یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهسرچینې: پاکستان د ټي ټي پي پر ځای افغان ط-انو سره د...

سرچینې: پاکستان د ټي ټي پي پر ځای افغان ط-انو سره د مذاکراتو پریکړه کړې

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) د پاکستان خبري سرچينو ويلي، چې د دغه هېواد پوځ او نورو امنيتي ادارو د پاکستان د طالبانو تحریک پر ځای د افغانستان د حاکمې ادارې طالب چارواکو سره د خبرو پريکړه کړې ده.

د پاکستان مشهور خبریال سلیم ساپي د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې ياده پريکړه پوځي چارواکو کړې او تمه کيږي، چې د پاکستان د کابینې په پوځي کمېټه کې له تاييد وروسته عمل پرې وشي.

پاکستان بيا -بیا ادعا کوي، چې ټي ټي پي ډله د افغانستان له خاورې د دوی خلاف بریدونه سمبالوي، خو د افغانستان د حاکمو طالبانو تر څنګ ټي ټي پي ډلې دا ادعاوې رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د دې موضوع تر څنګ به د ډیورڼد فرضي کرښې په اوږدو کې د ناندريو د مخنيوي او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په وروستيو خبرو کې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو خبر ورکړی او د طالبانو اداره ېې په دې برخه کې ګرمه ګڼلې ده.

د افغانستان د حاکمې ادارې طالب چارواکو او ټي ټي پي ډلې خپلمنځي اړيکې او همکارۍ رد کړي دي.

څه موده مخکې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو په منځګړتوب کابل کې ټي ټي پي ډلې سره د سولې مذاکرات او اوربند وکړ، چې وروسته اوربند مات او د يو بل خلاف د دواړو لوريو بريدونه زيات شول.

افغان شنونکي باور لري، چې پاکستان د طالبانو له ادارې سره هم پېچلې لوبې کوي، له يوې خوا یې افراطي پریکړو او خپل ملت او نړۍ سره دښمنۍ ته هڅوي او له بل لوري یې نقدوي او منزوي کوي، څو افغانستان سره د نړۍ د اړيکو مرکز دوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب