Homeخبرونهازبکستان له یونیسف سره افغانستان ته د درملو د لېږد په اړه...

ازبکستان له یونیسف سره افغانستان ته د درملو د لېږد په اړه خبرې کړې دي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۷ مه) د ازبکستان د طبي صنعت او درمل جوړونې د پراختیا ادارې مشر، عبدالله عزیزوف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له استازي تاج‌الدین اویواله او په ازبکستان کې د یونیسف له مرستیال استازي جفري ایجومبا سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې افغانستان ته د ازبکستان د درمل جوړولو شرکتونو له لارې د درملو پر برابرولو، د درملو د کیفیت د نړیوالو معیارونو پر رعایت، د پېرلو پر څرنګوالي او د همکارۍ د قراردادونو د لاسلیک پر امکان خبرې شوې دي.

د یونیسف استازي د تاشکند په سیمه کې د درمل جوړولو ښارګوټی او د ازبکستان د درمل جوړونې د تخنیکي پوهنتون لیدو ته هم لاړل. خو تر اوسه افغانستان ته د ازبکستان له لوري د درملو د صادراتو د پیل لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.

له پاکستان سره د سوداګرۍ تر درېدو مخکې، د افغانستان د اړتیا وړ تر ۷۰ سلنې ډېر درمل له دغه هېواده واردېدل. د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو د تړل کېدو او د پاکستاني درملو د وارداتو د درېدو له کبله په افغانستان کې ځینو ضروري درمل کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي. که څه هم په دې موده کې پهخ افغانستان کې د درمل جوړولو لږترلږه ۱۱ مرکزونه فعاله شوي دي خو د افغانستان د درملو اړتیا ته کافي نه دي.

د افغانستان واکمنې ادارې د تېر کال په لړم میاشت کې له سوداګرو غوښتي وو چې له پاکستان سره د درملو سوداګري ودروي او د وارداتو لپاره بدیلې لارې ولټوي. په کابل کې چارواکو د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۲۰مه د پاکستاني درملو واردات هم په بشپړ ډول منع کړل. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو او د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته وشوه.

د افغانستان اوسني حکومت تر دې مخکې هم د درملو د کمښت د مخنیوي لپاره له هند او ایران سره خبرې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...