زلمی نصرت
دنمارک
آسیا د خپلو بډایو طبیعي او تر ځمکې لاندې زېرمو، د بشري ځواک د پراخې زېرمې، د لوی نفوس، د پراخ بازار او د عصري وسایلو او ټکنالوژۍ د مخ پر زیاتېدونکې اړتیا له امله د نړۍ پام ځان ته اړولې ده.
له همدې امله، د نړۍ داقتصادي ستراتیژۍ لوري د بدلون په حال کې دی او د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو سترگې د آسیا خواته اوښتي دي.
په آسیا کې د پانگونې پراخ فرصتونه شته او د نړۍ ستر اقتصادي انحصارگران او پانگوال غواړي په دې سیمه کې خپل حضور پیاوړی او میدان تهور ودانگي.دغه پانگونې او عصري ټکنالوژۍ ، ارزانه بشري ځواک، طبیعي زېرمو او خامو موادو؛ خوندي او باوري ترانزیټي دهلېزونو، لویو لارو، د اوسپنې پټلیو او سیمهییزو نښلوونکو شبکو ته اړتیا لري؛ داسې لارو ته چې امنیت یې تضمین وي او سوداگریزې توکي پرې په ډاډه زړه ولېږدول شي.
په دې ستراتیژۍ کې افغانستان د خپلې ځانگړې جغرافیایي موقعیت له امله د اقتصادي تحولاتو په مرکز کې قرار لري او کولای شي د آسیا د مهمو اقتصادي سیمو ترمنځ د نښلونکې کړۍ رول ولوبوي.
دا ډول نښلونې امنیت ته اړتیا لري، نه ورانکارو ډلو، ترهگرۍ او گډوډیو او نا امنیو ته.
د دغو سوداگریزو لارو پر مسیر د پښتنو شاوخوا ۹۰ میلیوني بشري ځواک په لر اوبر کې پروت دی. که پرون ددې ځواک یادونه تر ډېره د یو مضبوط پوځي ظرفیت په توگه کېده، نن اړتیا ده چې د اقتصادي ځواک، سوداگرۍ ، تولید او سیمهییز اتصال په برخه کې یې رول د قانون او اقتصادي نظم نوې نظم په چوکاټ کې تعریف او بدلون ومومي.
د روسیې اوسنی رول د پنځوسو کلونو مخکې له رول او ځایگي سره توپیر لري. همدا بدلون د منځنۍ آسیا پر هېوادونو، چین، هند، ایران او پاکستان، امریکا، اروپا، د خلیج هیوادونو او آن تر انگلستانه پورې د بېلابېلو بڼو له مخې صدق کوي.
په دې ترتیب د سیمې د اقتصادي اړیکو او نړیوالو سوداگریزو مسیرونو په بدلېدونکي وضعیت کې د هېوادونو ارزښت د هغوی د جغرافیایي موقعیت، اقتصادي ظرفیت او د امنیت په تأمین کې د رول له مخې ارزول کېږي او ورته اهمیت ورکول کیږي.
له همدې امله، په دې نوې اقتصادي ستراتیژۍ کې پاکستان ځای نه لري او پاکستان نور نه شي کولای چې د آشوبگرو او ترهگرو ډلو د موجودیت له لارې له نړۍ څخه امتیازات او باج ترلاسه کړي.
نړۍ اوس د خوندي او باوري سوداگریزو لارو په لټه کې ده او د دې لارو د تأمین لپاره د افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر اهمیت ورځ تر بلې زیات تمرکز کېږي. داسې ښکاري چې پاکستان لا هم د دې ستراتیژیک بدلون پر اهمیت او په نوې سیمهییز اقتصادي نظم کې د خپل احتمالي محدودېدونکي رول پر پایلو پوره نه ده پوه شوې.
په نوې اقتصادي استراتیژۍ کې د«خیبر پښتونخوا یو ځای کیدل له افغانستان سره »، هم د همدې پراخو جیوپولیټیکي او ستراتیژیکو اقتصادي بحثونو په رڼا باید وارزول شي.
همدارنگه، د اسلامي امارت د حکومت له لوري د سړکونو جوړونه، بیارغونې او د ترانزیټي لارو د پراختیا پر چارو تمرکز باید یوازې د کورني پرمختگ په چوکاټ کې ونه ارزول شي، بلکې د سیمې د بدلېدونکې اقتصادي ستراتیژۍ په رڼا کې هم مطالعه شي.
دا چې یو شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره په خپلو سیاسي اړیکو کې احتیاط کوي، ښایي یو لامل یې دا وي چې افغانستان د سیمې د مهمو سوداگریزو لارو پر مسیر پروت دی او د دغو لارو په امنیت او فعالیت کې اغېزناک رول لوبولای شي. په اوسني وضعیت کې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت، امنیتي ظرفیت او ترانزیټي اهمیت په اړه د سیمې او نړۍ محاسبات ورځ تر بلې زیات اهمیت پیدا کوي.
د سمندري لارو کړکېچ، د بابالمندب او هرمز په تنگیو کې امنیتي کړکېچونه او جگړه ییز وضعیت د نړیوال اقتصاد او سوداگرۍ پر بهیرونو منفي اغېز کړی. د سمندري لارو پر وړاندې امنیتي گواښونه، د لېږد رالېږد د لگښتونو زیاتوالی او د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې بېثباتي، د نړۍ پام د بدیلو وچو او خوندي ترانزیټي لارو پر لور اړوي.
په همدې شرایطو کې د وچې له لارې د سوداگرۍ د اوسپنې پټلۍ لویو لارو او سیمهییزو ترانزیټي دهلېزونو ارزښت ورځ تر بلې زیاتېږي او افغانستان د خپل ځانگړې جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ او جنوبي آسیا، چین، ایران او نورو سیمهییزو پر نفوسو بازارونو ترمنځ د نښلولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په دې توگه؛ د آسیا د اقتصادي اهمیت په زیاتېدو سره، افغانستان او قبابلي سیمو ته یو تاریخي فرصت په لاس راغلی. خو د دې فرصت د عملي کېدو لپاره یوازې جغرافیایي موقعیت بسنه نه کوي؛ دوامدار امنیت، د قانون حاکمیت، اغېزمنې زیربناوې، سیمهییزې همکارۍ او له نړیوال اقتصاد سره د باوري اړیکو پراختیا هم اړینې دي.