پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د فاران غلطې "تنقيدي فېصلې" | نعمت الله صدیقي

د فاران غلطې “تنقيدي فېصلې” | نعمت الله صدیقي

له ښاغلي فېصل فاران سره د تېرو لس ــ پنځلسو کلونو د ملګرتیا او پېژندګلوی له وجه نه؛ بلکې هغه سره له دې ملګرتیا مخکې او دا دی وروسته هم د هغه د نقد او فکر په اړه خبرې ځکه مهمې او ممکن دي، چې که هغه هر څومره د خپلې رویې او چلن خپل حق لري؛ مګر په علمي او ټولیز ډول د علم، ژبې او ادبیاتو دا اشتراک هغه اساس دی، چې په هر صورت به خبره هم کوو او اختلاف به هم پالو. ماته یاد شي، چې له ده سره د ژبې او ادبیاتو د بحث او مباحثې څومره توان او تومنه ده، دی که له یوې خوا څلورویشت ساعته ادیب دی؛ نو بلخوا یې د فکر او قلم زور هم ورسره تقریباً تر کافي حده تېز او ډېر دی. دی د خپل فکر او قلم په څېر په ژوند کې هم ښه سم جدي او جذباتي دی. بلکې د صوابۍ د یوه تنقیدي مجلس وروسته یې تومانچه (اسلحه) هم راته ښودلې وه، چې کله کله د خبرو د تلخ کلامۍ څه پته نه لګي.
له دې څو مقدماتي خبرو مې موخه دا وه، چې زه ښاغلی فاران د یوه جدي ادیب، لیکوال او په عین حال کې بېخي د یوه ډېر جذباتي او احساساتي نقاد او لیکوال په توګه پېژنم او ځکه هم د ده د مطلقو تنقیدي فېصلو په اړه د خپلې همدې لیکنې عنوان په مطلق حکم ټاکم او له هغو لوستونکیو بخښنه غواړم، چې نقد او کره کتنه له دا ډول مطلقو جذباتو او حکمونو پورته ګڼي.
د ښاغلي فاران تر دې دمه څو کتابونه او بېلا بېلې لسګونه مقالې او سرېزې په مختلفو مجلو او کتابونو کې چاپ او خپرې شوي دي؛ مګر د تنقیدي مقالو په بڼه یې یوازې همدا کتاب (تنقیدي فېصلې) د پښتو ادبي غورځنګ کوټې له خوا خپور او چاپ دی، چې د غورځنګ د نورو کتابونو په څېر یې املايي او انشايي غلطۍ له حسابه وتلي دي. پر همدغه کتاب له خبرو مخکې یو څو نورو اضافي خبرو ته هم اشاره مهمه بولم؛ مثلاً د ښاغلي فاران په اړه سره له دې چې دی زیات نقد کوي او د نقد لهجه یې هم تېزه څه چې د سپکو سپورو تر حده شکل اختیاروي او ډېر کله یې د ده ځېنو سنجیده خبرو ته هم د ګپ او سپکاوي بڼه ورکړې؛ بیا هم د فاران د نقد ځېنې مقالې او تحلیلونه د پښتو د نقد او ادبیاتو په برخه کې د حساب وړ اضافې بولم؛ خو دا کله هم د ښاغلي خالد پښتون او سمیع الدین ارمان د نظر تاید نه دی، چې دوی ښاغلی فاران د پښتو د نوي نقد او تنقید بنسټ ايښودونکی او مهم نقاد بولي؛ بلکې زه خو وایم، چې ښاغلی فاران د نوي تنقید او تیورۍ پر ډېرو مهم مسایلو هم بېخي سطحي او له اندازې پورته انحراف عاموي او لیکي، یوازې د تیورۍ او د اصطلاحاتو په یادونې نه خو څوک لیکوال نقاد کېدای شي او نه یې پر مفرداتو خبر څوک نومولی شي؛ بلکې زه خو وایم، چې ښاغلي فاران په دې برخه کې یوازې د خپلې تېزې او توندې لهجې په توګه په زور او زړورتیا ځان په خلکو او لیکوالو منلی دی، یعنې زه په دې باور یم، چې له ښاغلي فاران سره بحث او مکالمه خلک او لیکوال له دې امله هم نه کوي، چې ګواکې له مقابل لوري له هر ډول سپکاوي او ښکنځلو سره مخ کېدای شي. دې ځاني مصلحت خو دومره کړي دي، چې خلکو او لیکوالو ځان ساتلی دی، مګر د ژبې او ادبیاتو په برخه کې یې د نقد بېزارۍ تمایل هم بېخي عام کړی دی. ودې شي، چې د همدې لیکنې وروسته هم زه په مختلفو او نااشنا ښکنځلو او ترکیبونو یاد او ونمانځلی شم؛ خو:
