تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه)د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل پابلوبه رایل چلینجر بنګلور له ګوجرات ټایټانز څخه په ۵ ویکټونو او ۱۲ اضافي توپونو وګټله.
د دې سیالۍ پچه بنګلور وګټله خو غوره یې وګڼله چې فیلډ ته ووځي. ګوجرات د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۵۵منډې وکړې.
د ګوجرات لپاره یوازې واشنګټن سوندار ښه توپ وهنه وکړه. دی دګجرات لوبډلې یوازینی لوبغاړی و چې ۵۰ منډې یې وکړې.
راشد خان په ۳ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۷ منډې وکړې.
خو راشد خان یوازینی لوبغاړی و چې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول او نسبناً لږ منډې یې ورکړې. ده په۴ اورونو کې ۶ اعشاریه ۲۵ منډې وزکړې چې د ګوجرات تر بل هر توپ اچوونکې کمې منډې وې.
د بنګلور لپاره تر ټولو ښه بیټنګ وهرات کوهلي وکړې. ده په په ۴۲ توپونو ۷۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.
د سږ کال په آی پي ایل کې ټولټال ۱۴۲۶ شپږیزې او ۲۳۳۲ څلوریزې ووهل شوې.
تر ټولو ډېرې منډې وایباف سوریانشي وکړې. دغه پنځاس کلن ماشوم ۷۷۶ منډې وکړې.
تر ټولو ډېر ویکټونه د ګوجرات کاګیسو رابادا ترلاسه کړل. ده په ۱۷ پاڼیو کې ۲۹ ویکټونه واخیستل.
راشدخان څلورم شو. ده په ۱۷ مسابقو کې ۲۱ ویکټونه واخیستل. راشدخان ته په ځینو مسابقو کې پوره ۴ اورونه ورنه کړل شول.