار کې موجود وو.
ژبپوهنیزي نومونې – ۱۳۹۷ل
دا د پوهنیار رحمانالله قانع د ماسټرۍ تېزس دی، په دې اثر کې د «فونیټیکس» تر سرلیک لاندې راغلي دي: «که څه هم اوازپوهه، غږپوهه او فونولوجي ډېری وخت په یوه معنا کارول کېږي او ځینې ژبپوهان یې بیا توپیر په ګوته کوي؛ موږ یې هم توپیر په ګوته کړی دی «فونولوژي د ګرامر د عمومي څانګې په توګه او فونېټیکس او فونېمیکس د فونولوژي برخې دي». (قانع، ۱۳۹۷ل، ۵۰م) بل ځای لیکي: «ژبپوهانو د فونېمیکس پېژندنه بیا د فونولوژي سره هوبهو یو شی ګڼلې او هغه پېژندنه، چې د فونولوژي تر عنوان لاندې راغلې د فونېمیکس په برخه کې هم راوړي.» (قانع، ۱۳۹۷ل، ۵۷م) د دې بحث په پای کې لیکي: «فونولوژي د تشریحي ژبپوهنې د یوې سترې څانګې په توګه د یوې ژبې د غږونو څخه بحث کوي او په فونېټیکس او فونېمیکس باندې وېشل کېږي. … فونولوژي د ژبپوهنې هغه برخه ده، چې په هغې کې د یوې ژبې یا څو ژبو د غږونو په شکلونو، ډولونو، ترکیبونو، دندو او تغیراتو باندې بحث کېږي.» (قانع، ۱۳۹۷ل، ۵۹م).
د دې اثر لیکوال په دې اړه یوه اندازه معلومات له کورنیو معتبرو ماخذونو راټول کړي دي، په خپله وايي چې ژبپوهانو د فونیمیکس پېژندنه داسې کړې لکه فونولوجي؛ خو بیا هم کله «اوازپوهنه، غږپوهنه (فونولوجي)» په یوه مانا ګڼي، کله فونولوجي پر دوو برخو «فونیټیکس او فونیمیکس» سره وېشي؛ کله فونولوجي د یوې ژبې د غږونو څېړنه او کله هم د څو ژبو د غږونو د شکلونو….پوهه ګڼي.
ژبپوهنه – ۲۰۱۸ز=۱۳۹۷ل
دا د ډاکټر بشری اِکرام اثر دی، په دې اثر کې د مقالې د موضوع اړوند داسې راغلي دي: «فونیټکس د غږونو تفصیلي مطالعه د ټولو ژبو د پاره په عمومي توګه کوي ولې فونولوجي د یوې مخصوصې ژبې د غږونو نظام مطالعه کوي، که فونیټکس ته موږ دنیا اووایو نو فونولوجي پکښې یو ملک دی. فونیټکس د دنیا د ټولو ژبو د پاره یو شان ده ولې د یوې ژبې فونولوجي د بلې ژبې د فونولوجي نه بدله ده…. په دې وجه که موږ فونیټکس ته عمومي غږپوهنه او فونولوجي ته د یوې مخصوصې ژبې غږپوهنه یا خصوصي غږپوهنه اووایو نو بده به نه وي.» (اکرام، ۱۰۱۸ز، ۲۳۷م)
که څه هم په دغه اثر کې دا ویل شوي دي، چې فونيټيکس او فونولوجي یوه پوهه نه ده او وروسته یې پرې کافي کار کړی دی؛ خو په دغه برخه کې یوه مغالطه لیدل کېږي او هغه دا چې ډاکټر اکرام دا ویلي دي چې: «فونيټيکس ته عمومي غږپوهنه او فونولوجي ته د یوې مخصوصي ژبې غږپوهنه اووایو نو بده به نه وي.» دا خبره د نقد وړ ده، هغه داسې چې دا سمه ده، چې د فونيټيکس قواعد په خپله برخه کې له فونولوجي څخه عام ځکه دي، چې هلته ډېر ژبني اوازونه څېړل کېږي او دا پوهه د ټولو ژبو له پاره وي؛ خو د یوې ژبې فونيټيکس هم شته او همدارنګه فونولوجي هم د یوې ژبې غږونه تشریح کوي؛ خو عمومي فونولوجي (General Phonology) هم شته، چې د فونولوجۍ په برخه کې د ټولو ژبو له پاره کُلي نظري قاعدې تشریح کوي. له بلې خوا که فونيټيکس عام او فونولوجي (فونيميکس) خاص هم فرض کړو، د دې دواړه دا عامه او خاصه تشریح هم په خپل ذات کې د غږونو یو شان تشریح نه کوي، ځکه چې فونيټيکس د اواز (Phone) له فزیکي، تولیدي او ادراکي اړخ سره کار لري او فونولوجي د غږ (Phoneme) د مانا سره د ارتباط په ترڅ کې یا یو غږ په ذهني او رواني بڼه څېړي، نو کله هم موږ دا دواړه په خاصه او عامه غږپوهنه نه شو وېشلای، ځکه چې دا دواړه په کمي او محتوایي دواړو لحاظو سره کاملاً توپیر لري.
پښتو ګرامر (فونولوژي) – ۱۳۹۹ل
دا د استاذ پوهاند محمدآقا شېرزاد اثر دی، په دغه اثر کې د (فونیټیکس او فونیمیکس) تر سرلیک لاندې داسې راغلي دي: … له بله پلوه ښایي د غږونو له څېړنې مو موخه دا وي څو وپوهېږو په یوې ځانګړې ژبه کې هر یو غږ څه چار پر غاړه اخلي، کوم غږ چې په یو ځانګړي غږیز نظام کې د بل غږ پرځای وکارول شي یا د یو ژبني بدلون سبب شي او کوم غږ چې د بل غږ پر ځای وکارول شي کوم بدلون نه پېښوي، یوازې په وینګ او تلفظ کې ګډوډي راولي. غږونه د کومو ژبنیو قاعدو له مخې سره ترکیب مومي او لا زیات ستر جوړښتونه لکه څپه، لغت یا عبارت منځته راوړي، دغه راز پلټنې ته اواز پوهه یا فونیمیکس وایي.» (شېرزاد، ۱۳۹۹ل، ۲۶-۲۷م).
دلته که وګورو فونولوجي (چې په دغه اثر کې اوازپوهه بلل شوې) او فونيميکس یوه پوهه ګڼل شوې ده؛ خو په راتلونکي بل پراګراف کې یې بیا داسې راغلي دي: « د ژبې غږیز نظام د همدغې ژبې د بېلابېلو نظامونو یوه برخه جوړوي. نو اوازپوهه د ژبپوهنې یوه برخه ده او د غږپوهې څېړنه د اواز پوهې په برخه کې د څېړنې یوه پیلامه ده. په دې مانا تر څو چې لومړی په غږپوهه کې د ژبې د غږونو پېژندنه ترسره نکړو، نشو کولای په اوازپوهه کې یوه داسې نظام چې د غږونو تر منځ شته دی او هغه دویونه او قاعدې چې پر هغه نظام واکمني لري تر څېړنې لاندې ونیسو، نو ویلای شو چې فونیټیکس او فونیمیکس دواړه د فونولوژي په علم کې شاملې برخې دي.» شېرزاد، ۱۳۹۹ل، ۲۷م).
دلته بیا له یوې خوا فونيميکس او فونولوجي سره جلا شوي او له بلې خوا فونيټيکس او فونيميکس د فونولوجي برخې ګڼل شوې دي.
عمومي ژبپوهنه- ۱۳۹۹ل
دا د پوهنیار محمد عثمان څولیزي اثر دی، په دې کتاب کې د غږپوهې- Phonology تر سرلیک لاندې د فونيميکس او فونيټيکس په باب داسې راغلي دي: ««… فونولوژي دواړه (فونټېکس او فونیمېکس) په ځان کې رانغاړي. فونیمېکس Phonemics په تیوریکي توګه غږونه څېړي او خپلمنځي توپیرونه یې په ډاګه کوي….» (څولیزی، ۱۳۹۹، ۶۸م)
دلته هم د تېرو نورو آثارو په څېر فونولوجي پر دوو برخو (فونيميکس او فونيټيکس) وېشل شوې ده، حال دا چې “فونيميکس” او “فونولوجي” دوې معادلي اصطلاوې دي او “فونيټيکس” د “فونولوجي” د مقدمې حیثیت لري او په بله وینا “فونيټيکس” له “فونولوجي” څخه لویه څانګه ده، چې یوه ډله پوهان د فونیټیکس عملي برخې (Practical Phonetics) ته فونولوجي (Phonology) وایي. (تږی، ۱۳۴۵، ۶۸م) بله خبره چې په «عمومي ژبپوهنه» کې د فونیمیکس په برخه کې شوې ده، چې دا په تیوریکي توګه غږونه څېړي، د فونیمیکس بحث د یوې ژبې په غږونو په برخه کې تطبیقي او عملي دی، نه نظري یا تیوریکي؛ تیوریکي بحث یې عمومي فونیمیکس یا فونولوجي اړوند دی، چې د نړۍ د ټولو ژبو له پاره د غږپوهنې په برخه کې عمومي اصول وړاندي کوي.