هر زیارت لره چې ځم مراد مې ته یې
د ښاغلي فاران د نقد یا د دغه “تنقيدي فېصلو” پر منځپانګه ډېرې خبرې کېدای شي؛ مګر موږ یې د منځپانګې له څنګ تېرېږو پر تنقیدي چلن یې ځکه زیات تمرکز کوو، چې د فاران د نقد همدغه اړخ یعنې پر منځپانګه یې د نقد د فني چلن یا رویې زیات اثر عام او مشهور کړی دی. دا خبره اوس د علومو په اړه نهایتاً ډېره سنجیده او زوروره اخیستی شي، چې “له علم سره غرور، تکبر یا لویي په هیڅ مانا نه ښيي” سره له دې چې د فاران د نقد له ټول سیاق او سباق ښه ترا څرګندېږي، چې هغه د نقد په برخه کې علمي مشاهده کمه او معالوماتي زیاته لري؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې د هغه تنقیدي چلن ته پرې توجیه ورکړو. پر ډېرو معلوماتو اډانه نقد د اوسنیو علمي ځانګړنو له مخې کوم مهم نقد ځکه نه دی، چې حتی دا ټول عصر د معالوماتو او انفارمیشن چټک عصر دی، په دې عصر کې د یوه علمي ارزښت پر وړاندې خو معلومات د منډیانو او بازارونو د خرڅلاو توکی خو کېدای شي؛ مګر د یوه بېل قدر په بڼه یې نقش بېخي ضمني او سطحي دی. د هغه نقد چې د تحلیل یا متن سپړنې زیاته برخه یې د ګوګل له خیټې پر اضافي معالوماتو اډانه وي، د معاصرو ادبي تیوریو په اساس یې د علم او ذوق پر ځای امتیاز ګوګل ته ځي، ګوګل همداسې یو شی دی، چې د یوې کلمې اړوند ټول مواد خو درته په پاشلي ډول تهیه کولای شي؛ مګر د ادبي نقد د علمي او ذوقي رویې غوندې یې د یوه منظم نظام په اساس د متن ادبي او ښکلایز تحلیل او سپړنه نشي درته کولای. مثلاً ښاغلی فاران د درویش دراني د یوه شعر د تحلیل په وخت د ژړا لس قسمونه یاد کړي دي، اوس دا قسمونه یادول زه فکر نه کوم، چې د یوه ادبي متن د ښکلایز اړخ افادیت څرګندولی شي، دا د نقد او تنقید یو بېخي سطحي تحلیل او سپړنه ده، تاسې که ګوګل ته د ژړا او د هغې اړوند هر ډول معلوماتو لپاره ورشئ د یو کلک په کېکاږلو سره همدې ته ورته ګڼ معالومات ترلاسه کولای شئ؛ خو دا معلومات به موږ ته څه راکړي؟ ایا دا شعر یوازې د ژړا یا د معلوماتو لپاره ویل شوی دی؟ او یا معلومات د شعر او ادب ارزښت او جوهر دی؟ زه فکر کوم دا د یوه ادبي متن په اړه د بېخي کمزوري خارجي استنباط باندې ولاړ رویه او چلن ده، د فاران د نقد دغه اړخ بېخي زیات غالب اړخ دی، دی که نقد هم کوي؛ نو د یوه متن د داخلي یا ښکلایز ارزښت پر ځای پر خارجي یا پر اضافي ځانګړنو تمرکز زیات کوي او په خارجي او اضافي معالوماتو یو متن سم او ناسم ثابتوي. د ممتاز اورکزي پر دوه شعري مجموعو یې د همداسې سطحیت په اساس دواړه سریزې لیکلي دي.
