تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۷ مه) د چک د بهرنیو چارو وزیر پیتر ماڅینکا په افغانستان کې د ناټو د متحدانو پر ونډې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسیت نیوکه وغندله.
ماڅینکا د چک خبري وېبپاڼې «نووینکي» ته ویلي: «متحدان باید په ګډو پوځي عملیاتو کې د هر وژل شوي کس ژوند او د ناټو په عملیاتو کې د هر ګډونوال خدمت ته درناوی وکړي.»
هغه زیاته کړې: «موږ دا کار په بشپړ ډول کوو او په بدل کې یې د متقابل درناوي تمه لرو. د هېګسیت په خبرو کې درناوی نه لیدل کېږي.»
هېګسیت د شنبې په ورځ په یوه وینا کې په افغانستان کې د خپل ماموریت یادونه وکړه. نوموړي هلته د مینېسوټا ایالت د پوځ د ملي ګارد د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه وویل، په کابل کې د ناټو د ائتلافي ځواکونو د اډې پر مرکزي دفتر یې د ۵۰ هېوادونو بیرغونه لیدلي وو.
هېګسیت وویل: «دا ښکلې صحنه وه چې د ناټو ائتلاف او په افغانستان کې د نړیوالو امنیتي مرستندویو ځواکونو (ایساف) په ماموریت کې د ۵۰ بېلابېلو هېوادونو ونډه ووینو. خو له دغو هېوادونو ښايي یوازې پنځو یې عملي ونډه لرله. د ماموریت تر وروستیو پورې په جنګي عملیاتو کې د فعالو هېوادونو شمېر په حقیقت کې یو یا دوه وو.»
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې دوی به د «ایساف» نوم په ټوکه داسې تشریح کاوه: «ما امریکایان ولیدل چې جګړه کوي.» هغه وویل، که څه هم دا یوه ټوکه وه، خو د هغو کسانو لپاره نهیلوونکې وه چې احساس یې کاوه د جګړې بار په عادلانه توګه نه وېشل کېږي، بلکې ټول بار پر یوه لوري اچول کېږي.
د ناټو نورو متحدانو هم غبرګون ښودلی
په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي چې د ټولو وژل شویو پوځيانو کابو دوه پر درېیمه برخه جوړوي. خو له ۳۰ څخه د زیاتو نورو هېوادونو سرتېري هم په دې ماموریت کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې د بریتانیا تر ۴۵۰ ډېر، د کاناډا تر ۱۵۰ ډېر، د فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او ډنمارک لسګونه سرتېري او د چک د پوځ ۱۴ سرتېري شامل دي.
چک یوازینی هېواد نه دی چې د هېګسیت پر څرګندونو یې نیوکه کړې ده. دا لومړی ځل هم نه دی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکي په افغانستان کې د ناټو د نورو غړو هېوادونو ونډه کمه ښيي.
د بریتانیا صدراعظم انډي برنهام ویلي: «موږ پر خپلو وسلهوالو ځواکونو ویاړو او د هغوی خدمتونه او قربانۍ به هېڅکله هېرې نه کړو. د هغوی د ونډې کم ښودل ناسم کار دی.»
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسواف سیکورسکي هم له هېګسیت غوښتي چې خپلې څرګندونې دې د هغو ۴۴ پولنډي سرتېرو کورنیو ته مخامخ تکرار کړي چې د ناټو د پوځي مداخلې پر مهال وژل شوي دي.
Hegseth on Afghanistan:
I was a captain in Afghanistan, and we would go to the headquarters in Kabul, and there would be 50 flags at the headquarters.
It was a beautiful thing to see 50 different countries contributing to the NATO alliance and the ISAF mission there.
Except there were like maybe five that contributed. It was actually closer to one or two that, by the end, were actually involved in kinetic operations.
In fact, the ISAF patch, we would joke that it meant “I Saw Americans Fighting.”
— Clash Report (@clashreport) October 17, 2026