تشریحي ژبپوهنه- ۱۳۹۹ل
دا د پوهنوال استاذ نصیر احمد طاهري اثر دی، د دې اثر لومړی څپرکی «د غږپوهنې (فونولوژي) اساسي عناصر» نومول شوی دی؛ خو د فونيميکس تر څنګ په کې د فونيټيکس موضوع هم توضیح شوې ده، همدرانګه د کتاب لیکوال (فونيټيکس او فونيميکس) د فونولوجي دوې څانګه ګڼي، بل ځای کې لیکي: « فونولوژي درې برخې لري: ۱- تولیدي غږپوهه، ۲- آزمایښتي (اکوستیکه) غږپوهه، ۳- اوریزه غږپوهه… دا چې د فونولوژي د علم او د څانګو پېژندنه وشوه…» (طاهري، ۱۳۹۹، ۲۰-۲۱م).
دا پورته درې څانګې د فونيټيکس څانګې دي، نه د فونولوجي؛ د دې کتاب د لومړي څپرکي په لنډیز کې هم دا معلومات په همدې ډول راوړل شوي دي؛ په دې کتاب کې د “فونیټکس او فونمیکس توپیر” تر سرلیک لاندې لیکل شوي دي: «…د فونولوژي علم د اساسي مواردو څخه یو هم د فونیټکس او فونمیکس توپیر دی.» (طاهري، ۱۳۹۹، ۵۵م). د فونيټيکس او فونيميکس د توپیر موضوع د فونولوجي موضوع نه ده، فونيټيکس په فونولوجي کې نه مطالعه کېږي او فونيميکس خپله د فونولوجي معادله اصطلاح ده.
په دغه اثر کې د “غږپوهنې” او “اوازپوهنې” اصطلاحات هم سره ګډ شوي دي، “غږپوهنه” د “فونيټيکس” له پاره هم استعمال شوې او د “فونولوجي” له پاره هم؛ پښتو ژبه کې “غږپوهنه” د “فونولوجي- Phonology” ښه مفهومي ژباړه ده او “اوازپوهنه” د “فونيټيکس – Phonetics”، ځکه چې په غږپوهنه (فونولوجي) کې د غږېدا یا ګړېدا اړوند کلمو کې راغلو فونیمونو پر ژبنۍ دندو او فونیټیکس کې د وینا د ټولو اوازونو مطالعه کېږي چې په دې ډله کې الوفون هم راځي او د الوفون په بدلون سره د یوې کلمې معنا نه بدلېږي.
اواز پوهنه (فونټکس Phonetics) – ۱۴۰۲ل
دا د پوهنوال دوکتور عزیز الله جبارخېل اثر دی، په دې اثر کې د فونیټیکس او فونیمیکس په اړه داسې راغلي دي: «… لکه څنګه چې فونټکس د فونولوژي تر عنوان لاندې راځي. همدا ډول فونیمکس هم د فونولوژي په بحث کې مطالعه کېږي، په دې عنوان چې په فونولوژي کې ټول هغه اوازونه مطالعه کېږي چې د انسان د صوتي غړو په مرسته ادا کېږي. باید وویل شي چې (فون) د فونټکس د بحث موضوع جوړوي او (فونیم) د فونیمکس تر سرلیک لاندې څېړل کېږي چې دا دواړه بیا د فونولوژي تر چتر لاندې مطالعه کېږي.» (جبارخېل، ۱۴۰۲، ۵م)
دلته هم فونيټيکس او فونيميکس د فونولوجۍ لاندې راغلي دي، د کتاب موضوع فونيټيکس ده، خو پیل یې په فونولوجي شوی او د هغې دننه فونيټيکس او فونيميکس څېړل شوي دي، حال دا چې موضوع د دې برعکس ده، یعنې فونيټيکس لویه څانګه ده او فونيميکس د فونولوجي معادله اصطلاح ده. په دغه کتاب کې چې لیکوال کوم بحث د فونيميکس تر سرلیک لاندې کړی، هماغه د فونولوجي بحث دی.