د نصابي کتابونو په ابتدايي درسونو کې دا کلیشه اوس هم لا زموږ د کره کتونکیو لپاره د نقد او کره کتنې په ځانګړنو کې ورته په شدت سره ښيي، چې نقاد باید نقد یا کره کتنه پرته له کوم تعصب او بغض ترسره کړي. مانا دا چې ابتدايي کره کتونکیو او نقادانو ته خو دغه توصیه سمه ده؛ مګر د فاران په څېر نقاد او لیکوال ته یې یادونه هم عیب دی، ځکه چې دی د نقد او لیکوالۍ په برخه کې کافي شهرت او شالید لري. د فاران په نقد او کره کتنه کې دا تعصب یا بغض تر هغه کچه څرګند او معلوم دی، چې حتی د ده د نقد یا کره کتنې ټول تشخص یې ورخراب کړی دی؛ بلکې بېخي یې د نقد له دایرې ویستلی دی او کله کله خو یې سړي ته پر هغه معقولو خبرو هم شک ورشي، چې د شک وړ هم نه دي. پر سایل صاحب د نقد په یوه لیکنه کې د سایل صاحب د نقد یوه زوروره خامي یا بدګړه دا ښيي، چې ګواکې سایل صاحب په نقد کې جذباتې کېږي، حال دا، چې په خپله د فاران د نقد جذباتي انداز نه یوازې یو سل اتیا درجې حرارت لري؛ بلکې د تعصب او کینې پر یو انتها یې درولی دی. د قلندرمومند په اړه د لیکلي نقد هغه برخې یې هم سړی په مشکله منلی شي، چې حد اقل په ځېنو برخو کې ورسره تاید کېدای شي؛ مګر مسله په کې دا ده، چې د هرې تنقیدي نقطې وروسته یې یوه جذباتې خبره، ملنډه او یا متعصبه جمله پسې لیکلې ده، پر سباوون د کامل صاحب مرحوم له سریزې، پرته له کوم سیاقه جملې راوړل او د ځېنو غزلونو له نقد وروسته له یوه کمزوري شاعر سره د هغه مقایسه یوازې د فاران د نقد متعصب چلن کېدای شي، نه د ده د نقد کوم کمال یا هنر!! له قلندر سره د فاران دا تعصب خو هغه وخت د رسوايې ترحده ورسېده، چې د صادق ژړک پر اوږه یې د طایر بخاري صاحب برغون چاپ او خپور کړ او بیا وروسته یې پرې جرګې او ننواتې وکړې. دا خبرې د پښتني نقد او کره کتنې د تاریخ برخه چلندونه دي، داسې یوازې پر سراسري او تاویلاتو دې یې څوک نه اخلي. زه فکر کوم، که د نقد او کره کتنې په برخه کې د ځېنو رویو او چلندونو نښو نښانو ته ګوته ونه نیسو؛ بویه د خپل نقد او کره کتنې د تشخص اوهویت نفي په خپله کوو.
