نعمت الله صدیقي
د تعلیم او تعلم په اړه به د دنیا په هېڅ ریاست، حکومت او يا په نظریاتي یا غیرنظریاتي سازمانانو او عامو خلکو کې داسې څوک ونه مومې، چې له دې ارزښته دې منکر وي یا یې په اهمیت نه وي خبر؛ خو دا توپیر یې حتماً شته، چې څوک یې لږ او څوک یې په ډېر اهمیت درک کوي. موږ چې خپل تېر ته ګورو، جنګ و جدل او جګړیزې مخینې مو پر غیرسیاسي او علمي اړخ زورورې پاتې شوې دي؛ یا په بله وینا، اوس هم د جنګي نفسیاتو تر غلبې لاندې یو.
مګر جنګونه او دغه ډول جګړیزې مخینې د تلپاتې بدمرغۍ په مانا او تقدیر نه شي توجیه کېدای. تر موږ له ډېر بد حالت مخ ولسونه هم د ښوونې او روزنې په لومړیتوب خپل مسیر ته سم شوي دي. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا ډېری هېوادونه په کنډوالو بدل وو؛ خو د «مارشال پلان» له لارې یې د اقتصادي بیارغونې تر څنګ د علم، د صنعت او تولید پر ودې یې هم پانګونه وکړه. د دې کامیابې تجربې یو مهم درس دا دی، چې د ملتونو رغونه یوازې د مادي شتمنیو په راټولولو نه کېږي؛ بلکې علمي شعور او فکري وړتیاوې یې هم د پام وړ برخې دي یا له شتمنیو اعظیمي استفاده اصلاً له همدې شعور سره تړلې ده.
د ښوونې او روزنې د اهمیت په اړه مې یوازې همدا وچه سپوره خبره نه در تکراروله؛ ځکه په اوسني وخت کې د داسې ارزښت بیانول هم له شرم کم نه دي؛ بلکې خبره مې دا کوله، چې نور خلک د تعلیم د دوام لپاره په دغسې قیمتونو هم اړ نه دي.
تاسې به په رسنیو کې لوستي وي، چې د جاپان د کانا هارادا په نوم یوې نجلۍ، چې د ښوونځي د زده کړو لپاره یې هره ورځ په رېل ګاډي کې تګ راتګ کاوه. کله چې د مسافرو د نشتوالي له امله د هغې د سیمې د رېل تمځای د تړلو پرېکړه وشوه، د نجلۍ زده کړې هم له ستونزو سره مخ شوې، د ښوونځي د مدیر او رسنیو له هڅو وروسته، د رېل شرکت یوازې د دې لپاره پرېکړه وکړه، چې د هغې د ښوونځي تر بشپړېدو به ریل او تمځای دواړه فعال ساتي. رېل به هره ورځ یوازې د همدې یوې نجلۍ لپاره هم تګ راتګ کاوه، څو یې زده کړې نیمګړې پاتې نه شي.
د مارشال پلان او د جاپان د دې دواړو خبرو ترمنځ مشترک ټکی دا دی، چې د ملتونو رغونه یوازې په پیسو او مادي شتمنیو نه کېږي؛ بلکې علم او تعلیم ته په عملي لومړیتوب ورکولو یې حکومتونه او حاکمیتونه اړ دي. زموږ ستونزه دا ده چې د تعلیم پر ارزښت پوهېږو او په اړه یې خبرې هم کولای شو؛ خو په عمل کې یې بیا هغسې نه منو، چې پایلې یې محسوسې او عملي وي. د ملتونو په پرمختګ کې تر ودانیو او سړکونو یا بیارغونې د خلکو د علمي شعور او فکري وړتیا عملي ونډه خورا مهمه او مهم ترینه ده؛ خو کاش چې زموږ حکومتونه او هممهاله د واک او اختیار مرکزونه مو په دغسې یوه ګډ ارزښت او اهمیت هر وخت موافق او په هیڅ صورت او بحران کې مو اولسونه او خلک له دې علمي او شعوري فکټورونو بې برخې نه وای.