Homeخبرونهملګرو ملتونو په افغانستان کې د مدرسو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه...

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مدرسو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ په یوه نوي راپور کې، چې ټاکل شوې ده سبا یې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وړاندې کړي، په افغانستان کې د دیني مدرسو د چټکې پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بینیټ ویلي، که څه هم دیني زده‌کړې له پخوا د افغانستان د تعلیمي نظام برخه وه، خو اوس د مدرسو شمېر په داسې حال کې چټک زیات شوی چې په رسمي ښوونیز نظام، په تېره بیا د نجونو پر زده‌کړو، سخت بندیزونه لګېدلي دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو د چارو د راپورتر له لوري په افغانستان کې د ثبت شویو دیني مدرسو شمېر تر روانې سپټمبر میاشتې پورې څه باندې ۲۳ زره دی حال دا چې دا شمېر تېر کال له شاوخوا ۵ زرو نه اوښت.

بینیټ همداراز ویلي چې د مدرسو پراختیا ښايي د افغانستان پر ټولنیز جوړښت، د ښځو او نارینه‌وو پر اړیکو، د کار پر فرصتونو او د هېواد پر اوږدمهاله ټولنیز پرمختګ اغېز وکړي.

هغه ویلي، هغه نجونې چې له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع شوې دي، یوازې مدرسې ورپاتې دي؛ خو د دغو بنسټونو د درسي محتوا او پر زده‌کوونکو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنې شته.

بینیټ ټینګار کړی چې د افغانستان د ښوونیز نظام د راتلونکي لپاره باید د ښځو او نجونو د زده‌کړو حق بېرته ورکړل شي او ټولو ته د زده کړو برابره اسانتیا رامنځته شي.

1 COMMENT

  1. په افغانستان کې د مدرسو د ورځ تر بلې زیاتېدو او د عصري علومو د کمېدو په اړه نړیواله اندېښنه باید جدي ونیول شي. هغه تعلیمي نظام چې ماشوم او ځوان یوازې په حفظ، تکرار او محدودو مذهبي مضامینو بوختوي، خو د قرآن له معنا، ژباړې، تفکر او د نننۍ نړۍ له علمي اړتیاوو یې لرې ساتي، د ملت د پرمختګ لپاره کافي نه دی.

    کله چې د قرآن د اصلي الهي پیغام پر ځای مذهبي اختلافات، فرعي مسایل او د یوه ځانګړي مذهب تعبیر ته لومړیتوب ورکړل شي، انسان له دین څخه د پوهې او اخلاقو پر ځای د تقلید او تعصب پر لوري بیول کېږي. دا ډول تعلیم نه یوازې د عصري علومو ځای تنګوي، بلکې د ټولنې فکري پرمختګ هم ورو کوي.

    افغانستان نن ډاکټر، انجینر، ساینسپوه، استاد، څېړونکی او ټکنالوژي‌پوه ته اړتیا لري؛ یوازې د مدرسو د فارغانو په زیاتولو ملت نه شي پرمختللی. دین د علم بدیل نه دی، او علم د دین دښمن نه دی.

    که مدرسه له عصري علومو، تفکر او د قرآن له ژور فهم څخه تشه وي، نو د اصلاح پر ځای د شاتګ وسیله ګرځي. افغانستان ته داسې تعلیم پکار دی چې قرآن د فهم لپاره، دین د اخلاقو لپاره، او ساینس د پرمختګ لپاره زده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...