تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې له پاکستانه غوښتي چې د افغان خبریال او فلم جوړونکي سید قاسم هاشمي او فلم جوړونکي او فرهنګي فعال حامد احساس د ورکېدو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
دغه دوه افغانان کابو دوې میاشتې کېږي چې په اسلاماباد کې ورک دي.
اتحادیې د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۴مه، په یوه بیان کې ویلي چې هاشمي او احساس شاوخوا دوې میاشتې پخوا په اسلاماباد کې ورک شوي او تر اوسه یې د ځای او روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نه شته.
د دوی د کورنیو د څرګندونو او د هغوی د پخوانیو رسنیزو راپورونو له مخې، دواړه کسان د جولای په ۴مه له خپل استوګنځي څخه یوځای له وتلو وروسته ورک شول. وروسته د دوی موټر د GPS له لارې د اسلاماباد په D-12 سیمه کې وموندل شو، خو دواړه کسان په موټر او شاوخوا سیمه کې نه وو. د دوی کورنیو ویلي چې د هغوی د موندلو لپاره یې ګڼې هڅې کړي، خو تر اوسه یې کوم معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې ویلي چې په دې وروستیو کې کورنیو او خپلوانو ته رسېدلو نا تایید شويو معلوماتو اندېښنې زیاتې کړي چې ښايي دواړه کسان د پاکستان د یوې استخباراتي ادارې له خوا نیول شوي وي.
خو پاکستاني امنیتي او استخباراتي ادارو تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید کړې چې هاشمي او احساس د حکومت په بند کې دي.
دې اتحادیې ویلي، که دواړه کسان د پاکستان د کومې امنیتي یا استخباراتي ادارې له خوا ساتل کېږي، کورنۍ او عام خلک حق لري چې د هغوی د ساتل کېدو ځای، روغتیايي وضعیت، د نیولو قانوني دلیل او دا چې ایا د هغوی پر وړاندې قضايي بهیر پیل شوی که نه، په اړه معلومات ترلاسه کړي.
دوی زیاته کړې، که دواړه کسان په بند کې نه وي، نو پاکستان مکلف دی چې د هغوی د برخلیک د معلومولو او د پېښې د څرنګوالي د روښانه کولو لپاره اغېزمنې او روڼې هڅې وکړي.
د دواړو کسانو کورنیو مخکې هم له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د هغوی د ورکېدو په اړه بېړنۍ او روڼه څېړنه وکړي. په یوه نړیواله غوښتنه کې هم له ملګرو ملتونو د جبري یا غیرارادي ورکېدو د کاري ډلې او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د دې قضیې څارنه وکړي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې له نړیوالو او د بشري حقونو له سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو، غوښتي چې دا قضیه فوراً تعقیب او د دغو دوو افغانانو د برخلیک په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره پر پاکستان فشار راوړي.
د هاشمي او احساس ورکېدو د افغانستان د رسنیو او فرهنګي ټولنو اندېښنې هم راپارولې دي؛ په تېره په داسې وخت کې چې په پاکستان کې مېشت ګڼ افغان خبریالان او هنرمندان د خپل قانوني وضعیت او افغانستان ته د احتمالي شړل کېدو له کبله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.