چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeکلتورخاطرهمينه/ نصير احمد احمدي

مينه/ نصير احمد احمدي

مينه لور مې په اول صنف کې ده، څه موده مخکې يې په تريو تندي راته وويل:

_جنګ مې وکړ!

ورته ومې کتل، غټې سترګې يې له غوسې ډکې وې.

خندا راغله:

_ولې؟

د مينې تندی نور هم سره ورغی:

_هيڅ! يوه اکربه همصنفۍ مې ده، نوم يې نه ده را مالوم، په  زبه ( ژبه ) يې سمه نه پوهېژم، پارسي ( فارسي ) وايي، تېره ورځ مې د مکتب له کانتينه برګر واخيست، خو دې رانه چور کړ، ما هم تر څڼو ونېوله.

په خندا مې ورته وويل:

_دا ځل چې دې برګر واخيست، نو ورسره نيم يې کړه.

مينې څه ونه ويل، خو له تندي يې پوه شوم چې زما خبرې خوند نه دی ورکړی.

په سبا يې په غوسه راته وويل:

_له نجلۍ سره مې برګر نيم کړ.

دوې ورځې ووتې، ماښام ستړی کورته راغلم، مينه د چوترې په زينو کې ناسته وه، مخته يې منډه راواخيسته، خوله يې له خندا نه سره ورتله، په خوند يې وويل:

_هغې نجلۍ له کوره پيره کی راوړی و، په تفريح کې يو ځای سره کېناستو، خبرې مو وکړې او پيره کی مو په ګډه وخووړ.

خندا راغله:

_ته خو د هغې اکربې په  ژبه نه پوهېدې!

مينې په خوند وويل:

يه ( نه )، اکربه يې مه بوله، شه نجلۍ ده، ما پشتو ويله، دې هم پارسي، خو د يو بل په خبرو پوهېدو. نوم مې يې هم زده کو ( کړ ) ، تمنا نوميږي.

فکر په مخه کړم، دا وطن يو بل ته په کنځلو نه جوړېږي، په يو بل پسې بد ويل، دا وطن د خرابۍ خواته بيايي، دا وطن به هغه وخت جوړ شي چې برګر او پيره کی سره نيم کړو ، يو بل په خپلو نومونو وبولو او په دواړو ژبو پوه شو.

7 COMMENTS

  1. سلامونه اونیکی هیلی ښاغلی احمدی که چیر ټول همداسی وای نوداوطن به ولی داسی تباه اوبرباد وو زما دپاره داسی لیکنه اول واروو چی ومی لوسته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب