پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهد کونډې زوی قاتل شو | رحمت الله همنوا

د کونډې زوی قاتل شو | رحمت الله همنوا

  1. د پلار د مرک یې لا اونۍ نه وه پوره، چې هغه دې کرغیړنی نړۍ ته سترګې وغړولې. کلیوالو ښځو به یې مور ته ویل ځه شکر دی، ماشوم دې روغ پیدا شو، له صحت هم ښه دی، خو مور به یې چې خپل ځوی ته وکتل او د خاوند نشتون به ورپه زړه شو نو، له سترګو به یې غټې غټې اوښکی ورتوی شوې. هغه لا د خاوند په غم اخته وه او سترګې یې له اوښکو لا نه وې وچې، چی د ځوی یواځېتوب ته به یې هم له زړه غوښی توییدی.

 ماشوم زوی یې هم ژړل، خو لا په دې نه پوهیده چی دا ژړا یی د پلار د مرګ له امله ده؛ ځکه د هغه پلار د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې،  پلار یې نور وروڼه هم نه درلودل او یواځی یو خلڅکی وو.
دکلیوالو یو ډول خدمت یې هم نه وو پریښی، ټوله ورځ به یې د خلکو کارونه کول او په مزدورۍ پسې به ورک وو همداوو چی د غربت کرغیړن لاسونه یې له مرۍ تاو شول او اوس پرې د خاورو څلی جوړ دی.

د کورنۍ نور غړي هم نلري او یواځې یوه کونډه ښخه یې اوس ماشوم ځوی ته شپې صبا کوی، دا هم لکه د خپل خاوند د کلیوالو په خدمت اخته ده، چاته د سوال لاس نه نیسی، کله پردۍ جامی مینځي او کله خو په پټېو کی د وږو په سپینولو او د پنبې په راټولولو بوخته وي.

یواځې ورپاتې کوچنی ځوی ته یې سترګې غړیږي، د ورځې د ټولو کارونو ستړیا شپې ته دمه کوي او د خپل یتیم ځوی سره ټوله شپه بوخته وي.

یوه شپه ماخوستن ناوخته د خپل یتیم ځوی سر ته ناسته وه، د کوټی دروازه یی په قرار قرار وټکیده.

دکونډی لا د ځوانۍ کلونه ول په اسانۍ سره نه وېرېده، خو دروازه یې بیا بیا وټکیده. یو کس ژوره ساه اخیستله او د دروازې مخی ته ولاړ وو.

کونډی خپل یواځیتوب ته وکتل ځواب یی ورنکړ؛ په زړه یی یخني ننوته، په رنګا رنګ سوچونو کی ډوبه شوه، له ځانه یې پوښتنی شروع کړی. نیمه شپه ده، څوک به وي؟ څنګه به دلته راغلی وي؟ له ماڅه غواړي؟ د کلا په وره څنګه راتېر شو؟ غږ یې ولی له خولې نه خیژي؟ پريګله ترور خو به نه وي؛ ګوندې د ځوي پوښتنې ته می راغلی وي؟

مېرمن په همدې سوچونو کی ډوبه وه چی د کوټې دروازه یی خه په زوره ټېل وهل شوه، له دروازی یی اړم وغورځید، دروازه خلاصه شوه، په خونه کې د الکېن تتې رڼا ته د کونډی سترګی ځلیدی، د یتیم ځوی یې همدا شیبه سترګې سره ورغلې وې، کونډه رانېغه شوه، سر یې پورته کړ؛ په سترګو یې زور راوست، د دروازې لخوا د انسان په څېر سیوری راروان وو، له هغې خوا غاړه تازه شوه او دوه په قرار ټوخي وشول.

سیوری دکوټی منځ ته راورسېد، کونډې همغسې دوه وچې سترګی ورته نیولې وې، له خولې یی غږ نه خاته، د زړه درزا یې په غوږونو اوریده، هکه حیرانه وه، چی له هغی خوا پری ارام او د درواغجنې خندا ډک غږ راغی؛ شیرینو ونه ډار شی زه یم ملک لنډی.

 خپل نوم یی سردار وو، په جرګو مرکو کې ډیر ښکته او پورته کیده، هرځای به یې ځان ته ترښځ وهله، دوه ښځې یې درلودې، له ونې لنډ وو او کلیوالو به ملک لنډی ورته ویلو.

لنډی د کونډې خوا ته ودری،د د کونډې له پښو ساه وخته، د زړه دزا یې لا زور واخیست، د مخ غمبرو یې د لاټین رڼا ورغبرګوله، په زړه یې د ډار یخني ننوته، په ذهن یې یوه دنیا خبرې ښکته او پورته شوې، بدن یې ټول لړزېده، سر یې اوچت کړ.

 یا الله! په ځولۍ کې مې خېر واچوه، د حیا پردې می وکه، دا توره شپه او د ملک راتګ؟

دا خو په عمر هم له مونږ کره نه دی راغلی، اوس نو څه ته راغی او څه غواړي؟ کونډې په خپل ذهن زور راوست خوله یی د خبرو لپاره جوړوله، چې ملک ترې وار ړومبی کړ،

غوښتل مې چې ماښام وختي راشم خو یو څه میلمانه وو راسره، راباندی ناوخته شو، له دې سره یې د کونډې د کټ په بازو کښېناست. بغلي جیب ته یی لاس کړ، د نصوارو قوتۍ یی راوښکله، په بل لاس یې ترې ټپ ووېست، په دې سره ترې امسا وخوییده، په ځمکې سره ولګیېده، بېرته پسی ورټیټ شو، را وایې خیسته، د کټ پښې ته یې ودروله؛ نصوار یې په ورغوي کې واچول لاندینۍ شونډه یې په دوو ګوتو کې ونیوله او نصوار یې ترې لاندی کړل.
له کونډې سا ختلې وه د خبرو تاب یې نه درلود او سر یې ښکته نیولی وو.

ملک ستونی تازه کړ ګرد چاپیره یې وکتل، په ټوله کوټه کې خاموشی خپره وه ، یواځی د یتیم د سپیږمو سونګا اوریدل کېده، هغه هم ویده وه، ملک په کټ کې په قراره  وخوځېد، ځان یې جوړ او په خبرو یې پېل وکړ.

د برو پټېو جوار می لو (رېبل) شوي دي، د سپینولو لپاره یې هم تا راغواړم، په کلي کی له تا بل مستحق نه وینم، عشر او زکات مې هم ستا لپاره بېل کړي، بل چاته می زړه نه غواړی. خاوند ته دې الله جنتونه نصیب که، ډیر ښه دوست می وه، ښه وخت موسره تېر کړ، خدای شته پر ما ډېر ګران وو او ته هم د هغې ښځه یې، کمه راته نه ښکارې، په پردېو کارو مې والله که پېر زو یې او بل خو دې لا ځواني ده، زه منم چې مجبوریتونه لرې، خو د حل لاری یې هم شته.

 ملک غلی شو اوږده ساه یې واخیسته، د کوټې چت ته یې وکتل، کاږه واږه لرګي پرې پراته ول،  ځای ځای ترې د چینجیو خوړل شوی بور راتویېد.

ماشوم وسونګیده، کونډې په قراره په سینه وډباوه، بېرته غلی شو، ملک مخ ور واړاوه، دا ماشوم هم پالنه غواړي. هسی ما ویل که د یوه پلار په څېر یې زه پالنه وکړم او بل ته هم په پردېو کارونو ښه نه ښکارې، خپل به دې کور ش او خپل اور…

کونډې خپل ماشوم ځوی ته وکتل، بیا یې خپل خاوند مخې ته ودرید، غرېو واخیسته، خو زړه یې کلک کړ؛ ملک ته یې مخ ور واړاوه او ورته کړل یې: ملک صیب؛ تاسی خو زما د پلار په ځای یئ او بل زه هیڅ کله هم دې خبرې ته تیاره نه یم، خدای ته وګورئ، لاړشئ له دی ځایه، خبرې یې په ژړا کې ورپرې شوې.

ملک پورته شو خپله امسا یې په لاس کی ونیوله او په تونده لهجه یې وویل: کونډي! ښه فکر وکړه، بل څوک دې رانه والله که ووینی اوپه دې سره له خونې ووت.

شپې ورځې تېریدې، کونډه په خپل درېځ ولاړه وه، یتیم ځوی یې را لوی شو، مور اوځوی دواړو به یو ځای د کلیوالو خدمت کاوه، یو نیم کس به د عشر او زکات مال هم ورکاوه او په همدې توګه یې ژوند روان وو.

