تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۰مه) د هند غوره لیګ پایلوبه د رویل چلنجر بنګلور د لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې ګجرات لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۵ منډې وکړې او مقابلې بنګلور لوبډلې ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.
ګجرات لپار تر ټولو ډېرې منډې واشنګټن سندر وکړې.
بنګلور که څه هم ښه پيل وکړ خو په منځنیو اورونو کې افغان او د نړۍ مخکښ ورور توپ اچوونکي راشدخان بیا په خپل لومړي اوور کې د بنګلور دوه مهم لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې بڼه یې یو څه بدله کړه.
خو بیاهم بنګلور د ویرات کولي د ۷۵ ناسوزېدلو منډو پر مټ یې ګجرات مات کړ او اتلولي یې خپله کړه.
دا پرلپسې دوهمه اتلولي ده چې بنګلور لوبډله یې خپلوي.

افغان راشدخان بیا د دې سیزن په سپین توپ اچوونکو کې تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو، هغه ۲۱ ویکټې واخیستې او د دې سیزن د مخکښو بالرانو په لېست کې بیا څلورم راغی.