د ښاغلي فاران د “تنقيدي فېصلو” زیاته برخه د عملي نقد هغه ده، چې اکثریت یې شعري سموونې، سپړنې او ځوابي توضیحات دي؛ مګر دا درې واړه اړخه یې هغه وخت سړی ټکنی کړي، کله، چې د ښاغلي فاران د توضیحاتو د استدلال لهجه او د تاکید طرز ولولي؛ یعنې فاران تنقید خو کولای شي؛ خو تنقید زغملی نشي یا په بله وینا بل سړی غلطېدلی شي؛ خو ښاغلی فاران باید هرې سموونې او سپړنې ته یو سوفسطايي دلیل او منطق راوړي، وګورئ په همدې کتاب کې “د سباوون د دوه غزلو مزیده تنقیدي محاسبه”. د ټولو سموونو او سپړنو یې دا حال دی، چې د ماناوو په استخراج یا راویستنه کې یې د زوړ نقد په طرز وچ کلک ساینسي اپروچ ته مخه کړې ده، حال دا، چې معاصر نقد دا ټولې رویې او چلندونه له یوې مخې ردوي. فاران د کاروان صاحب په اړه د سایل صاحب د نقد ارزونه هم د همداسې یوه چلن له مخې کوي، چې د سایل صاحب د نقد ماناوې خو غلطې بولي؛ مګر خپله هم همغه شعرونو ته د سایل صاحب په طرز نورې ماناوې توجیه کوي. د معاصر نقد له مخې ماناوې مطلقې او یوازې د یوې مانا زېږنده نه وي؛ بلکې هر لوستونکی له هر یوه متنه د خپلې مانا د راویستنې حق لري؛ خو دا حق هیڅ نقاد نه لري، چې د بل چا یا د یوه لوستونکي مانا دې غلطه وبولي، زه په همدې اساس هم حتی د ښاغلي فاران ماناوې هم مطلقې غلطې نه بولم؛ البته کمزورې یې ګڼلی شم. خو د سایل صاحب د ماناوو په اړه د ده د نقد دا چلن ضرور په نښه کوم، چې د سایل صاحب د مانیز نقد په اړه یې دا نامناسبه جمله لیکلې ده، چې: “ښاغلی مشر دې شعر نه داسې لري او کولمې راباسي” دا د فاران د نقد عمومي چلن دی، چې د ده له ګڼو لیکنو او مقالو یې تر دې هم سختې جملې (نه لري او کولمې!!) راویستلی شو.
د فاران د نقد بله مانیزه مسله دا ده، چې دی د مانا راویستنې په برخه کې انحراف ته مخه کوي، له یوه ادبي متنه د مانا استخراج داسې هم نه دی، چې یو څوک دې خامخا یا په قصدي ډول روغو ادبي متونو ته غلطې ماناوې ورکوي، د دې لپاره نوي ادبي او کره کتنیزې تیورۍ د متن سپړنې او مانا راویستنې خپل طرز او تلې لري، چې مقصد او هدف یې متن له انحرافي ماناوو ساتل دي. ښاغلی فاران د کاروان صاحب د هغه شعر په اړه چې سایل صاحب پرې نقد کړی، لیکي:
ظالمه شپه ده، زړه سوی لږ شان هم شمال نه لري
زموږ غریبه ډېوګۍ د شیشې شال نه لري
“عرض دی، چې پخوا زمانه کې به د عرب و عجم کې اکثرو علاقو کې مړي د شمال په اړخ ښخېده، ځکه شمال ته د مړو اړخ هم ویلی شي او ځکه عربۍ کې د شمال یوه معنا د بدبختۍ او سپېره توب او د شمال نه راغلی مارغه طیر شمال د سپېره والي و بدشګونۍ علامت ګڼلی شي. په دې شعر کې د شمال نه راغلې هوا دغه معنا لري ضمني تعقل کې دلته کاروان صاحب د شمال کلمه د افغانستان له شمال سره هم لګوي، چې روس دی، چې د ده له وطن سر د جبر و تشدد معنا هم ورکوي، البته د نري باد معنا کې هم استعمالېږي؛ لکه خواجه بنګښ وايي:
چمن ګلونه واړه پرې تازه شو
شمال راغلی ستا د مخ د ګلدسته وو
کوم شمال چې نري باران (ښورمک) ته ویلی شي هغه په اصل کې د عربۍ ټکي شمل نه راوتی دی، چې په عربۍ کې هم نري باران ته ویلی شي، چې ښاغلي مشرته له بدمرغه نه و معلوم.