یوه ورځ کلي ته څو وسلوال مخ پټي راغلل، تورې ټوټې یې له سرونو تړلې وې، څوک به یې چی له پامه بد راغلل، نو سابه به یې ور په مالګه کړل.

د یتیم وار راغی، یوه یې وویل، لا خو ماشوم دی، بل یې وویل؛ نه بابا غټ سړی دی، ګیره به یی هسی نه وي راغلي، برېتو ته یې وګوره! دواړه مخ پټي ورپسې تیز ورغلل او ورته کړل یې:

 چیشت دلته راشه!

دیتیم رنګ والوت، له پښو یې سا ووته، مه؛ مه؛ ماته وایي. هو خود تا ته وایو.  یتیم یې له لاس ونیولو، مخکې شه، یتیم هلک زارۍ پېل کړې، خېر دی، خوشی می کړئ، په ما څه کوئ، د کونډی مور به مې زړه وچوي، بل څوک هسې هم نه لرم، وسلوال یې خبرې ورپرې کړې، چپ د کونډې ځو، خبرې ونکړې؛ پورته شه موټر ته.

هلک په ژړا پېل وکړ، تاسې څوک یئ او ماچرته وړئ؟ مشر وسلوال یې د ګوتې په اشاره پوه کړ، چی چپ شه. دا ځل بیا هماغه وسلوالو منډه واخیسته او څو نور ځوانان یې هم راوړل او په موټر یې را ننوېستل، په ټولو یې سترګی وتړلې او موټر حرکت وکړ. تاوېده راتاوېده، له اوږده مزله وروسته موټر ودرېده.

 ډریور وویل: له دې ځایه ور هاخوا نور د موټر لار نشته وسلوال له موټر ښکته شول اوبیا یې نیول شوي کسان هم ښکته کړل، په ټولو یې سترګې خلاصې کړېو شاوخوا هسک هسک غرونه ول، ټولو مزل شروع کړ، نږدې درې، درې نیم ساعته پیاده د غرونو اونخترو په مېنځ کې له مزله ورورسته یوه کلي ته ورسیدل. کلی د غرونو په مېنځ کی راګیر وو، په ګڼو نخترو پوښل شوی وو، اسمان ترې په اسانۍ نه ښکاریده، خلک یی ټول نا اشنا ول، بې شمېره وسلوال پکې وو، هر یو به یې چې مونږ ولیدو، په څېره کې به یې خوښي ښکاره شوه، تر یو وخت وروسته یوې پراخې کلا ته ورسیدو، ټول په یوه وار کلا ته ورننوتل، دلته هم ګن وسلوال ول، د څو نورو له خوا به د جنګ طریقې او د بمونو جوړول ور زده کېدل.

 دا نو د وسلوالو روزنیزه کلا وه، په کوز سر کې یې د یوه دالان لاندې څو زین شوي آسونه او قچرې ولاړې وې چې تر خوا یې د مرمېو څخه ډکې چانټې هم ایښودل شوې وې.

ټول په یوه وار دمشر آمر صیب سلام ته ورغلل، د هغه توره اوږده ګیره لویې لویې څڼې یې پر اوږو پرتې وې، غټې دهشتې سترګې یې له ورایه ځلېدې، ولاړو کسانوته یې د کښېناستو اشاره وکړه، یوه یې ورغږ کړ، دا نوي ځوانان دي، اوس زمونږ سره یوځای شول، روزنه او تعلیم ورکول یې ستاسی کار دی.

مشر امیر د سر په خوځولو سره ټولو ته ښه راغلاست ووایه او ټول کښېناستل.

مشر امیر پورته شو، لومړی یې خطبه وویله، اوبیا یې خپلې خبرې پېل کړې، زمونږ ډله حقه ډله ده، د چا مال نه خورو، بېځایه وینه نه تویوو، د ظالم او کافر پر وړاندې ولاړ خلک یو، څوک چې د کافرو سره پر لاره هم ځی، مونږ به یې وژنو.آمر جذباتي خبرې کولې، په اساسي قانون د جوړو شوو حکومتونو پسې یې خه سپکې سپورې وویلې، په ښارونو او کلیو کې یې ټول خلک کافر او مرتد یاد کړل. ټول وسلوال ورته چپه خوله ناست وو، آمر د خپلو اسیرو (زنداني) ملګرو کیسې وکړې او پر بیلابېلو زندانونو کې یې د هغوی په ځورونه ټول وسلوال وژړول، ناست ملګري یې  ددولت په خلاف جنګ ته لا وهڅول، دوی یې غازیان او وژل شوي ملګري یې شهیدان یاد کړل او همدوی یې حق او پر سمه لار خلک وبلل.

یتیم هلک هم ناست وو، د وسلوالو سره یې خه ډېر وژړل، فکر واخیست؛ د مشر امیر خبرو تر تاثیر لاندی راوست، او کونډه مور یې له ذهن ووته، فکر یې بدل شو او د همدې ډلې سره یې وسله پورته کړه.

کونډه در په در وګرځېده، د یتیم ځوی در درک یې پیدا نه کړای شو، هر وخت به یې سترګی له ژړا سرې وې.
یوه ورځ ورته چا د دې وسلوالې ډلې ځای ور وښود او ورته کړل یې، د وسلوالو تم ځای په غرونو کې دی، ډېر ځوانان یې په خپله عقیده کړل، چی یو ځل یې څوک د مشر امیر خبرې واوري، بیا ورته نعوذ باالله پېغمبر ښکاري او سمدستي پرې ایمان راوړي. ګوندی ځوی دی له همدی خلکو سره نه وي یوځای شوی، یوځل خو یې هلته هم پوښتنه وکړه.

کونډې ته به چې چا هره مشوره ورکوله، منله به یې ځکه هغی په کور او صحرا همدا یو ډکي ځوی درلودلو، خبره یې ومنله او دا ځل په غرونو کې د ځوی په پلټلو پسې روانه شوه.

درې ورځې وروسته همغه کلي ته ورسېده، له هر چا به یې د ځوی پوښتنه کوله. یو په عمر پوخ سړی ورته وویل: هاغه مخامخ کلا ته ورشه، کله کله چې نوي کسان ورته راشی، نو دلته یی راوړي، کیدای شي ستا ځوی هم پکې وي.

کونډه کلاته ور روانه شوه، لږ نور مزل ورته پاتې وو، چې وسلوالو ته ښکاره شوه، له وړاندې یې پری غږ وکړ، درېش! ونه خوځېږې، لاسونه پورته که !!

کونډه ځای پر ځای ودرېده، له پښو یې ځمکه وخویېده، په لاس کې نیولې ګنډې ته یې وکتل، چې وچه ډوډۍ او څو دانې پیاز یې پکې د دې لپاره تړلي وو، چې له اوږده مزله وروسته به وږې شوه نو وبه یې خوړل او د خپل یتیم ځوی پسې به بیا روانه شوه.

وسلوال کونډې ته ورو ورو رانږدې شول، یوه یې وویل: ښځه ده، بل یی په لاس کی نیول شوی ګنډې ته اشاره وکړه، د مخالفې ډلې جاسوسه راته ښکاري، دریم یې وویل: هو په خدای دلته نو څه کوي؟ لکه چې د مرکز احوال مو کفارو ته وړي. پورته وګوره او ښه غوږ شه، پر سر یې بنګنه (جاسوسه الوتکه) هم ګرځي.

زړه پرې مه خورئ، دا ښځه ماته ښه نه ښکاري، ویې ولئ!

نوی راغلی هلک ورمخ ته شو، ګونډه یې ورته ووهله او د ماشین خوله یې پرې ور ټیټه کړه، څو ډزه یې پرې وکړل، له ځای یې لوخړې پورته شوې ، مخابره وشرېده، له هغې خوا غږ وشو هلکانو ډزی مو ولې وکړې؟

یو وسلوال ځواب ورکړ، امیر صیب؛ جاسوسه ده. مخابره بنده شوه، ښځه پر ځمکه پړمخ پرته وه ، وسلوالو ور منډې کړې، یوه یې له اوږې ونیوله، په بل مخ یی واړول، له لاس یې ګنډه وغورځېده، ډوډۍ په وینو لړلې وه، سور پیاز ترې پر ځمکه ورغړېده، ښځې رډې سترګې نیولې وې، ویشتونکي وسلوال رامخ ته شو، سترګې یې پرې خښې کړې، یو دم پر مېرمنې ور پریوت، چیغې یې کړې…
مورې! مورې! مورې!!!

پدې سره ولاړ ټول وسلوال وپوهېدل چی نوې راغلي یتیم هلک خپله مور ووژله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب