سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشعرد صدیق الله بدر دوه تازه شـــعرونه

د صدیق الله بدر دوه تازه شـــعرونه

تاو

څه دې وايه کړي پرې ښه وي خو چې ښه نه وي
زړه راسره داسې وي هيڅ چې راسره نه وي
دا چې تړم زړه حسنه ستا د مينې تاو باندې
ژمي کې سړه ډېره مخ په لمر کوټه نه وي
تاسره دا ستا حسن ما سره زما مينه
داسې يو رنګين ژوند ته چا سره اسره نه وي؟
مه پټوه مخ داسې هيڅ دې چې ليدای نه شم
شپه کې هم مزل کېږي ډېر ه چې تياره نه وي
ځم په کومه لاره چې بدره په کې ورک ښه يم
سخته دې وي خير دی خو ډېره دې اوږده نه وي

۱۳۹۲.۶.۲۲/۲۳

مينه

هسک دې چې سره همېشه ګرځوم

عشق به د خپل زړګي پېشه ګرځوم

کوڅه دې کله هم بې کاڼو مه شه

زه په کې زړه لکه شیشه ګرځوم

عشق به يو شور يوه مستي وي زما

لا چې په سر کې دا نېشه ګرځوم

خياله چې تل درته په هوش کې يمه

جنون به خپله اندېشه ګرځوم

تا د فرهاد بدر پوښتنه وکړه؟

شيرينې غره په غره تېشه ګرځوم
۱۳۹۲.۶.۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب