لنډیز
د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه په شهرت او ځانښودنې بدله شي، انسان خپل اصلي سکون او ازادي له لاسه ورکوي.
شهرت که څه هم د بریا یوه نښه ګڼل کېږي؛ مګر تل د شخصیت، ارزښت او نېکمرغۍ معیار ته نشي رسېدلای. شخصیت د علم، اخلاقو، صداقت، تواضع او خدمت په دوامدار او تدریجي مزل تر لاسه کېږي، حال دا چې شهرت د خلکو په نظر پورې تړلی دی او تلپاتې نه وي.
د اسلام مبارک دین د انسان د ارزښت معیار په شهرت، مال او نوم کې نه، بلکې په تقوا، اخلاص او ښو اخلاقو کې ویني. له همدې امله ګمنامي، که له عزت او عافیت سره مل وي، کله ناکله تر مصنوعي شهرت غوره ده. په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو په عصر کې انسان باید د خپل شهرت پر ځای خپل شخصیت، د خلکو د شخصي حریم درناوی، د وخت او حالت پېژندنه او د متقابل احترام فرهنګ زده کړي.
ریښتینی فرهنګ او تمدن یوازې په لوړو ودانیو او پرمختللې ټکنالوژۍ کې نه، بلکې د انسان په چلند پورې تړلی دی. د عبادت کوونکي مزاحمت نه کول، د ستړي انسان د حال درک، د غمجن کس احساساتو ته پام، د خبرو او عکس اخیستلو لپاره اجازه غوښتل او د نورو د پرېکړو درناوی هغه واړه اخلاق دي چې لوی شخصیتونه او باوقاره ټولنې جوړوي. په پای کې، شهرت هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې له علمیت، تواضع، اخلاص، خدمت او انسانیت سره مل وي.
کلیدي کلمې: شهرت، شخصیت، ټولنیزې رسنۍ، د انسان د ارزښت معیار؛
سریزه
انسان له طبیعي پلوه غواړي چې وپېژندل شي، واورېدل شي، درناوی ورته وشي او د خپلو هڅو انعکاس د نورو په نظرونو کې وویني. دا غوښتنه په خپل ذات کې عیب نه دی؛ خو ستونزه هغه مهال پیلېږي چې د انسان د ژوند ارزښت د خلکو په ستاینه، د شهرت په کچه او د ټولنیزو رسنیو په لیدنو او خوښونو پورې وتړل شي. په داسې حالت کې انسان ورو ورو خپل واقعي هویت د نورو د نظرونو په هنداره کې لټوي او هغه سکون له لاسه ورکوي چې د ځانپېژندنې، اخلاص او قناعت له لارې ترلاسه کېږي.
د نن ورځې په نړۍ کې شهرت په بېساري ډول اسانه شوی دی. یو انځور، یوه ویډیو یا یوه پېښه کولای شي انسان په لنډ وخت کې د ډېرو خلکو تر سترګو ورسوي؛ په داسې حال کې چې د خلکو په سترګو کې لیدل کېدل او د هغوی په زړونو کې ځای نیول یو شی نه دي. اصلي شخصیت د وخت په تېرېدو، د اخلاقو په ثبات، تدریجي علمي پرمختګ، د نورو د حقونو په درناوي او د خدمت په دوام سره جوړېږي.
په دې مقاله کې د شهرت او شخصیت ترمنځ توپیر، د ګمنامۍ ارزښت، د ټولنیزو رسنیو اغېز، د اسلام له نظره د انسان د ارزښت معیار او په ټولنه کې د «نه» اورېدلو، شخصي حریم ته د درناوي او کوچنیو انساني اخلاقو اهمیت څېړل شوی.
شهرت او شخصیت
هر انسان د ستاینې هیله لري او غواړي چې د زړه خبره یې ومنل شي، فکر یې واورېدل شي او ارزښت ورکړل شي.
دا د انسان د فطرت برخه ده؛ خو فطرت هغه وخت له خپلې اصلي لارې اوړي چې د منل کېدو او شهرت طبیعي او تدریجي مزل یې د خودخواهۍ په تنده بدل شي.
نننۍ نړۍ د شهرت نړۍ ده. د ټولنیزو رسنیو له پراختیا وروسته داسې انګېرل کېږي چې څوک ډېر لیدل کېږي، هغه ډېر بریالی دی؛ څوک چې ډېر یادېږي، هغه ډېر ارزښت لري او څوک چې ډېر انځورونه لري، هغه ګواکې تر ټولو خوشبخته انسان دی؛ مګر دا یوازې د ظاهري ژوند یوه پرده ده. د پردې تر شا ډېر مشهور کسان له یوازیتوب، اضطراب، د شخصي حریم له منځه تلو او د خلکو له نه ختمېدونکو تمو سره ژوند کوي.
شهرت د اور په څېر دی، که د عقل او اخلاقو په چوکاټ کې وي، رڼا درکوي؛ خو که له کنټروله ووځي، هم انسان سوځوي او هم یې چاپېریال.
د اسلام مبارک دین د انسان د نوم، قوم، مال او ظاهري شهرت پر ځای د هغو تقوا او اخلاق معیار ګڼي.
الله تعالی فرمایي:﴿إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ﴾ سورة الحجرات: ۱۳آیت ژباړه:( بېشکه د الله تعالی په نزد ستاسو تر ټولو عزتمند هغه څوک دی، چې ډېر پرهېزګار وي. ( له دې معلومه شوه چې د انسان ارزښت د خلکو په خولو نه، بلکې د الله تعالی په نزد ټاکل کېږي.
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد ﷺ هم د شهرت د غوښتنې پر ځای د اخلاص او تواضع درس راکړی دی. هغه انسان چې د خلکو د ستاینې لپاره عمل کوي، د عمل روح له لاسه ورکوي؛ ځکه اخلاص هغه وخت بشپړېږي چې انسان د خلکو له نظره مخکې د الله تعالی رضا وغواړي.
کاظم خان شیدا وایي:
ګمنامي عجیب کیفیت د عافیت دی
د نګین غوندې زخمي ګرځم له نامه
دا یوازې یو شاعرانه انځور نه دی؛ بلکې د ژوند یوه ژوره فلسفه هم ده. شاعر وایي: بېنومي او ګمنامي یو عجیب ډول ارامي او خونديتوب لري؛ ځکه زه د خپل نوم او شهرت له امله د نګین (قیمتي کاڼي) په څېر ټپي او ځورېدلی ګرځم.
نګین ځکه خوندي نه وي، چې قېمتي دی. هر څوک ورته سترګې نیسي، هر څوک یې غواړي او هر څوک یې د ترلاسه کولو فکر کوي.
دغه راز مشهور انسان هم همداسې کېږي. د خلکو تمې ورته ډېرېږي، شخصي حریم یې تنګېږي، تېروتنې یې لویې ښکاري او بریاوې یې عادي ګڼل کېږي. همدا وجه ده چې ډېر ستر مفکران، عارفان او حکیمان د ګمنامۍ او سکون ژوند د مصنوعي یا کاذب شهرت پر ځای غوره بولي.
د شهرت او شخصیت توپیر
شخصیت او شهرت دوه بېلابېل حقیقتونه دي. شهرت ممکن په یوه ورځ پیدا او په بله ورځ له منځه ولاړ شي؛ خو شخصیت د کلونو لاسته راوړنو، اخلاقو، علم، صداقت او خدمت پایله وي.
شهرت یوازې د خلکو په حافظه کې ځای کې نیسي؛ خو شخصیت د خلکو په زړونو کې پاتې کېږي.
شهرت ممکن د یوې ویډیو، یوې لوبې، یوې مهمې کړنې یا یوې پېښې له امله پیدا شي؛ مګر شخصیت یوازې د دوامداره ښو کړنو له لارې جوړېږي. له دې څخه ویلای شو چې، شهرت د خلکو ډالۍ ده؛ خو شخصیت د انسان خپله لاسته راوړنه ده.
متاسفانه زمونږ د ټولنې زیاتره اوسېدونکي تر ډيره احساساتي خلک دي، له مېلمنو سره مو مینه، له اتلانو سره مو وفاداري او له مشرانو سره مو احترام د ستاینې وړ دی؛ یوه نیمګړتیا مو دا ده چې د مینې د اظهار حدود نه پېژنو.
د بېلګې په توګه؛ کله چې له کوم مشهور شخصیت سره مخ شو، فکر کوو چې هر وخت ورسره د اوږدو خبرو کولو، عکس اخیستلو او وېډیو جوړولو حق لرو، پرته له دې چې د هغه وخت، حالت او احساساتو ته پام وکړو. حتا د جنازې په مراسمو کې، د روغتون په دهلېزونو کې، د عبادت پر مهال او یا د شخصي غم په شېبو کې د نوموړي شخص سره اوږدې خبرې اترې د مینې نښه نه ده؛ بلکې د ټولنیز ادب کمزوري ده.
همدارنګه ځینې خلک فرهنګي قوت او تمدن یوازې په لوړو ودانیو، قېمتي موټرو او پرمختللې ټکنالوژۍ کې ویني؛ حال دا چې د تمدن تر ټولو ستر معیار د انسان چلند دی.
تمدن او تهذیب دا دی چې، د بل انسان شخصي حریم ته درناوی وکړو. د وخت او ځای ارزښت وپېژنو. د غم او خوښۍ ترمنځ توپیر وکړو. د خبرې کولو او عکس اخیستلو لپاره اجازه وغواړو. د «نه» اورېدلو فرهنګ یعنې د رد کېدو زغم، د مقابل لوري د نظر درناوی او له منفي غبرګون څخه ډډه کول زده کړو. همدا کوچني اخلاق لوی ملتونه جوړوي.
د ټولنیزو رسنیو نوی مرض
د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره شهرت تر پخوا ډېر ارزانه شوی دی. نن سبا ځینې کسان د ژوند کولو پر ځای د ځانښودنې او مشهورتیا لپاره ژوند کوي.
ډوډۍ د انځور او تصویر لپاره خوري، سفر د ویډیو لپاره کوي، مرسته د خپرونې لپاره کوي او آن ځینې وختونه غم هم د محتوا په توګه کاروي. دا هغه حالت دی چې انسان ورو ورو خپل واقعي ژوند له لاسه ورکوي او د مجازي نړۍ اسیر کېږي.
یو فلسفي عالم وایي: «کله چې انسان یوازې د نورو د نظر لپاره ژوند وکړي، خپله ازادي او سکون له لاسه ورکوي».
همدغه ازادي د انسان تر ټولو لویه شتمني ده.
رحمان بابا وایي:
تواضع که د زمکې په څېر خپل کړه
آسمان به دې په قدر شي مکان
شهرت که له تواضع سره مل نه وي، غرور زیږوي او غرور د انسان د سقوط لومړنۍ مرحله ده؛ خو که شهرت د خدمت، اخلاقو او عاجزۍ ملګری شي، نو د خلکو په زړونو کې تلپاتې ځای پیدا کوي.
نننی نسل باید دا زده کړي چې، که څوک په عبادت بوخت وي، مزاحمت مه ورته کوه؛ که څوک ستړی وي، د احترام سلام بسنه کوي؛ که څوک مصروف وي، بېځایه خبرې مه ورسره اوږدوئ؛ که څوک غمجن وي، د هغه د حال پوښتنه په نرمه ژبه وکړئ؛ او که څوک «نه» ووایي، د هغه د پرېکړې درناوی وکړئ.
د مشرانو احترام، له کشرانو سره شفقت، له کمزوري سره مرسته، د ملګري راز ساتل او د بل چا په نشتون کې یې بد نه ویل، هغه ارزښتونه دي چې انسانیت پرې ښکلا مومي او دا هماغه واړه اخلاق دي چې لوی شخصیتونه پرې جوړېږي او لوی ملتونه پرې پېژندل کېږي.
د شهرت تر ټولو لوی فرېب دا دی چې انسان ته داسې احساس ورکوي لکه ټول خلک یې چې خپل وي؛ خو حقیقت دا دی چې د سختو ورځو پر مهال ډېر وخت یوازې هغه کسان درسره پاتې کېږي چې ته یې د شخصیت له امله خوښ کړی وي، نه د نوم له امله.
شهرت د خلکو پام در اړوي؛ مګر اخلاق د خلکو زړونه درکوي.
ځکه خوشحال خان خټک وایي:
په عزت چې څوک ژوند وکړي، هغه ژوند دی
بې عزته ژوند له مرګ څخه کم نه دی
عزت د اخلاقو، علم او خدمت له لارې ترلاسه کېږي، نه د تش نوم او ظاهري شهرت له لارې.
پایله
موږ داسې ټولنې ته اړتیا لرو چې د شهرت پر ځای شخصیت وروزي، د نوم پر ځای اخلاق وستایي او د ظاهري ځلا پر ځای د انسان باطني رڼا وویني.
که موږ د خپلو ماشومانو او ځوانانو په ذهنونو کې دا فکر ځای پر ځای کړو چې انسان د هغه د تقوا، علم، اخلاقو او خدمت له امله لوی کېږي، نه یوازې د هغه د شهرت له امله؛ نو راتلونکی نسل به د انسان کرامت ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکړي.
راځئ! چې د خلکو د نومونو د تعقیب پر ځای د هغوی د ښو کړنو پیروي وکړو، ځکه نومونه زړېږي، انځورونه ورکېږي؛ خو اخلاق، علم او نېکي د تاریخ په حافظه کې تل پاتې وي.
شاید همدا حقیقت و چې شیدا یې د ژوند د اوږدې تجربې له زړه راویوست او په دوو مصرعو کې یې د انسان د ټول عمر فلسفه راونغاړله:
ګمنامي عجیب کیفیت د عافیت دی
د نګین غوندې زخمي ګرځم له نامه
هو! کله کله تر ټولو ستر بریالیتوب دا نه وي چې ټول خلک دې وپېژني؛ بلکې دا وي چې الله تعالی دې په خپلو نېکو بندګانو کې وشمېري، وجدان دې ارام وي او خلک دې د اخلاقو، خدمت او تواضع له امله په درناوي یاد کړي. همدا هغه شهرت دی چې نه زړېږي، نه مري او نه هم د وخت په تېرېدو خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
اخځلیکونه
قرآن کریم، سورة الحجرات، ۱۳م آیت.
د رحمان بابا دیوان، تصحیح، تدوین او مقابله: عبدالرووف بینوا. کابل، پښتو ټولنه، ۱۳۲۶هـ ش.
د کاظم خان شیدا دیوان، د دیوان قلمي نسخې ثبت نېټه. ۱۱۸۷هـ ق/۱۷۷۳.
تیموري، مریم، شبکههای اجتماعی.( ۱۳۹۶). ایران: انتشارات حریم دانش.