Home+د خوست پېژندنې بيا خپرېدلو ارزښت او اړتيا!

د خوست پېژندنې بيا خپرېدلو ارزښت او اړتيا!

سپين روان نورزی

د ادبياتو ټولنپوهنې متخصصين په دې نظر دي چې هر کتاب د خپل چاپ له نېټې وروسته تر لسو کلونو پورې ژوند کولی شي، خو له هغې وروسته بيا يې ارزښت کميږي، حتا ډېری يې مري، يعنې بيا په ټولنه کې د هغو بديلونو ته په کتو اړتيا نه احساسيږي چې بيا دې چاپ شي، خو ځینې اثار بيا د دې دايرې له مداره د باندې وي، ځکه ټولنه ورته اړتيآ لري، او د اړتيا په اساس د کتاب ارزښت هم موجود وي.

په يوه ټولنه کې ارزښتونه اړتياوې ټاکي، يوه شي ته چې څومره اړتيا ډېره وي، په هماغه اندازه ارزښت هم لري، د خپل ارزښت له مخې په ټولنه کې پايښت هم مومي.

د خوست پېژندې اثر هم يو له هغو ارزښتمنو اثارو څخه دی چې فکر کوم تر ډېره به په افغاني ټولنه کې پايښت ولري، ځکه په دې اثر کې ټر ډېره پورې د افغانستان د يوه ولايت تاريځي، کلتوري، ټولنيز، جغرافيوي او اقتصادي مسايل تقريبا په مشرح ډول راټول شوي دي، په داسې حال کې چې مخکې له دې په د دې سيمې په اړه دا ډول معلومات د يوه کتاب په بڼه نه وو خوندي شوي.

د دې کتاب په اړه خبرې او يا نظر ما د ۲۰۰۸ کال ياد ته بيايي. هغه مهال زه د پوهنتون محصل وم، زموږ استاد راته دنده راکړه چې تا بايد د خوست په اړه معلومات راټول کړې، خو د خپلو معلوماتو په پای کې بايد د هغو ماخذونو لړ وليکې چې ته ترې استفاده کړې ده.

ما ډېرې خبرې د خپل مرحوم پلار له قوله وليکلې، خو په ليکلي ډول مې داسې کوم مستقل اثر پيدا نه کړو چې د خوست ولايت په اړه ليکل شوی وي، په يوه کتاب پلورنځي کې مې د افغانستان د ولايتونو د جغرافيې په اړه يو کتاب پيدا کړی چې تقريباً يو سلو شل مخه به وي، غالبا د کتاب ليکوال مرحوم استاد غلام جيلاني عارض و، په هغه کې يوازې په وروستيو پاڼو کې يو مخ د خوست په اړه معلومات ليکل شوي وو. کله چې ما خپله مقاله هغه استاد ته ورکړه، هغه وويل چې ولې دې له يوه کتابه استفاده کړې ده، احداقل يو پنځه کتابونه به دې پلټلي وای. څ

دا خبره بايد هېره نه شي چې ارواښاد استاد يمين د خوست په نوم او په تاريخي ډول د دې ټولې سيمې په اړه په يوه کتاب کې لږ بحث کړی، همدا ډول مرحوم استاد عبدالشکر رشاد هم په يوه مرکه کې چې د کليد ګروپ له خوا په کتابي بڼه خپره شوې وه، د خوست په نوم او تاريخي جغرافيا باندې بحث کړی دی.

ښايي هغه وخت ولايتي اداره هم دې نيمګړتيا ته متوجه شوي وي، په همدې وجه د خوست پخواني والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي يو کميسيون تشکل کړ ترڅو د خوست په اړه يو کتاب وليکل شي. په لومړي سر کې ما ته دا ډېره ستونزمنه چاره ښکاره کېده، خو کله مو چې د کتاب په تاليفولو پيل وکړ، او کتاب مو چاپ ته چمتو کړ، حتا چاپ شو او د مخکتنې غونډه يې جوړه شوه، هله ما فکر وکړ چې انشاءالله خوست هم په يوه کتاب کې په نسبي ډول خوندي شو.

ښايي دا کتاب ډېرې کمۍ او کاستۍ ولري، خو ستره ښېګڼه په کې دا ده چې د ځوانو ليکوالانو او څېړونکو لپاره يې يو پيل او ماخذ بللی شو، اوس که څوک غواړي چې د خوست ولايت په اړه ليکل وکړي، کولی شي په ډېرې اسانۍ يې پيل او پای ته ورسوي. دا خبره مې ځکه ياده کړه چې کله موږ د دې کتاب لپاره مواد راټولول، نو د بېلا بېلو مسلکونو کسان په دې کميسيون کې راټول شوي وو، چې د بحث پر وخت به هر کس په دې تاکيد کولو چې بايد دې موضوع ته ځانګړي پاملرنه ونه شي، د بېلګې په توګه د اقتصاد رئيس صاحب به ويل چې بايد اقتصاد په کې د هرې موضوع محور وي، او مسايل دې له اقتصادي اړخ په نظر کې ونيول شي، خو په مقابل کې به يې پتنګ صاحب چې فولګلورپېژندونکی دی، په فولکلوري اړخ ډېر تاکيد کولو، انګار صاحب چې شاعر او ليکوال دی هغه ته به يې هنري او ادبي اړخ ډېر مهم ښکاره کېدو، په پای کې والي صاحب نعيمي وويل چې تاسو خپل مواد راټول کړی، زه يې توحيدوم.

د کتاب له لومړي چاپه تر نن پورې تقريباً يوه نيمه لسيزه تېره شوه، ښايي هغه کتاب د ډېرو لاس ته رسېدلی وي، خو ښايي د هغو هم شمېر کم نه وي چې دې کتاب ته اړتيا لري، ځکه په هر علمي او څېړنيز ډګر چې د خوست په اړه خبره کېږي بايد دې کتاب ته سر ورښکاره کړي، په همدې دليل يو ځل بيا د کتاب ارزښت ته په کتو، د ښاغلي عبدالجبار نعيمي په هڅو په دويم ځل چاپ شو، خو د خوشالۍ ځای په کې دا ده چې اوس يوازې په پښتو نه دی چاپ شوی، بلکې په انګليسي ژبه هم وژباړل شو، اوس هېوادوال او نړيوال کولی شي په اسانۍ له دې کتاب څخه استفاده وکړي.

لکه څه ډول چې پاس يادونه وشوه، دا اثر په خپل ځای يو ډېر ارزښتمن اثر دی، چې اړتيا به يې هر وخت احساسيږي، نو زما وړانديز دا دی چې په دريم ځل چاپ سره يې بايد منځپانګه لا پياوړي کړو او هغه څه چې په کې نيمګړي وي، د هغې د بشپړتيا هڅه وکړو او هغه څه چې په کې اصلاح ته اړتيا لري په هغه کې سمون راولو، خو دا چاره هله د امکان وړ ګرځي، هغه دوستان چې له دې کتاب څخه استفاده کوي، هغه نيمګړتيا او يا کمی چې دوی ته مخې ته په کې ورځي هغه نوټ او له موږ سره يې شريک کړي.

په پای کې يو ځل بيا د خوست له پخواني والي صاحب او د هېواد سياسي او فرهنګي شخصت عبدالجبار نعيمي څخه نړۍ نړۍ مننه چې له هېواده لرې د هېواد لپاره کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...