د مومندو او اپریدو د ګړدودونو پرتلیزه څېړنه – ۱۴۰۲ل
دا د څېړندوی محمد اسحاق مومند د ماسټرۍ تیزس دی، په دې اثر کې د پوهاند زیار په حواله لیکل شوي دي: «پوهاند زیار … فونولوژي پر دوو برخو (غږپوهې او اوازپوهې) سره بېله کړې ده…» (مومند، ۱۴۰۲، ۱۰۰م)
لیکوال د پوهاند زیار د کوم اثر حواله نه ورکوي، خو دغه خبره پوهاند زیار د خپل اثر “پښتو پښويي” په لومړي چاپ ۱۳۵۷ل کال کې کړې، چې موږ مخکي پرې بحث کړی دی او د نور زیات بحث ته پرې اړتیا نه شته.
څېړندوی محمد اسحاق مومند د څېړندوی علمي رتبې علمي – څېړنیزه رساله (د پېښور او د هغه شاوخوا د ځینو لهجو څېړنه او له معیاري ژبې سره یې پرتلنه) کې هم کټ مټ دا موضوع همداسې راوړې ده. (مومند، ۱۴۰۳، ۶۰م)
پښتو پښویه او پویه- ۲۰۲۳ز
دا د لطیف جان بابي اثر دی، په دې کتاب کې زموږ د موضوع اړوند ډېر بحث کېدای شي؛ خو دلته په ډېر لنډیز د ځینو یادونه کوو. په دې کتاب کې څو ځایه داسې راغلي دي: غږپوهنه (Phonology/ Phonic) (بابی، ۲۰۲۳، ۸۳م)، ږوغپوهنه (Phonemics) (بابی، ۲۰۲۳، ۸۶م)، ږوغپوهنه (فونیټیکس، Phonemics) (بابی، ۲۰۲۳، ۸۶م).
دلته غږپوهنې ته انګلېسي معادل (Phonology/ Phonic) هم راوړل شوی، (Phonemics) هم ورته کارول شوی او (Phonetics) هم، چې فونیټیکس د فونيميکس یا فونولوجي څخه جلا پوهه او جلا اصطلاح ده، (Phonic) د فونولوجي یا فونيميکس ځواب نه شي ویلای او همدا ډول د فونيټيکس او فونيميکس (فونولوجي) بحثونه سره مغالطه شوي دي.
په پښتو ځینو قاموسونو کې د فونيټيکس او فونيميکس مغالطې
پښتو – پښتو تشریحي قاموس – ۱۳۸۳ل
په دغه قاموس کې د څېړنې د موضوع په اړه داسې راغلي دي: «غږپوهه (ǧaẓpóha)-ښځ. م. ۱-ږغپوهنه، غږپوهنه، فقه الصوت، سپڼپوهه، فونيټيکس، فونولوجي، د ژبپوهنې يوه څانګه ده چې د ژبې اوازونه مطالعه کوي…؛ ۲- غږپوهه او اوازپوهه (فونيم پوهه، فونيميکس، فونولوجي) توپير سره لري، اوازپوهه يا فونيميکس فونيمو څخه غږېږي او د هغو د تجزيې او تصنيف سره اړيکې ښيي. په فونيميکس کې يو سمبول ښايي متعدد اوازونه ولري چې ټول به د يوه اواز غړي وي. که په کومه ژبه کې يو فونيم څو الوفونه ولري، په فونيميکس کې د ټولو الوفونو لپاره يوه سمبول کارېږي چې د ژبې الفبې جوړوي….» (تشریحي قاموس، ۱۳۸۳، ۲۱۹۹-۲۲۰۰م)
دلته د “غږپوهې” لومړۍ تشریح له دویمي سره بېخي متفاوته ده، لومړۍ تشریح «غږپوهنه، فقه الصوت، سپڼپوهه، فونيټيکس، فونولوجي» ټول په یوه مانا کارول شوي دي؛ خو په دویمه تشریح کې بیا راغلي دي چې «غږ پوهه او اواز پوهه (فونيم پوهه، فونيميکس، فونولوجي) توپير سره لري» چې د لومړۍ تشریح په اړه یې موږ مخکې غږېدلي یو او دویمه تشریح عیني هغسې بحث دی، چې ژبپوهنه یې کوي او د دې مقالې په پیل یا تیوریکي برخه کې په بېلابېلو ماخذونو مستند شوی دی.
په دغه قاموس کې دوه ځایه نور داسې راغلي دي: «فونېټيکس (foneṭíks)- نر. م. و ګ. غږپوهه.» (تشریحي قاموس، ۱۳۸۳، ۲۳۰۵م)؛ «فونېميکس (fonemíks) نر. م. وګ. غږپوهه.» (تشریحي قاموس، ۱۳۸۳، ۲۳۰۶م) چې دا مطلبونه هم په دغه قاموس کې د “غږپوهه” د تشریح د لومړي بند تایید کوي، یعنې فونيټيکس او فونيميکس په یوه مانا (غږپوهه) توجیه شوي دي، حال دا چې فونيميکس یا فونولوجي “غږپوهنه” او فونيټيکس بیا “اوازپوهنه” ده.
پښتو – پښتو سیند – ۲۰۱۰ز
دا قاموس د څېړنپوﮪ عبدالقیوم زاهد مشواڼي په زیار چاپ شوی دی. په دې قاموس کې اوازپوهنې ته لیکل شوي دي: «اوازپوهه (awazpoha) ښځ. م. فونیم پوهنه، فونیم پېژندنه.» (مشواڼی، ۲۰۱۰، ۴۵م) غږپوهنې ته لیکل شوي دي: «غږپوهه (gaẓpoha) ښځ. م. غږپوهنه، فقهالصوت، سپڼپوهه، فونیټیکس، فونولوجي.» (مشواڼی، ۲۰۱۰، ۷۱۰م)، فونيټيکس ته لیکل شوي دي: «فونيټيکس (foneṭiks) نر.م.و ګ. غږپوهه» او فونيميکس ته لیکل شوي: «فونيميکس (fonemiks) نر. م. و ګ. غږپوهه.» (مشواڼی، ۲۰۱۰، ۷۴۰م)
د دغه قاموس ذکر شوي معلومات ښیي. چې دلته فونيټيکس، فونولوجي او فونيميکس په یوه مانا راخیستل شوي، چې د دې مقالې د پیل د معلوماتو پر اساس دا درې واړه یوه مانا نه لري؛ بلکې “فونيټيکس” جلا او “فونولوجي یا فونيميکس” جلا په بله مانا پوهنو ته وایي.
پښتو سیندګی «نویزونه Neologisms» – ۱۳۸۷»
د دې قاموس اوډونکی پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار دی، د دې سیندګي په لومړي چاپ کې راغلي دي: «غږپوهنه- γaẓ-pohǝna: غږپوهه، غږپوهنه؛ (پا) آوا شناسی، واجشناسی؛ (عر) علم الصوات؛ (ان) phonology, phonetics» (زیار، ۱۳۸۷-أ، ۴۵۹م) که ولیدل شي، دلته غږپوهنه، آواشناسی، واجشناسی، علمالصوات، phonology, phonetics ټول په یوه مانا کارول شوي، حال دا چې (واجشناسی، علم الصوات، Phonology) یوه پوهه ده، چې فونيميکس یې هم بولي او (پښتو: غږپوهنه[8]، پاړسي: آوا شناسی، انګلېسي: phonetics جلا پوهه ده، چې لومړۍ یې د مانا په لېږد کې د فونیم ونډه څېړي او دویمه د غږیزو غړو، د غږ فزیکي خاصیت او د اورېدو د عصب درک مطالعه کوي او د غږ (Phone) له مانیز اړخ سره کار نه لري.
په دې سربېره په دغه قاموس کې غږپوهنیز او اوازپوهنیز، فونیمیکي الفبې او فونیټیکي الفبې او همدارنګه غږپوھ او اوازپوھ سره ګډ شوي دي. (زیار، ۱۳۸۷-أ، ۴۵۸-۴۵۹م)
د دې قاموس په دویم چاپ کې هم په ګڼ تعداد د لومړي چاپ مسایل هم هغسې تکرار شوي دي، ځینو ځایونو کې مغالطې سمې شوې دي، د بېلګي په توګه: « اواز پوهه awāz-poha فونیم پوهنه، د غږپوهنې هغه څانګه چې د یوې ژبې ارزښتناک غږونه یا فونیمونه څېړي، پر وړاندې یې سپڼپوهنه Phonetics ټیکاو لري چې د انسان له خولې هغه راوتونکي خام غږونه (سپڼونه) Phones د زېږ ډول، زېږځای او زېږدنده غړو له پلوه تر څېړنې لاندې نیسي (پا) فونیم شناسی، اواز شناسی، واجشناسی (ان) Phonemics.» (زیار، ۱۳۹۰، ۱۸م)
فونولوجي (غږپوهنه) چې لیکوال یې «اوازپوهه» بولي، د فونیټیکس (اوازپوهنې) چې لیکوال یې «غږپوهه» بولي تر چتر لاندې راوستې او همدارنګه فونولوجي ته یې بله معادله اصطلاح فونیمیکس «Phonemics» راوړې ده، خو لیکوال په خپلو نورو ډېرو آثارو کې چې په دې مقاله کې راوړل شوي فونیټیکس او فونیمیکس د فونولوجي برخې ګڼلې دي.
ژبپوهنیز سیند – ۱۴۰۱ل
د دې قاموس اوډونکی پوهمنل محمد عثمان څولیزی دی، دغه قاموس کې د فونيميکس، فونولوجۍ او فونيټيکس په باره کې راغلي دي: Phonemics (فونېمېکس): غږپوهه، اوازپوهه… (څولیزی، ۱۴۰۱، ۳۴۵م) «Phonetics (فونېټېکس): غږپوهنه، عمومي غږپوهه، اواز پوهه…» (څولیزی، ۱۴۰۱، ۳۴۸م)، «Phonology (فونالوژي): غږپوهنه، د ژبپوهنې هغه څانګه ده،… اواز پوهه، غږپېژندنه، د ژبپوهنې هغه څانګه ده…» (څولیزی، ۱۴۰۱، ۳۵۱-۳۵۲م)
په دغه قاموس کې د فونيميکس، فونيټيکس او فونولوجۍ درېواړو اصطلاحاتو له پاره په ګډه د «غږپوهنې» او «اواز پوهنې» اصطلاحګانې کارول شوې دي او د دوی توپیر سره نه دی شوی.
مناقشه
د فونیټیکس، فونیمیکس (فونولوجي) اصطلاحات او موضوعات زموږ په ژبنیو آثارو کې ګډوډ شوي دي، موږ دا وموندل چې د پښتو ژبې په (۲۱) ژبپوهنیزو آثارو کې دغه موضوع مغالطه شوې ده، چې د هغو له ډلې په لومړني هغه (پښتو پښویه- ۱۳۵۷ل.چاپ) کې یوه علمي سهوه تر سره شوې، چې فونولوجي یې پر (فونیمیکس او فونیټیکس) وېشلې ده. چې وروستنیو نورو ټولو دغه علمي تېروتنه چا د ماخذ په ذکر کولو او چا د ماخذ په نه ښودلو سره را تکرار کړې ده او په خپلو ګڼو چاپي آثارو کې یې راوړي ده؛ له بلې خوا چا بیا فونیټیکس پر (فونیټیکس او فونیمیکس) وېشلی دی، چا فونيټيکس او فونيميکس په یوه مانا کارولي؛ ځینو هغو فونيټيکس، فونيميکس یا فونولوجي درې واړه په یوه مفهوم را اخیستي دي؛ ځینو بیا «فونولوجي» تر «فونيټيکس» لویه پوهه ګڼلې ده او په دې حساب یې «فونټیکس» د «فونولوجي» برخه ګرځولې ده. ځینو ګرامریانو بیا فونيټيکس پر فونيټيکس وېشلی دی، چا فونیټیکس کې فونولوجي راوړې ده او چا فونولوجي کې فونیټیکس او یو له بله یې سرحدونه نه دي سره جلا کړي. له بلې خوا د دغو مغالطو په لړ کې چا د فونيټيکس او فونيميکس دواړو له پاره پښتو نومونه «غږپوهنه» راوړې او چا بیا د دغو دواړو له پاره «اوازپوهنه» راوړې ده؛ ځینو هغو فونولوجي ته «غږپوهنه/ږغپوهنه» کارولې او ځینو فونيټيکس ته او همدارنګه چا فونولوجي ته «اوازپوهنه» نومونه غوره کړي او چا د «فونيټيکس» له پاره او چا بیا د فونيټيکس له پاره دوې پښتو نوموني (غږپوهه او سپڼپوهه) غوره کړي دي، په ډېرو پښتو آثارو کې بې له کومې مقدمې دغه موضوعات سره ګډوډ شوي دي. دا او نور ډېر موارد په دغو آثارو کې سره مغالطه شوي دي.
پایله
څرنګه چې موږ ولیدل د پښتو ژبې په ګڼو ژبنیو آثارو کې د فونیټیکس او فونیمیکس په برخه کې مغالطې شته او د دې ستر لامل زموږ په ګڼو ژبپوهیزو آثارو کې د علمي مېتود پر ځای د صلاحیت مېتود کارول دي، مانا دا چې د علمي استدلال پر ځای پر شخص تمرکز شوی او دا د دې باعث شوی دی، چې موږ دي په خپلو ګڼو ژبپوهنیزو آثارو کې ګڼې اصطلاحي او مفهومي مغالطې ولرو. د دې لارې د خلاصون له پاره پښتو ژبڅېړونکو ته په کار ده، چې د شخصیتپرستۍ پر ځای د علمي مېتود او استدلال خبره په خپلو څېړنو کې مدار د اعتبار ونیسي، د خپلو کورنیو ماخذونه څخه دې کمه ګټه واخلي او په خپلو ژبنیو تیوریکي څېړنو کې دې ډېره تکیه پر بهرنيو ماخذونو وکړي. د ژبپوهنې علم ورځ تر بلې په نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره پر مخ روان دی، چې په اساس یې په بشري ټولنه کې چټک مثبت بدلونه راوستي او لا هم مخ په بره روان دی. د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د ژبنیو علمي تحلیلونو، لارښودونو، متني او غږیزو ژباړو، متني تلفظ او په په ډېرو نورو برخو کې د سترو سترو پرمختګونو شاهدان یو. په کار ده چې په پښتو ژبنیو څېړنو له پاره دغه نوې علمي بدلونونه مطالعه او په څېړنو کې ترې ګټه واخیستلای شي.
مأخذونه
بابی، لطیف جان. (۲۰۲۳ز). پښتو پښویه او پویه، بابیلان (پښتو یون) کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.
بشری اکرام. (۲۰۱۸ز). ژبپوهنه. پېښور: پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسټي: فاسټ ټرېک کمیونیکېشن.
پښتو – پښتو تشریحي قاموس. (۱۳۸۳ل). (دویم چاپ)، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز: میدیوتیک.
تږی، حبیب الله. (۱۳۴۵ل). نوې ژبپوهنه او ژبني مسأیل. کابل: پښتو ټولنه، دولتي مطبعه: کابل- افغانستان.
تڼیوال، مولاجان. (۱۳۹۷ل). پښتو ژبه او ژبپوهنه. کابل: د افغانستان علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست: شمشاد هاشمي مطبعه، کابل – افغانستان.
جبارخېل، عزیزالله. (۱۴۰۲ل). اواز پوهنه (فونټکس Phonetics). ننګرهار: هاشمی خپرندویه ټولنه.
چمتو، قسیم. (۱۳۹۸ل). تشریحي ژبپوهنه (څلورم چاپ). کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
څولیزی، محمد عثمان. (۱۴۰۱ل). ژبپوهنیز سیند. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست: لایف سټار مطبعه.
څولیزی، محمد عثمان. (۱۳۹۹ل). عمومي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
حبیبي، عبدالحی. (۱۳۲۴ل). «پښتو غږپوهنه یا فقه الصوت». کابل: کابل مجله، ۵ګڼه، پښتو ټولنه.
حیاتی، محمد. (۱۳۷۳هـ.ش). واژه نامه زبانشناسی «فارسی-فرانسه-انګلیسی». تهران: موسسه انتشارات آوای نور.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۵۲ل). پښتو بښویه: Grammar- د زلمي ساپي په اهتمام. کابل: کابل پوهنتون، ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی، د پوهنتون مطبعه.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۵۷ل). پښتو پښویه –دویم لاسوهلی-ګستنر چاپ. کابل: کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۶۰ل). ویي پوهنه. کابل: کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۶۲ل). پښتو پښویه. کابل: کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۲ل). پښتو پښویه – دویم چاپ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۴ل). پښتو پښویه – دریم چاپ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۶ل). پښتو پښویه – څلورم چاپ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۷ل). پښتو سیندګی «نویزونه Neologisms». پېښور: ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۰ل). پښتو سیندګی «نویزونه »، دویم چاپ. کابل: دانش خپروندویه ټولنه.
زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۶ل). پښتو وییپوهنه او وییرغونه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
سکام، وزیر. (۱۳۵۶ل). فونیمیکس یا فونالوجي. وږمه مجله، ۴مه ګڼه. ۱۶۹ مخ.
شاکر، نوراحمد. (۱۳۵۰ل). ژبنۍ څېړني. د وږمې مجلې ۱۳۵۰کال، ۱-۲مي ګڼي. ۲۶ مخ.
شېرزاد، محمد آقا. (۱۳۹۹ل). پښتو ګرامر (فونولوژي). کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
طاهري، نصیر احمد. (۱۳۹۹ل). تشریحي ژبپوهنه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
قانع، رحمان الله. (۱۳۹۷ل). ژبپوهنیزي نوموني. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
کریستال، دیوید. (۱۳۸۲ھ.ش). فرهنګ توصیفی آواشناسی. ژباړن: محمد فایض خلیل میرزایی. تهران: موسسه انتشارات نګاه.
مومند، محمد اسحاق. ( ۱۴۰۳ل). د پېښور او د هغه د شاوخوا د ځینو لهجو څېړنه او له معیاري ژبې سره یې پرتلنه. کابل، ناچاپ، د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ.
مومند، محمد اسحاق. (۱۴۰۲ل). د مومندو او اپریدو د ګړدودونو پرتلیزه څېړنه. جلال آباد- ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
هلالي، عبدالحکیم. (۱۳۷۰ل). د پښتو ژبې فونولوجي. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ: د ښووني او روزني مطبعه.
یوسفزی، سمندر. (۲۰۲۲ز). بنیادي ژبپوهنه. پېښور: اعراف پرنټرز.
David, C. (2008). A Dictionary of Linguistics and Phonetics 6th Edition. Blackwell publishing.
Jakobson, R. & Halle, M. (1956). Fundamentals of language. Mouton & Co.
Keith, B. & Jim, M. (2013). The Cambridge Dictionary of Linguistics. Cambridge university press.
Philip, C. (2008). A Glossary of Phonology. Edinburgh University Press.
Trask, R. L. (1996). A Dictionary of Phonetics and Phonology. Routledge.
[1] – که موږ د فونيميکس یا فونولوجي پښتو معادل “غږپوهنه” بولو، هغه ځکه چې دغه پوهه د انساني وینا یا غږېدا د واحد “غږ” په اړه بحث کوي او هم په تاریخي لحاظ دغه اصطلاح (فونولوجي) په لومړي وار په پښتو ژبپوهنه کې پوهاند حبیبي په ۱۳۲۴ل کال په کابل مجله کې په خپله یوه مقالې (د پښتو ږغپوهنه یا فقه الصوت) کې (غږپوهنه) بللې ده (حبیبي،۱۳۲۴، ۱م).
[2] – دوکتور مجاور احمد زیار کټ مټ ورته پېژندنه په خپل اثر «ویي پوهنه» کې هم کوي. (زیار، ۱۳۶۰ل، ۳۳۵م)
[3] – پوهاند محمد آقا شېرزاد فونيټیکس ته د “ږغپوهنه” او فونيميکس یا فونولوجي ته په خپلو اثارو کې “اوازپوهنه” غوره کړې ده.
[4] – یادونه: د دې او نورو راتلونکو تبصرو د تصدیق له پاره وګورئ، د دې مقالې لومړۍ برخه او هلته کارېدونکي بېلابېل ماخذونه.
[5] – دلته «واژ» سم نه دی، واژ/واژه لغت، کلیمه یا ویي کارېږي، چې مورفولوجي بیا واژهشناسي بولي.(زیار، ۱۳۸۲ل، ۲۳۷م)
[6] – دلته د فونیمیکس (Phonemics) په برخه کې ټایپي تېروتنه شوې، ځکه فونیمیک (phonemic) شوی او دا د فونیم لیکلو ته وایي.
[7] – د ګړپوهي یا مورفولوجي له پاره د “واجشناسی” پاړسي اصطلاح ذکر شوې، چې دا فونولوجي ته وایي، ګړپوهني یا مورفولوجي ته په پاړسي کې “واژه شناسی” وایي.
[8] – غږپوهنه د لیکوال په نورو اثارو کې هم د (فونیټیکس) معادل پښتو اصطلاح کارول شوې ده، چې موږ په دغه مقاله کې اوازپوهنه بللې او غږپوهنه مو د (فونیمیکس یا فونولوجي) له پاره غوره کړې ده.