Home+تشبیه| انورالله حمیدزوی

تشبیه| انورالله حمیدزوی

  په تېره لیکنه کې مو د شعر په هکله څه نه څه تت اړخونه د رڼا په تله وتلل او پکې د شعر مهم توکي چې له هغوی پرته شعر نشي جوړېدای هم واضح کړل. د تخیل په هکله مو په کمو الفاظو کې تعریف وکړ او په شعر کې مو یې ونډه هم څرگنده کړه. تخیلي تصویرونه د تشبیه، استعارې، مجاز، سمبول، کنایې او ځینو نورو توکیو په واسطه جوړېږي، ښه دا دی چې د شعر په خوږلښت کې د دوی یادونه او ارزښت هم په ډاگه شي. په دې لیکنه کې موږ په لنډ ډول په تشبیه غږېږو او په شعر کې یې رسالت ثابتوو.

تشبیه(Simile)

تشبیه د ادبي بیان له مهمو او پخوانیو هنري وسایلو څخه ده چې په ځانگړي ډول په شاعرۍ کې د مانا د روښانتیا، د خیال د پیاوړتیا او د احساس د انځورولو لپاره کارول کېږي. که تعریف یې کړو، ویلی شو، هغه ورته والی دی چې د دوو مختلفو څېزونو ترمنځ له یوه اړخه یا هم له څو اړخونو موجود وي.

خو که تشبیه یوازې د «یو شي له بل شي سره ورته کولو» تر کچې محدوده کړو، د هغې د هنري ارزښت یوه مهمه برخه له پامه غورځوو؛ ځکه تشبیه یوازې لفظي پرتله نه ده، بلکې د مانا د جوړولو او د نړۍ د نوې لیدنې یوه وسیله هم ده.

یو مثال راوړم چې د ( لیلا زلفې د شپې په څېر تورې دي.)

دلته د لیلا د زلفو توروالی د شپې د توروالي په واسطه تشریح او ترسیم کېږي. دې جمله کې د «لیلا زلفې» یو شی دی چې موږ یې د توصیف له امله له یوه بل شي سره ورته گڼو، ځکه ورته «مشبه» وایو. «شپه» یو بل شی دی چې موږ یې د «لیلا زلفو» سره ورته گڼو، ځکه ورته «مشبه به» وایو.

اوس که پوښتنه شي چې د «لیلا زلفې» له «شپې» سره ورته کوو ولې یې له بل څیز سره نه ورته کوو؟ دا ځواب د تشبیې بنسټ جوړوي. یانې د لیلا زلفو او د شپې ترمنځ د ورته والي اړیکه جوته دی چې دلته «توروالی» دی. همدې جمله کې د «په څېر» کلمه د تشبیې توری گڼل کېږي. په حقیقت کې تشبیه له مبالغې او خیال سره نغښتې اړیکه لري. دلته یوه خبره ډېره ضرور دی چې شاعر کوم تصورات خپروي، حقیقي نه وي، بلکې خیالي او استعاري وي.

د تشبیې پر مهال شاعر معشوقه له سپوږمۍ سره ورته کوي، خو دا ورته والی حقیقي نه وي، بلکې مجازي وي. ځکه د ده معشوقه کله دومره ځلېدونکې ده چې ټولې دنیا ته روښنایي ورکړي. دلته شاعر د معشوقې حسن ته په کتو د سپوږمۍ سره په ورته والي کې مبالغه او خیال کوي چې همدا خیالات د هنري ادبیاتو د لذت او سرور شیندلو فوق العاده ځواک لري. خلاصه دا چې موږ هنري ادبیات د رښتیا او منطق په تله نه تلو، بلکې د تخیل او مجاز له زاویې یې گورو.

د تشبیې په اړه د نړیوال ادبي نقد یوه مهمه خبره دا ده چې تشبیه یوازې د ورته والي څرگندونه نه کوي، بلکې په ورته وخت کې توپیر هم ساتي. کله چې دوه شیان سره ورته کېږي، هغوی په بشپړ ډول یو شی نه گرځي؛ بلکې شاعر د دوی ترمنځ یوه ځانگړې اړیکه پیدا کوي. په یوه ادبي بحث کې تشبیه د دوو بېلابېلو څیزونو څرگنده پرتله بلل شوې او ټینگار شوی چې تشبیه په یو وخت کې ورته والی څرگندوي او د دواړو شیانو توپیر هم ساتي.

