تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۱۵مه/ د «بند امیر نندارتون» په نوم څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون نن یکشنبه، د وږي په ۱۵مه د دولتي مسوولانو، سوداګرو، کسبهکارانو، ځوانانو او د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون، د بامیان ولایت په مرکز کې پرانیستل شو.
دا نندارتون د یوه خصوصي شرکت په نوښت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مستقیمه همکارۍ، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه جوړ شوی دی.
یاد ولایت کې د طالبانو سیمه ییز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه ملي پروګرام د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د هېواد د ځانبسیاینې لپاره په لاره اچول شوی دی.
په خبرپاڼه کې د بامیانو والي ډاډ ورکړی چې، دو له ټولو سوداګرو، تولیدي شرکتونو او اقتصادي فعالانو په جدي ډول ملاتړ کوي.
په همدې نندارتون کې د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رئیس، حافظ نورزي امینزاده، وویل چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ نه یوازې د اقتصادي ودې زمینه برابروي، بلکې د کارموندنې او د سیمهییزې ټولنې د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې هم مهم رول لري.
په دې ملي او نړیوال نندارتون کې بېلابېل تولیدات، لکه افغاني غالۍ، ډول ډول لاسي صنایع، لبنیات، وچه مېوه، چاپي محصولات، د پاکولو مواد، ساختماني توکي، د خصوصي بانکونو خدمات او د مخابراتي شبکو خدمات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د معلوماتو له مخې په دې نندارتون کې نږدې ۱۰۰ غرفې جوړې شوې دي چې د بېلابېلو سکټورونو کورني محصولات او تولیدات به د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.