تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۷ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد ګڼ شمېر دولتي چارواکي کاناډا، امریکا او بریتانیا ته تللي او هلته یې دایمي استوګنه غوره کړې ده.
د نوموړي په وینا، دغو چارواکو له پاکستانه د وتلو او په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره له وړاندې منظم پلانونه جوړ کړي وو، په داسې حال کې چې لا هم د پاکستان په حکومت کې پر دندو بوخت وو.
خواجه اصف دغه موضوع نن پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې راپورته کړې او لیکلي یې دي: «له دې موضوع څخه د دندو پر مهال د هېواد او خپلو مسوولیتونو په وړاندې د هغوی د ژمنتیا اندازه لګول کېدای شي.»
نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان د دولتي مامورینو پام پرتګال ته هم اوښتی دی. د ده په وینا، په دې بهیر کې د ځینو هغو کسانو نومونه هم مطرح کېږي چې له کلونو راهیسې د حکومت له نږژدې کسانو څخه ګڼل کېږي.
پرتګال د دوه لکه یورو پانګونې په بدل کې بهرنیانو ته تابعیت ورکوي.
د پاکستان دفاع وزیر دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا هغه کسان چې لوړو دولتي څوکیو ته رسېدلي، په ټولنه کې درناوی لري، د شتمنیو د ترلاسه کولو بېلابېلې لارې یې کارولې او د سیاستوالو له نژدې کسانو څخه ګڼل کېږي، د خپلو دندو پر مهال یې له هېواد سره خپله ژمنتیا په رښتینې توګه ساتلې ده؟
په پاکستان کې ډېری سیاستوال، له دې جلا چې په فساد کې لاس لري، د حکومتونو د بیا بیا بدلېدو له کبله پر خپلو دندو بې باوره شوي او له بلې خوا ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي او ګومان کوي چې پاکستان نور د دوی او د دوی د ماشومانو لپاره خوندي نه دی.