همدا ټکی د تشبیې د هنري ارزښت لپاره ډېر مهم دی. که مشبه او مشبه‌ به دومره سره نږدې وي چې د دوی ترمنځ هېڅ نوی تصور رامنځته نه شي، تشبیه ممکن له هنري پلوه کمزورې شي. خو که شاعر دوه په ظاهره بېلابېل شیان سره وتړي او د هغوی ترمنځ داسې پټه اړیکه راوباسي چې لوستوونکي مخکې په دې ډول نه وي لیدلې، تشبیه د تخیل او مانا په یوه پیاوړې وسیله بدلېږي. اغېزمنه تشبیه باید مناسبه او هم تر یوه حده حیرانوونکې وي؛ یانې د مشبه او مشبه‌ به اړیکه باید د لوستوونکي لپاره د درک وړ وي، خو دومره عادي هم نه وي چې هېڅ نوی تصویر ورنه جوړ نه شي.

تشبیه دری ارکان لري:

۱- طرفین( مشبه او مشبه به).

۲- مشترک وصف( د تشبیې وجه).

۳- د تشبیې ادات( توري).

په طرفینو کې مشبه هغه شعري توکی دی چې یو شی له بل شي سره ورته شوی وي او مشبه به هغه شعري مهم توکی دی چې یو بل شی له ده سره ورته شوی وي.

وجه شبه یا هم مشترک وصف هغه گډ صفت یا ځانگړنه ده چې د مشبه او مشبه‌ به ترمنځ شتون ولري او د مشبه او مشبه به د ورته کولو اساس جوړوي. هنري تشبیه هغه ده چې مشترک وصف په مشبه به کې تخیلي او غېر حقیقي وي. یانې شاعر چې مشبه له مشبه به سره په کوم دلیل ورته گڼي، هغه دلیل به ده په خپله د تخیل په زور جوړ کړی وي، کوم منطقي بنسټ باید چې ونه لري.

لکه: (دا ونه د هغې غوندې لوړه ده. )

دلته مقایسه شوې، نه مشابهت. تشبیه په اصل کې د دوو بېلابېلو پدېدو ترمنځ شباهت دی.

ادات ( توري) هغه کلمه یا وسیله ده چې د دواړو طرفونو ترمنځ ورته والی څرګندوي، لکه: «لکه»، «په څېر»، «په شان» او ورته نور الفاظ؛

درویش درانی وایي،

که یې له مخه یو طرف ته شوې نو هېر به دې کړي

زما جانان لکه هنداره حافظه نه لري

دې بیت کې «جانان» مشبه او «هنداره» مشبه به دي.

د دوی ترمنځ گډه وجه د حافظې نه شتون یا هم هېرېدل دي. شاعر خپل هېرجن جانان له هندارې سره ورته گڼي چې که له هندارې لرې شې، تصویر مې ورکېږي او که له جانان هم لرې شم، بس له لرې کېدو سره سم یې هېر کړی وم. یانې بیا مې حال او احوال نه پوښتي.

«لکه» پکې د تشبیې توری دی چې د «جانان» او «هندارې» ترمنځ یې اړیکه ټینگه کړې ده.

په دې دری ارکانو کې له طرفینو بغیر که دا نور دوه په تشبیه کې شتون ونه لري، تشبیه لا هنري او عالي کېږي، خو د طرفینو( مشبه او مشبه به) ایستل امکان نه لري، یانې بغیر له دوی تشبیه نه جوړیږي.

کاروان صاحب لیکي،

زما د زړه د زخم گل ورسره وغوړېږي

ستا پر شېرین حسن چې اوري نمکینې اوبه

په دې بیت کې نه وجه شبه شته او نه هم د تشبیې توری. یوازې زخم له گل سره پکې تشبیهي ترکیب جوړ کړی دی او بیت یې لا ښکلی کړی دی. هر هغه تخیلي انځور چې لوستوونکي ته پکې د خیال کولو فرصت زیات ورکول کېږي، ډېر هنري دی. ځکه په دې وخت کې مخاطب هم په شاعر اوړي او د گډې وجې لپاره ډېر فکر او خیال کوي.

داسې هم کېدای شي چې له دې دوو پکې یو غایب شي، که د غایب اړخ کومه نښه په جمله کې پاتې وه، تشبیه د استعارې ځای نیسي او که د غایب اړخ کومه نښه را پاتې نه وه، بیا دوه حالته دي.

که حاضر اړخ یوازې یو مدلول درلود، کلمه په خپله اصلي مانا کارېدلې او که له یو مدلول ورهاخوا یې گڼ نور مدلولونه درلودل، نو استعاره د سمبول تر پوړۍ رسېږي.

لکه: درویش درانی لیکي،

کاوه د شپې په ضد زموږ امداد هغه څراغ

په دې مسره کې مرسته کول د غایب اړخ له لورې یوه مالومه نښه ده چې موږ ته راښایي څراغ اصلاً څراغ نه دی، بلکې یو څوک دی چې له موږ سره مرسته کوي. دلته «څراغ» مشبه به دی چې د غایب اړخ «امداد کول» سره یو ځای یاد شوی او تشبیه یې لا ژوره کړې او تر استعارې رسولې ده. دلته لوستوونکي ته د زیات فکر کولو موقع ورکول کېږي، هغه مجبور دی چې له ډېر خیال کولو وروسته مشترکه وجه پیداکړي.

اوس که له متن څخه د غایب اړخ نښه هم لرې کړو، دوه حالته رامنځته کېږي.

که کلمه یو مدلول ولري، نو متن له هنري پلوه حنثی کېږي او په عادي خبره اوړي. او که کلمه تر خپل ظاهري مدلول څخه نور ډېر مدلولونه هم ولري، نو متن له استعارې هم پورته ځي او تر سمبول رسېږي.

درانی صاحب لیکي،

په تاریکه کې یو څراغ ښکاريږي بل تراوسه

په دې مسره کې بل څراغ یوازې څراغ نه دی، ډېر نور مفاهیم او مدلولونه هم راښایي؛ په جاهله ټولنه کې عالم، په کورنۍ کې مشر، په بدرنگیو کې ښکلا، په نفرت کې مینه او …  دلته لوستوونکی د زیات فکر څخه وروسته دا مالومولی شي چې په دې مسره یا هم بیت کې مشترکه وجه کومه دی.

د محترم ډاکټر صاحب احسان الله درمل په شعرستان اثر کې د تشبیه په هکله بېلابېلې تبصرې شوي دي، چې په لنډو ټکو کې یې یو څو راوړم.

1. په اوله تبصره کې بدوي طبانه وایي چې ښه تشبیه هغه ده چې د ډېرو مختلفو لرې شیانو ترمنځ رامنځته شي. بدوي وایي چې دې حالت کې موږ د دوو مختلفو شیانو ترمنځ هغه مبهمه اړیکه پیداکوو چې ډېره پټه ده او یوازې خلاق شاعرانه ذهنونه یې پیداکولای شي. د طبانه دا نظر د معاصرې تیورۍ په تله درون خېژي؛ ځکه د داسې پټو او نادرو اړیکو پیداکول د ژور خیال او تخیل په واسطه کېدلی شي.

2. دویمه تبصره کې داسې ویل کېږي چې تر ټول عالي تشبیه هغه ده چې موږ ته انتزاعي یا هم عقلي مفاهیم تصویر کړي. یا هغه نالېدلې پېښې د هنري قوت له مخې راباندې حس کړي چې زموږ په دننه یا هم درون کې شتون لري. د تشبیه لویه موخه د شاعر په زړه کې له بېلابېلو تجربو څخه د زیږېدلي کیفیت تصویر د بل چا مخې ته اېښودل دي. معاصره کره کتنه مشبه ته (Idea) او مشبه به ته (Image) اصطلاح کاروي. مانا یو ژور تصویر د هنري ځواک په وسېله حسي کول یا هم تصویرول.

یو څو نورې تبصرې هم وې، خو د هغوی مفاهیم په پورته پاراگرافونو کې واضح شوي دي او بیا راوړل یې تکرار رامنځته کوي.

د نویو تشبیهاتو د موندلو ځینې لارې.

* مطالعه: هر ډول مطالعه که هغه ساینسي وي، تاریخي وي، ادبي یا هم سیاسي وي د شاعر سره د تشبیهاتو په موندلو کې ډېره مرسته کوي.

* فولکلور او ولسي فکر: د ولسي ادب د فکر یوه لویه تکیه پر تخیل ده، ځکه نو ولسي افکار او ادبیات د الهام ژوره سرچینه کېدلی شي.

* ژوره فکري مشاهده: تر هغه وخته چې د شاعر فکر د حرکت کولو تاب لري، هومره د ژوند او فطرت د اجزاوو ترمنځ د نویو اړیکو په کشف هم بریالی کېږي.

* خپلې تجربې او د خپل چاپېریال ژوره کتنه: شاعر په ادبي دنیا کې هله د ځای موندنې وړ گرځي چې د یوه بېل انسان او نقاد په توگه پر ادبیاتو خپلې تجربې او مشاهدې وړاندې کړي. ژوند او دنیا ته د نورو له سترگو کتل د لویو شاعرانو ځانگړنه نه ده؛ خپل ژوند او تجربو ته پام کول د نویو تشبیهاتو په موندلو کې گټور تمامېږي.

انور الله حمیدزوی.

  1. درمل، ډاکټر احسان الله. ( ۱۴۰۱ ل). شعرستان. کابل: سروش کتاب پلورنځی.
  2. همکار، محمد ابراهیم. ( ۱۳۹۸ ل). بیان پوهنه. جلال اباد: همکار خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...