د شمال هوا هم سپېره وي؛ ځکه دا د غریبو یعنې مفلسو یاد مساپرو ډېوه ګۍ مړه کوي. دلته د شیشې شال هم د پام وړ ترکیب دی؛ ځکه چې شال په پښتو کې د مالدارۍ نخښه ده او شړۍ یې په ضد د غریبۍ نخښه ده؛ لکه شعر دی:
خپله خپله برخه ده
څوک شال څوک شړۍ غواړي
نو د شیشې شال ترکیب دا ښيي، چې دا د لالټین نه، د فانوس خبره کېږي، چې ماڼۍ او محل کې وي. په پښتوفولکلور کې د ماڼۍ (سکون) په ترڅ کې کېږۍ (حرکت) علامت دی؛ ځکه چې پښتون په بنسټيزه توګه اریا نسل، کوچ قام و، اوله حرکت و ازادې فضا سره یې مینه وه؛ ځکه ټپه ده، چې:
لوړې ماڼۍ دې کنډواله شه
ماته یادېږي د کېږدو یخ شمالونه
ځکه دلته دا هم جوته شوه، چې ډیوه ګۍ د مساپرو (غریبو) د کېږدۍ ډیوه ګۍ ده او د شیشې شال د ماڼۍ فانوس دی، دغسې او جونګړه، چې د محل په مقابله کې د غریبۍ علامت دی دا په اصل کې د درواړي تهذیب ټکی دی، چې مطلب یې د جوګ ځای(جوګ ګړ) دی. په حقیقت کې پخوا جونګړه، چې په هندۍ کې ورته مړۍ هم وايي د ماڼۍ د مادیت ژوند په ترڅ د روحاني ژوند علامت وو. دا هم ځکه سندهی ژبه کې مړۍ خانقاه ته ویلی شي. په پښتو کې نن هم ډېر ټکي د درواړي تهذیب یادګار پاتې دي، لکه تېل، ډم، چاټۍ او نور…” “تنقیدي فیصلې ص ۸۱، ۸۲، ۸۳.”
د فاران صاحب دا دومره لوی اقتباس مو د دې لپاره هم راوړ، چې د لیکوالۍ بې خوندي یې هم ووینو، د املايي تېروتنو ترڅنګ یې د لیک او نثر رواني او روڼوالی هم بېخي کمرنګۍ دی. د کاروان صاحب د شعر په اړه د ښاغلي فاران د سپړنې طرز دا دی، چې ټوله مانا یوازې د لفظي علامتونو یا قرینو په اساس توجیه کوي، دا د فاران د نقد عمومي طرز هم دی، چې اکثریت شعري تجزیې او سپړنې یې پر همدې اساس ولاړې دي؛ مګر دا د نقد بېخي زوړ طرز او ډول دی، چې د شعر تحلیل د هيئت او ژور ساخت یا رغښت پرځای د لفظ پر تاریخواله او ساینسي طرز وسپړل شي. د رغښتوالې انکشاف دې سوسور د همداسې یوه چلن له مخې وکړ، چې د لفظ د تاریخي شالید پرځای یې د لفظ د مانا او د هغه پرهغه پټ نقش خبرې مهمې وبللې. دا سمه ده، چې لفظ د مانا او متن اساس دی او په تخلیقي متونو کې د لفظ مختلفې ماناوې د لفظي مجاز او قرېنو په اساس افاده کېږي؛ خو دا هم یاد ساتل پکار دي، چې نوې او مډرنیسټې تیورۍ د دې لپاره هم طرز لري؛ مثلاً د کاراون صاحب د بیت دغه سپړنه که څه هم له فاران وړاندې سایل صاحب هم د فاران پر طرز تحلیل کړی دی، خو فاران د دغه طرز پر ځای باید د شعر مرکزیت په نښه کړی وای، زه فکر نه کوم، چې د دغه شعر لومړی مرکزیت دې شمال وي، دلته توره شپه، چې کاروان یې ظالمه بولي او زړه سوی هم نه لري، لومړی مانیز مرکز دی او دویم یې د خپلې ډېوګۍ مانیز مرکزیت مهم و، چې د شیشې شال هم نه لري، د ښاغلي سایل پر پله فاران صاحب هم د شمال په درېیم مرکز پسې علامتي تله راخیستې ده او سایل صاحب یې په خورا نامناسبه او تونده لهجه بیا—بیا مخاطب کړی دی. اوس که دلیل دا وي، چې ده خو د سایل صاحب د لفظي نقش د سمونې هڅه کړې ده، د ده یې له مانیزو مرکزونو او ماناوو سره څه دي؟ نو بیا هم خلاص ځکه نه دی، چې ده یوازې سمونه نه ده کړې؛ بلکې د شمال یوه مانا یې د کاروان پر وطن د یوې جګړې تپنې ملک روس یاد کړی دی. یعنې معلومه شوه، چې ښاغلي فاران هم د سایل صاحب په څېر د اصل مانیزو مرکزونو پر ځای پر ضمني ماناوو تمرکز کړی دی، چې دا له یوه ادبي متن سره نسبتاً کمزوری چلن دی.
د دغه کمزوري نقدي چلن یو ډېر مهم عامل دا هم دی، چې موږ عموماً د دغه ډول تخلیقي متونو د لوستنې نقدي توازان یا یو واضح طرز او ډول نشو درک کولای؛ مثلاً موږ خو دومره پوهېږو، چې له یوه ادبي متنه باید بېلا بېلې ماناوې راوباسو؛ خو دې ته مو پام نه وي، چې دغه ماناوې په کوم طرز یا اساس راوباسو. معاصرې ټولې ادبي تیورۍ د ادبي متن په لوستنه کې سیاق او سباق د یوه مهم طرز په توګه یادوي او همداسې تناظر د دغې لوستنې مهم ډول دی؛ یعنې زه که د کاروان صاحب د شعر همدا پورته شعري متن سپړم، نو د غالب مانیز مرکز تر څنګ به دا هم لومړی ګورم، چې د دې سیاق څه دی؟ سیاق نوې تیوري په یوه متن کې په دوه ډوله معرفي کوي، یو ته یې لنډ او بل ته یې لرې سیاق وايي، لنډ سیاق همغه دی، چې د یوه متن په لوستو مو لومړني مفاهیم ژر او برسیرن ذهن ته راشي؛ یعنې د کاروان د پورته شعري متن لومړی مفهوم همغه دی، چې د لفظونو یوه ترکیبي مانا یې جوړه کړې ده، چې “یوه ظالمه شپه پر خپل بې رحمه شمال زموږ ډېوګۍ وژني” دویم سیاق د همدې متن په خواوشا کې هغه مجازي ماناوې دي، چې له دې شپې او ډېوګۍ هر لوستونکی خپله خپله مانا واخلي او د شال او شیشې قرینې هم ورسره ملګرې کړي، دا خپلې خپلې ماناوې چې هر لوستونکی ترې اخلي؛ نو د یوه ژور او لرې سیاق په اساس به یې اخلي، چې دا ټول مخکې، وروسته متن به په یو ځای پلټي، داسې نه شي کېدای، چې یوازې لکه د فاران، پر یوه لفظ به د متن مانا راوباسو، که داسې ممکن هم شي؛ نو د متن نورې خواوې لکه ربط، مانا او هویت به مو يې هم ضمني کړی وي. تناظر د سیاق و سباق د همداسې یوې ګډې لوستنې نوم دی، سیاق د یوه متن هغه خواوشا ماناوو او قرینو ته وايي، چې د متن مانا او مفاهیم افاده کوي او تناظر یې هغه دی، چې یو لوستونکی د همدې سیاقونو په اساس له متنه مانا او تعبیر راوباسي. کوم نقاد او نقد چې د سیاقونو او تناظر امتزاج نشي ساتلی؛ نو له متنه راویستلې مانا او تعبیر به یې طبعي خبره ده، چې د تامل وړ وي. د ښاغلي فاران د نقد ستره نقدي کمزوري هم همدا ده، چې د سیاقونو او تناظر دا دواړه چلندونه یې غېرمتوازن او کمزوري دي او دا د معاصر نقد هغه چلن دی، چې که یو نقاد یا نقد یې ونلري، که هغه هر څه ولري، خو معاصریت به ځکه نه لري، چې د معاصر نقد د مانا راویستنې طرز او د مانا بنسټ درک کول یې لومړنۍ او جدي غوښتنه او اړتیا ده.
موږ عموماً له نویو تیوریو سره یوازې د نامې تر حده پېژنو؛ خو دا ټولې ادبي تیورۍ د یوه ادبي متن د لوستنې بېلا بېل طرز او ډولونه لري، د ښاغلي فاران په اړه دا هم ویل کېږي، بلکې دا یې خپله ادعا هم ده، چې دی نوي او جدید بحثونه کوي، حال دا، چې د متن سپړنې هیڅ کومه پيمانه او طرز یې د نویو تیوریو کومه خاص او ځانګړې بېلګه نه لري او که لږ و ډېر یې لري هم؛ نو هغه یوازې د اصطلاحاتو یادول دي؛ خو په دې اصطلاحاتو کې یې کم داسې اصطلاحات کارولي دي، چې هغه دې ناسم نه وي؛ مثلاً ساختیات په “ساختیت” لانګ په “لینګ” پارول په “پېرول” کوډونه په دودونو او دودونه پر رسمیات او رسمیاتو ته لساني اصطلاح کارول دا ټول یې سره ګډوډ کړي دي، دا خو لا څه چې د بنسټ ایښودونکیو نومونه او تخلصونه یې هم سم نه دي لیکلي، دې سوسور ته یې “سوشیور” او کلر ته “کولر” یې هغه غلطۍ دي، چې املایي اوکمپوزي غلطۍ یې ځکه نشو بللی، چې همدا ټول اصطلاحات او تخلصونه په همدغه بڼه تکرار لیکلي او کارولي دي؛ نو کله چې د یوې برخې یا د یوه علم اړوند لومړني اصطلاحات او بنسټګر هم سم نه نشو درک کولای؛ د هغې په مفرداتو او بنسټ پوهېدنه یې ظاهره خبره ده، چې خورا سخته او نامطلوبه ده.
د ښاغلي فاران د “تنقیدي فېصلو” یو بل ډېر منفي تمایل د خپل لویو او عظیمو شاعرانو له تخلیقي متونو سره هغه کلیشي او زوړ چلن دی، چې موږ یې په دغه فېصلو کې یوازې نمایشي او د دوی په اصطلاح مشروټی چلن بولو، هیڅ په هیڅ د یوه شاعر شعر د هغه له شعري سبک او شعري ظرافت پرته او د مضمون د لږ و ډېر د ورته والي په اساس په نورو پسې په نامناسبو او سپکو جملو او ترکیبونو تړل یې د دغه “تنقیدي فیصلو” غالب اړخ دی، د اجمل خټک د غیرت چیغې د هغه نظمونو په اړه چې ښاغلی فاران یې له اردو ژبو شاعرانو فیض احمد فیض او اخترشیراني استفاده بولي او یا د سعید ګوهر د شعر په اړه چې کوم همداسې قضاوتونه کوي، له دې معلومېږي، چې ښاغلی فاران په زړو او کلیشيي بحثونو هم نه پوهېږي، چې استفاده، توارد او تخلیقي غلا څه ته وايي؟ او د استفادې او د توارد ډول او مشترکات او طبعي والی یې څه دی؟ کنه کله به یې هم داسې چلن نه وای غوره کړی. ښاغلي فاران د ګوهر صاحب شعر د نورو ډېرو شعرونو په څېر تحریف کړی هم دی، کله چې یو نقاد د چا شعر سم نشي اخذ کولای، د هغه د متن په اړه غږېدل یې څه مجال او جواز لري، بیا لرې خبره خو دا چې په نورو پسې یې هم وتړو او تر دې عظیمه ګنا یې دا چې هغه ماتن یې هم منحرف او سپک وبولو. که څه هم په معاصرو ادبي تیوریو کې دغه بحثونه ځای نه لري؛ خو د ښاغلي فاران د نقد دغه تمایل اوس بېخي له ده سره دومره عام دی، چې حتی زموږ د نقد لوستونکي یې هم د ده کمال بولي، حال دا چې دا تمایل یې زه عیب بولم، ځکه یو خو دا زوړ تنقيدي چلن دی او بل یې د فاران د نفسیاتي رویې له مخې چې خامخا دې یو څوک په داسې نقدونو ننګوي او سپکوي مناسب نه بولم.
