یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Home+د اعترافي ادبیاتو په لمن کې د ناپایه رنځ کیسه | رحماني

د اعترافي ادبیاتو په لمن کې د ناپایه رنځ کیسه | رحماني

اعتراف ښکلې کلمه ده، خو یوازې هغه وګړي د اعتراف ځواک لري چې د خپل وجدان له دقیقې محاسبې راووځي او وغواړي هر چا ته په خپله بڼه او څېره ور څرګند شي او د رحمان بابا خبره د اینې غوندې بې رویه او بې ریا ورسره د مخامخ کېدلو ځواک ولري. اعترافي ادبیات د ادبیاتو په دنیا کې هم یو لوی بحث دی چې رېښه یې تر ډېره پورې د ژان ژاک روسو تر اعترافاتو پورې رسېږي.

 هغه ویني چې د ژمي په یوه واورینه او تیاره شپه ښار کې یو بوډا هغه پله ته ور نږدې کېږي چې دی ورباندې شېبه وړاندې تېر شوی دی، بوډا یخ وهلی وي، لاسونه او پښې یې لړزه هم لري او که چېرته هغه یخ وهلي پله ته ور ورسېږي؛ نو سیند ته لوېدل یې حتمي دي، وجدان یې ورته وايي چې باید ورشي، بوډا له لاسه ونیسې او له پله یې پورې باسي، یا یې هم له دې خطرناکې لارې را وګرځوي، خو هلته پټ شیطان ورته وايي، چې ځه بابا، څه یې کوې، خپله لاره وهه! مخته ځي او یو مهال د سیند یخو اوبو ته د یو څه د لوېدو غږ اوري چې طبعا هغه بوډا وي، همدلته یې وجدان را بیدارېږي، ځان ملامت ګڼي چې ولې یې یوه لویه ګناه وکړه، له همدې وروسته د خپلو ټولو هغو ګناهونو او ستونزو په باب لیکنې کوي چې ورباندې چوپه خوله و او پتې کړې یې وې، له دې سره یې هر کلی کېږي او روسو په یوه عالي انسان بدلېږي.

ما روانه اوونۍ د ګران محمد نعیم وردګ چاپ شوی اثر زیارت په زیارت ولوست، اثر راته هغه ډالۍ کړی و، چې مننه ورڅخه کوم، نوموړی راسره فېسبوک کې ملګری و او هلته یې په ځان بوډا تخلص اېښی دی، دا هم عجیبه وه، چې ولې ځوان هلک ځان بوډا وبولي، ذهن کې مې یوه پوښتنه وه، خو ځان ملامتوم چې لا یې هم له ناپایه رنځ او درده نا خبره وم،  سره ددې چې موږ دواړه د یوې سیمې یوو، خو زیات مو نه وو لیدلي، کتاب یې د خپلې سیمې په ټولو هغو ناوړه کړنو، دودونو او خرافاتي فکرونو را وګرځولم چې لا یې هم موږ په منګولو کې را ګیر یوو.

د ښاغلي وردګ ځانګړنه په دې کې وه چې دې هر څه ته یې د یوه مبلغ او ناصح له لیده نه، بلکې له خپل وجوده او رنځه کتلي دي، کیسه په ماشومتوب کې د هغه له یوې ستونزې پیلېږي، په کرونده کې دروند بار(ګوینده) اچتوي او چوره ته ورته یوه ستونزه ورته پیدا کېږي، دا ناروغي په ظاهره عادي ده، خو دغه ځوان یوه نیمه لسیزه ځوروي.

 د درد او رنځ په دغه کیسه کې نعیم د یوه رنځور کرکټر په توګه په ډاکټرانو، زیارتونو، قبرونو دموونکو او حتی د هند او پاکستان تر مجهزو روغتونونو رسېږي. تر ده کشران وروڼه یې همایون او عبیدالله وادونه کوي، دی د رنځ په بستر پروت وي او ددې خوښیو تشه ننداره کوي. له درس، روزګار او ژوند څخه غورځي، یوازینۍ تکیه یې بیا هم قلم، کتاب او ادبیات وي.

نعیم د خپل رنځ او ځور کیسه په ډېر خواږه نثر او دومره صداقت سره لیکلې ده چې ډېرې کرښې یې ډېرو  سخت زړو ته هم ژړا ور ولي او یوې  ترخې تلوسې په مخه کړی وي چې ګوندې اوس به یې علاج کېږي، ښه کېږي به، بدلون به کوي،  دا زیارت به یې ورته ښه تمام شي او هغه څاښت او تعویذ به یې په درد وخوري، خو د هغه ناهیلي او درد همغسې وي او لا ډېرېږي.

زیارت په زیارت د خاطرو او یادښتونو په بڼه تر جلا عنوانونو لاندې د یوه رنځور ځوان کیسه ده، سختې او دردونکې جملې او صحنې لري، د پېښو په انځور کې د لیکوال اعترافاتو او صداقت د هغه نثر ته هم خوږلت او رواني ورکړې ده او لوستونکی اړ کېږي چې تر پایه یې ولولي، د زمان او مکان په لمن کې یې د پېښو او لیدلورو تفکیک په ښه انداز کړی دی.

د اعترافي ادبیاتو لوستونکي ځکه ډېر وي چې ننی لوستونکی د لیکوال صداقت غواړي او لیکوال ورسره بې پردې خبرې کوي، تظاهر او ځان ښوودنه شاته غورځوي، نعیم دا کار کړی دی او په ډېر مهارت یې د خپلې سیمې زیارتونه، د مذهبي درناوي وړ ځایونه، باورونه او ځينې اشخاص هم را پېژندلي دي. یو مهال ما د اعترافي ادبیاتو په تړاو لیکنه کړې وه، تاند کې مې خپره کړه او د مثالونو لپاره مې د استاد شپون ځينې لیکنې کارولې وې، استاد هغه مهال ژوندی و، کمنټ کې راته یوازې دومره لیکلي وو «که مو د لیکنې ستاینه وکړم، خلک به وايي خپل ځان یې ستایلی دی»

د کتاب لیکوال نعیم وردګ دا کتاب په علي اباد روغتون کې د خپل سخت عملیات په وروستۍ پېښه درولی دی، خو د هغه رنځ لا روان دی، دا عملیات یې هم نا کامیاب ښکاري، یو ځای لیکي چې عملیات خونې ته د تګ پر مهال، چې د ژوندي پاتې کېدو امکان مې شل سلنه و، ورور عبیدالله ته وویل چې زما له مرګ وروسته مې یادښتونه خپاره کړه او که روغتون نه ژوندی را ونه وتم، نو پاتې کیسه ته ولیکه. دا واقعا سخته صحنه ده، نعیم خو وکړی شول چې د اعترافي ادبیاتو په برخه کې پښتو ژبې ته یو ښه اثر او غوره نثر ډالۍ کړي، اوس زموږ وار دی چې هغه ته خپلې معنوي او مادي ډالۍ وړاندې کړو او د هغه په ژوند او روغتیا کې د مثبت بدلون سبب شو.

زه د دومره ځور او کړاوونو پر وړاندې د ښاغلي وردګ حوصله او صبر ستایم، طبیعي ده چې دا ستونزمن حالت یو لیکوال او د نازک فکر  او طبیعت خاوند انسان ناهیلی کوي، خو د اثر په پاڼو کې بیا هم ناهیلي نه ښکاري، غواړي ځان را باندې ولولي، زمان او مکان ته مو بوځي او د ژوند هغه نا لیدلي اړخونه را باندې وګوري چې لا هم موږ ورڅخه نا خبره یوو، غواړي راته ووایي چې روغ بدن مو ولې هېر کړی، روغتیا مو ولې بې ارزښته ګڼلې ده. لیکوال وايي. که خدای پاک راته ووايي چې ټوله دنیا غواړې که روغ صحت؟ زه به په لوړ غږ یوازې غوره روغتیا وټاکم.

رنځوره یاره خدای دې روغ کړه

ماته همزولې پېغور کړي چې یار یې مرینه

ګل رحمن رحماني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...