Homeادبشعرد پروین فیض زاده ملال غزل

د پروین فیض زاده ملال غزل

لامې زګیروي او فریادونه د پرهاره وځي

چې د شعرونو جنازې له کندهار وځي

دا څه سړی دی؟ چې راځي یرغل په ښځو راوړي

څیرې پلو، څیرې لمنې د بازاره وځي

څوک په تیارو کې د رڼا د څرګ په پل راغلل

د چا په لاس کې ایینه ده د درباره وځي

لاره اوږده ده تنهایي ده ځان په خدای سپارم

تفسیر د ژوند دی د سارا د ګل و خاره وځي

د چا د درد، د چا د سوز د چا د عشق کیسه ده

د یو چا خیال لکه سپین اس د انتظاره وځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...