Home+دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ)
د ټاکنو بهیر برخه
د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې
په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله، د هغوی په فرمایش مې ریپوټونه برابرول، چاره ښه وه، مړۍ مې پکې غوړه وه، د هر چا نه خدای پاک ښه را رسوله، دومره تنخا مې اخیسته چې په دولتي ادارو کې د چا نه وه.
دا خبره مې تر دې پورې کوله چې:
د سهار وړانګو تازه غاړه هسکه کړې وه، زنګ راغی، شمېره د استاد شپون وه:
– اورم استاده!
– سلام علیکم
– وعلیکم السلام، لعل پاچا جانه، څنګه یې بچیه!
-ښه یم استاده، ته څنګه یې؟
– ګوزاره کوم بچیه!
_شکر دی چې ښه یې.
ـ بچیان دې ښه دي؟
– مننه، ژوند دی تېرېږي. ته له کوره خبرېږې؟
– هو خبرېږم، زما خو یوه ناوکۍ ده، هغه هم بوخته ده.
د خپل طناز مزاج مزي یې وترنګول، یوه شېبه مو سره غورې وکړې، بیا یې راته وویل:
– ته پوهېږې ما زنګ څه ته وهلی؟
– استاده! زما د صحت پوښتنه به دې کوله.
– دا خو ده، خو نور!؟
– نه، نور خو نه پوهېږم.
– دا خلک وایي چې رئیس جمهور ټاکل کېږي او انتخابات دي.
– هو ،دغسې اوازې خو اورو.
– کاندیدان هم لکه چې بې شمېره دي؟
– بېخي بې شمېره دي، دا خو افغانستان دی، نوې تجربې پکې کېږي.
– دې ملک سر خوړلي کې بیا دا تجربې زیاتې شوي دي.
– نو ستا څه خوښه ده؟
زه یې لږ، لږ په اندازه پوه شوم چې استاد څه غواړي، را ته ووایي، شاخوا یې ګروله.
– استاده! زه خو ستا تړلی چرګ یم، ستا به خبره وي او زما حرکت.
– پوهېږم بچیه! هسې خبره مې کوله.
– استاده! دا هسې خبره دې را ته ووایه.
– نه پوهېږم خو، دلته خلک یو سړی ښيي.
ـ چې سړی دی، خو بیا سمه ده نو.
ـ هو نو، وګوره سړی، ور لاندې واچوه کالی.
ـ سړی به تا لیدلی وي؟
ـ نه پوهېږم بچیه، خو کمپیوټر سری دی.
ـ بیا خو په هر څه پوه دی.
ـ له ځانه وړاندې روان دی.
ـ خدای دې ور ته خیر پېښوي، له ځانه خو وړاندې غازي امان الله خان هم روان و.
ـ ګوندې ده ترې لږ سبق زده کړی وي.
ـ د هغه ګناه نه وه، ګناه د ټولنې د فکري کچې وه.
ـ دده پوهه هم زیاته ده، دا نقص دی هم لري.
ـ دا نخسان نه دی، زموږ بېچاره ګي ده.
ـ موږ دې خدای پوه کړي.
ـ اوس به ټولنه څنګه دې ته راضي کړو چې دویم امان الله خان پیدا شوی دی؟
ـ مبارزه غواړي.
ـ همدا یې پیل دی.
ـ بالکل بچیه.
ـ اوس یې را ته بشپړ را وپېژنه
ـ دا نورې ولاړې بلاګانې نه پېژنم، خو دغه اشرف بد سړی نه دی.
– بالکل استاده! چې ستا خوښ دی، زموږ خوښ دی.
– چې خوښ دې دی، نو لاس په کار شه!
ـ تر خپله وسه به کار کوم او پر تا څه احسان وړاندې مې هم ور ته کار کړی دی.
ـ بیا خو شاباس، زه نو هسې پکې راغلم، خو نور کار هم غواړي.
– په سترګو استاده، ولې نه، کار کوم او نور به هم زیات کار وکړم، اوس خو ستا ډاډ او ملاتړ راسره شو چې ستا ملاتړ وي، ستا په لار به څنګه نه ځو!؟ بېخي خاطرجم اوسه، زه به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړم او زیاتې به یې کړم.
– افرین، شاباس بچیه! چې کابل ته راغلې، بیا به سره وګورو، اوس نو د خدای په امان.

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...