په “تنقیدي فیصلو” کې یو څو نور داسې واړه واړه ناسم فني نقدي چلندونه هم شته، چې یادول یې که څه هم ډېر مناسب نه دي؛ خو تر دغه اثر لس دولس کاله وروسته یې اوس هم ښاغلی فاران د همداسې مسلسلو مغالطو ښکار دی؛ مثلاً دی اکثر په خپلو مقالو او لیکنو کې خپل شعرونو هم د مختلفو خبرو او تحلیلونو لپاره د مثال په توګه راوړي، دا ممکن یو څوک ډېر نامناسب کار هم ونه بولي؛ خو زه یې د ده د نقد د معیار په اساس وایم، چې که ښاغلی فاران که په خپل نقدي معیار لوی لوی شاعران مایران کولای شي؛ نو پر خپل کمزوري شاعرانه ظرفیت يې ولې د معیار سترګې پټې کړي دي. په “تنقیدي فېصلو” کې یې خپل داسې شعرونه هم راوړي دي، چې حتی په لوستلو هم نه ارزي؛ خو ښاغلی فاران یې د خورا لوی شاعرانو په قطار کې ورسره نه یوازې یادوي؛ بلکې خودساخته تحلیلونه او مقایسې یې هم کوي.
د فاران د نقد یو بل وړوکی فني عیب دا هم دی، چې اکثر د پاکستان د کمزوریو کالم لیکوالو غوندې د موضوع او مضمون تمرکز هم نشي ساتلی یا په بله اصطلاح د بحث او مباحثې له دایرې وځي، خبره یوه کوي او مثال د بل ورکوي یا په یوه موضوع او مضمون کې ښه سم روان وي، خو د خپل نفسیاتي چلن او مجبورۍ له مخې پر ضمني خبرو هم خپل نقد او لیکنه بې ربطه کړي او هم یې ضمني اشارې داسې وي، چې یاد پنځوونکی او یا پنځونه د ریشخند او سپکاوي ترحده ورسوي، دا که څه هم زه د فاران وړوکی عیب بولم؛ خو رښتیا دا دي، چې د ده د نقد توازن یې بېخي له منځه وړی دی، دا د نقد او کره کتنې بېخي بنسټيز اوصول دي، چې یو نقد او کره کتنه باید له موضوع سره سم د یوې پنځونې او مباحثې د متن په ساحه کې وشي، کنه دا غېر تمرکز حتی د هر ډول لیکوالۍ او لیکنو لپاره هم نامناسب بلل شوی دی.
په هر صورت وروستۍ څو خبرې مو د مضمون د اوږدوالي له وېرې ځکه مختصرې او بې بېلکو راوړې، چې د “تنقیدي فیصلو” حتی مبتدي لوستونکي هم دا هر څه په خورا شدت سره محسوسولی او درک کولای شي، دویمه خبره په دغه لیکنه کې د موضوعي اختلاف ده، چې موږ يې بېخي له څنګه ځکه تېر شوي یو، چې که هغه خواوې مو راسپړلې؛ باوري یم، چې د “تنقیدي فیصلو” هومره یو بل کتاب هم ورباندې لیکلی شي؛ نو ځکه مو یوازې د فاران د نقد د هغه عمومي رویو یادونه وکړه، چې د ده د نقد منفي یا په بله اصطلاح د “تنقیدي فیصلو” فني هویت یې ورمسخه کړی دی. زه باوري یم، که دقیق نقادان او کره کتونکي یې په خورا زړورتیا او جرات اصلاح او سموونه وکړي او دی هم له خپل ضدي او پرجوشه نرګسیت او احساساتو راووځي او په خورا سوړ تعقل او همت علمي خواو ته سنجیده شي، ممکن د پښتو ادبیاتو په برخه کې یو معقول کار او هڅه یې زموږ د لوستونکیو او کره کتونکیو په خېر او ګټه تمامه شي.
۲۹دسمبر ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب