پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپېښې او جملې | محقق ډاکټر نظام الدین کټوازی

پېښې او جملې | محقق ډاکټر نظام الدین کټوازی

په تېر بحث کې موږ د ژبنیو کتګوریو او مورفیمونو تر منځ په اړیکو وغږیدو.(taand.com/main, Jan.5) مورفیمونه سیمبولونه دي او د هغو شاته مفهومونه پراته دي چې د بهرنۍ نړۍ اجناسو ته منسوبیږي.  په دې بحث کې موږ  د مانا د ليږدولو مساله  تر مورفیمونو په لوړه کچه یانې د جملې یا غونډلې په سطحه تعقیبوو او وبه ګورو چې مفهومونه په جملو کې څنګه ځای نیسي چې د اظهارولو شونتیا پیدا کړي.

 ژبنۍ نښې د نحوي قواعدو پر بنسټ سره پېودل کیږي او د ترتیب په پآیله کې په پېچلو نښو بدلیږي. دغه پېچلې نښې جملې یا غونډلې دي. د غونډلې مانا د ځانګړو مورفیمونو  له ماناوو څخه راوزي. پوښتنه دا ده چې د دغو مورفیمونو د ماناوو ترکیب د کومو اصولو تابع دي چې له یوځای کېدو څخه یې بشپړې غونډلې جوړي شي. خومخکې له دې چې د غونډلې په ترکیب او نوروځانګړتیاوو وغږېږو، لومړی به پخپله د جملې په اړه څو تعریفونه را واخلو.

جمله چې عربي کلمه ده په پښتو کې غونډله هم ورته ویل شوي، لغوي مانا یې مجموعه ده او په عربي ادب کې د کلام په نوم هم یاده شوې. د غونډلې په اړه له ډېره پخوا ژبپوهانو مختلفې نظریې وړاندې کړې. د ژبپوهانو د ټولو نظریاتو یادول د دې لیکنې له حدودو څخه ووزي، خو د دوی د نظریاتو یو عمومي جاج څرګندوي چې د غونډلې ګرامري مانا په ټولو ژبو کې یو ډول ده او یو نحوي واحد دی چې د مورفیمونو په مرسته مفهومونه څرګندوي او د احساس د لېږدولو وسیله هم بللی شوې. د ژبپوهنې څانګه  چې جمله تر څېړنې لاندې نیسي نحوه یا (syntax) بلل کیږي. د syntax کلمه له یونانې syn “ یو ځآی ” او “ taxis” نظم ترتیب څخه جوړه  شوې. غونډلې په لیکنۍ ژبه کې د لیکنښو او په ګرنۍ هغې کې د اواز د پورته والي او ښکته والی په ذریعه له یوې بلې بېلیږي.

پښتو – پښتو تشریحي قاموس(1981) غونډله داسې تعریفوي: “ د هغو کلماتو مجموعه چې یو بشپړ مفهوم لاس ته ترې راشي”[i] نورو پښتو پوهانو هم جملې یا غونډلې ته د دغه ډول نحوي واحد په توګه کتلي او د هغې په ژبني جوړښت او فکر کې د بشپړ والی عنصر په ګوته کوي او داسې یې راپېژني: “ جمله یا غونډله له کلمو یا مورفیمونو څخه جوړه وي… چې له یو بل سره ارتباط او اړیکې ولري او بشپړ مفهوم افاده کړي.”[ii] لویدیزو ژبپوهانو او ژبنیو قاموسونو هم د غونډلې په تعریف کې همدې ځانګړتیاوو ته پآم اړولی او جمله داسې تعریفوي:

 یوه جمله، لنډه او که اوږده وي، یو بشپړ فکر بیانوي او یوه بشپړه جمله باید لیږ تر لیږ یوه خپلواکه فقره ولري، یانې یو مبتدا او یو خبر چې بشپړ فکر جوړ کړي. [iii]

په دې ډول، موږ د خپل فکر، مطلب او احساس د څرګندولو لپآره جملې جوړوو چې اورېدونکی یا لوستونکی زموږ په مطلب پوه شي. د پوهاوي لپآره ضروري ده چې جملې باید بشپړې وي. د دغو تعریفونو له مخې جمله یا غونډله د مورفیمونو یوه کامله ټولګه بلل شوې چې شاته یې یو بشپړ مفهوم پروت وي. یانې دودیز ګرامر پوهانو د ژبې او فکر په منځ کې په اړیکه باور درلود. غونډله هغه وسیله ده چې په ذریعه یې موږ خپل فکر، احساس او خیال بیانوو. د ژبې او فکر دغه رابطه زموږ د څېړنې لپآره د پیل یو ښه ټکی دی.

د معرفتي اړخ له نظره هم  یوه جمله یا غونډله لکه د یوه مورفیم په شان دوی خواوې لري: ذهني اړخ او ژبنی اړخ. د مورفیمونو په بحث کې موږ ولیدل چې هره کلمه یوه شی، حالت یا جریان ته منسوب شوي وي. کلمه یې دال، هغه شی چې کلمه ورته منسوب شوې وي مدلول او دلالت یې د هغې مانا ده. د غونډلې یا جملې له پورتنیو تعریفونو څخه هم د جملې دوه خصلتونه په ډاکه کیږي. یو خصلت یې دا دی چې په شکلي لحاظ باید بشپړه وي یانې د کلمو ترکیب د نحوی اصولو له مخې شوی وي او بل خصلت یې دا دی چې دغه شکلي بشپړوالی په ذهنې یا ماناییزه کچه هم غبر کیږي. په همدې ډول، د جملې یا غونډلې ترکیب هم په ټوله کې دال او د هغې شاته بشپړ مفهوم مدلول دی چې د هغې مانا ده.

په معمول ډول، یوه جمله یا غونډله یوه پېښه بیانوي چې ویونکي مشاهده کړې وي، یا له یوه عمل څخه حکایت کوي چې دی ورڅخه اغېزمن شوی وی او یا یو احساس اظهاروي چې ده ته پیدا شوی وي. هره پېښه ځانته خپلې ځانګړتیاوې لري. د پېښو ګردې نمونې لکه څه پېښ شول ، څه به کیږي، یو ځوک په څه شی بوخت دی، څه احساس لري، څه ویني، څه شی لري او نور په ژبه کې کې نوميرلې او د هغوی له کیفیت سره سم مورفیمونه لري. لکه څنګه چې موږ د مورفیمونو په بحث کې پرې وغږېدو، په معمول ډول هغه کلمې د یوې غونډلې لپاره غوره کوو چې په یو ډول له موږ سره نژدې والی ولري یا موږ ورسره اشنا و اوسو.  په همدې ډول، د عادت له مخې موږ بېلا بېلې حادثې په څو محدودو کتګوریو وېشو او د هرې کتګورۍ لپاره په ژبه کې د هغې له حال او کیفیت سره سم جملې جوړوو.  دغه ډول که غواړو یوه پېښه تصور کړو یا هغه په حقيقي ژوند کې د ژبنیو سیمبولونو په مټ بیان کړو، د هغې ټولې جوړوونکې خواوې نه بیانوو، بلکې هغه اړخونه یې را اخلو چې زموږ لپاره خاص ارزښت ولري یا داسې خواوې چې موږ ورسره یو ډول اشنایي یا اړیکه ولرو. نورې ټولې خواوې چې جانبي ارزښت لري، له پامه یې غورځوو.

له دې روش څخه داسې نتیجه تر لاسه کیدای شي چې د یوې بشپړې حادثې او د هغې غونډلې په منځ کې اړیکه چې غواړو په ذریعه یې هغه حادثه بیان کړو د انتزاعي فکر په کارونه کې نغښتې ده. د پېښو په انتخاب او بیان کې دغه تمایل په انساني فطرت پورې اړه پیدا کوي. انسان په ذاتي ډول هرې پېښې ته د خپل موقف، ځای او علاقې له مخې ګوري.  د پوهانو په قول، په ژبنیو ویناوو کې دغه تمایل ښایي د انسان له فطرت او هغه باور سره تعلق ولري چې موږ یې د Athropozentrismus  یا انسان محوره نظریې په نوم پېژنو.  Anthropos یانې انسان یوناني کلمه ده  اوZenter د مرکزیا مرکزیت په مانا ده. دغه نظریه  په دې باور ده چې د انسان په چاپېریال کې نور هر څه لکه څاروي، طبیعت، نباتات او غیر حیاتي شیان پخپله څه ارزښت نلري، بلکې د هغوی ارزښت او موجودیت په دې بنسټ تبرئیه کیږي چې د انسان د خدمت او هوساینې لپاره په کارولویږي.  د دې نظریې پر بنیاد انسان د ټولو شیانو   مقیاس دی.ا نسان د خلقت مرکز او هدف دی. هر څه د انسان په خدمت کې خلق شوي او د ده لپآره د وسیلې حیثیت لري.[iv]

 ځان محوره نظریه چې له مخې یې انسان هر څه له خپل وجود سره په رابطه کې درک کوي  زموږ په ژبه کې هم انعکاس پیدا کوي . په اساسي بڼه ځان محوره تمایل موږ دې خواته راکښوي چې پوه شو نور خلک څه احساسات او عواطف لري، په څه شی بوخت دي، څه ارمانونه او وېرې لري ، څه تجربه کوي. په یوه بنیادي کچه موږ دغه ځان محوره لید لوری پخپله د انسان موجودیت ته راغځوو او د هغه رواني او ذاتي نژدیوالي له امله چې له نورو سره یې لرو، دا لیوالتیا راسره پیدا کوي چې د نورو انسانانو په ژوند، خیالونو او ارمانونو پوه شو.[v] Ralhpoerings,Ulrich Schmitz, 2003

دغه وجه ده چې د پېښو په تشریح کې انسان تر هر څه د مخه لومړنی ځای لري. کله چې موږ له یو بل سره خبرې کوو، په مکان او زمان کې خپل موقف ته د یوه ماخذ په څېر اشاره کوو څو نور مفهومونه  د زمان او مکان په حدودو کې چوکاټ بندي کړو. د دې مقصد لپاره موږ داسې کلیمې لکه “ دلته”، “ اوس”، “پرون’ او اشاري ضمیرونه یا نومځري لکه “دغه ”، “ هغه ”، “هغوی ”، او شخصي ضمیرونه “زه ”، “ته ”، “ موږ” په کاروو چې په مکان او زمان کې زموږ موقف  تعیینوي. اشاري ضمیرونه د ویونکی له لید لوري او هغې زاویې سره تعلق ساتي چې دی له هغې څخه نړۍ ته ګوري. د انسان دغه امتیازي موقف له دې څخه هم معلومیږي چې موږ په ګرامر کې داسې خاصې کتګورۍ او فونیمونه لرو چې له  عامې قاعدې څخه منحرفې وي.  د مثال په ډول، د شخصي نومځرو  یانې د  مفرد او جمعې متکلم  لپآره دوه موفیمونه “زه ” او “ موږ ” کاروو او د مخاطب مفرد  او جمعې مخاطب لپآره هم دوه بېلې کلمې “ ته ” او “ تاسې ” لرو. دغه قاعده له انسان څخه چپ په نورو شیانو د تطبیق وړ نه دی.

موږ پورته د جملې یا غونډلې تعریفونه ولوستل او د ژبنیو سیمبولونو په کارونه وغږېدلو.  د دغو واحدونو ترکیب د هرې ژبې د جملې یوه نمونه جوړوي. د ژبې د رغښت مختلف اړخونه د ژبپوهنې په جلا څانګو کې مطالعه کیږي لکه وییې پوهنه Lexikologie، صرف یا ګړ  پوهه صرف Morphologie، نحوه syntax او غږ پوهنه یا اواز پوهنه   Phonetik, Phonologie.  هغه پوهه چې د یوې  ژبې د ژبني جوړښت ټولې خواوې رانغاړي د ژبې ګرامر بلل کیږي. ګرامر دغه ټولې خواوې په یو ځای تر مطالعې لاندې نیسي.

د جملې په جوړولو کې د وییونکي قصد، باور او مشخص حالت نقش لري. وویونکی غواړي په دې ذریعه خپل باور نورو ته ولېږدوي او په عین وخت کې یې تېرو شویو ویناوو او راتلونکو هغو ته یې هم پآم وي. دغه ټوله پروسه د جملې په قالب کې اچول کیږي چې موږ به لېږ وروسته په دې ترکیب باندې خبرې وکړو.

د تقرب او تابعیت اصل:

 لکه څنګه چې موږ مخکې وویل، د ژبپوهنې هغه څانګه چې د جملې یا غونډلې له ترکیب، ځانګړتیاوو څخه بحث کوي سینټکس یا نحوه ده. نحوه له هغې طریقې سره سرو کار لري چې څنګه کلمې سره یو ځای کیږي څو بشپړې جملې جوړي کړي. موږ پخوا د علایمو د پېژندنې په بحث کې وویل چې انفرادي کلمې یا مورفیمونه نښې دي چې هره یوه یې  د یوه شي، حالت یا جریان سره یوه سمبولیکه اړېکه ایجادوي. په همدې دول، د غونډلې مانا چې د هرې انفرادي نښې له بلې هغې سره د یو ځای کېدو په پایله کې ایجادیږي له خپل مدلول سره سمبولیکه اړېکه ساتي. په دې ترڅ کې د ژبنیو توکو متقابله اړېکه د نحوې اساسي اصل جوړوي. دغه ترکیب په ساده ډول له یو بل سره د نښلولو په مانا نه ده،  بلکې مورفیمونه په دې ترکیب کې د تابعیت د اصل پیروي کوي. د مثال په ډول، د پلار کور، زما جامې. په  دې عبارتونو کې د ( د) او (ز) تورو د (پلار) او (ما) له مورفیمونو سره د اضافت اړیکه جوړه کړې. د مورفیمونو ترمنځ د اړیکو نور ډولونه هم شته لکه د مبتدا او خبر د سمون اړیکه چې د فعلي روستاړو په ذریعه ایجادیږي.

 دغه اړیکه یوازې د خپلواکو مورفیمونو ترمنځ نه، بلکې په جمله کې د غونډونو یا فقرو ترمنځ هم موجوده وي.  په دې جمله کې  “ ماشومان لوبي کوي.*  *لوبي* او *کوي* یوه فقره جوړوي. دغه فقره بیا له “ماشومان” سره بل غونډ یا فقره جوړوي چې په نتیجه کې يې د جملې ګرد جوړښت شوني کړی “ماشومان لوبي کوي.” ټول جوړښت هم د غونډلې د اهنګ او خج په رابطه او هم د هغې د مانا لپاره ډېر ضروري دی. په دې ترڅ کې دا خبره جوتیږي چې د جملې مانا د منفردو مورفیمونو په خلاف په خپل سر نه تعینیږي، بلکې د ګرامري قواعدو تابع وي، که څه هم ټوله غونډله د انفرادي کلمو یوه مجموعه ده. په بله ژبه ، د غونډلې مانا د هغې د جوړوونکو مورفیمونو له ماناوو څخه نحوي جوړښت او اصولو ته په کتو سره جوړیږي.

پورته ذکر شوي دواړه اصول د جملې د جوړښت اساسي عنصرونه دي چې یو بل سره بشپړوي. د تقرب یا بشپړتیا اصل موږ ته وایي چې د غونډلې د جوړوونکو اجزاوو تر منځ اړېکې د هغې کل تشکیلوي. د مثال په ډول، هره جمله له دوو اساسي برخو یانې مبتدا او خبر څخه جوړه ده. د تابعیت اصل په دې حقیقت تکیه کوي چې د غونډلې د ځینو اجزاوو ترمنځ اړېکې د نورو هغو په پرتله ډېرې نژدې وي. د صفت او موصوف تر منځ اړېکه “ښکلی ګل” د ښکلي کلمه صفت دی او د خپل ټاکل شوي مورفیم  (ګل) څخه د مخه راغلې. دغه راز د خبر او د هغه د بشپړوونکو توکو تر منځ اړېکې هم ډېرې نژدې وي او د غونډلې خبر بشپړوي. په معمول ډول مفعول او نحوي قیدونه هغه اجزاوې دي چې له خبر سره یو ځای نحوي کتګوري جوړوي. نحوي کتګوري په معمول ډول د یوې لغوي کتګوري چې په فقره کې ټاکوونکی رول ولري له خوا تعینیږي. د مثال په ډول، لغوي کتګوري، لکه یو نوم په فقره کې د جوړوونکو اجزاوو بڼه تعینوي لکه په دې عبارت کې ( لوړه ونه ) یو نوم (ونه) ټاکونکی رول لري. دغه غونډ پراختیا پیدا کولای شي لکه “لوړه، زړه او ببره ونه ” چې یوه نحوي کتګوري یې جوړه کړې. او په دې جمله کې “لوړه ، زړه ونه په خپل ځای ولاړه ده.” ونه” مبتدا چې لغوي کتګوري ده اود جملې د فاعل په حیث راغلې یو ګرامري چار اجرا کوي.

سیمانتیکې اړېکې:

په دې ډول اړېکو کې د مبتدا اړېکه له فعل سره څېړل کیږي. په ژبه کې داسې فعلونه لرو چې د یوه عمل په اجرا کولو دلالت کوي او د یوه ژوندي او فعال برخه وال موجودیت پکې متصور کیږي. په مانیزه کچه د فاعل او فعل تر منځ اړېکه له هغو اجزاوو سره تړل کیږي چې په یوه کتګوري کې سره شریک وي. د مثال په ډول، موږ وییلای شو چې هلک رسۍ پرېکړه.  له دې جملې څخه موږ پوره مطلب اخیستای شو ځکه چې مبتدا او خبر دواړه لري. خو که ووایو چاقو رسۍ پرېکړه ، دغه جمله هم مطلب رسولای شي ځکه چې په دواړو جملو کې مبتدا او خبر شته خو که دې دواړو جملو  ته موږ د نورو ژبنیو توکو په زیاتولو سره پراختیا ورکړو نو له ستونزو سره مخامخ کیږو. د لومړۍ جملې په اړه موږ له هغه سره د یوه نحوي قید په راوړلو ویلای شو چې هلک په تلوار سره رسۍ پرېکړه. خو دغه نحوي قید د دویمې جملې په اړه مانا نه ورکوي یانې موږ نه شو وییلی چې چاقو په تلوار سره رسۍ پرېکړه. له دې مقایسې څخه دا نتیجه لاس ته راځي چې په جمله کې فاعل له فعل سره سیمانتیکې اړېکې ساتي. په لومړۍ جمله کې هلک د مبتدا افاده کوي یانې  فاعل دی چې یو عمل تر سره کوي او په دویمه جمله کې چاقو چې د مبتدا افاده کوي خو د یوې  الې په حیث ورته ګورو. دلته نحوي قید ( په تلوار سره) د یوه عمدي کار د  تر سرولو تصور را منځ ته کوي او یوازي د اسې افعال توصیفوي چې یو ژوندی موجود یې باید اجرا کړي. پایله یې دا ده چې دلته د ګرامري  کتګوریو ترکيب نه بلکې سیمانتیکې اړېکې   نقش  لري .

 د مورفیم ارزښت په جمله کې د هغه د مانا یا ګرامري نقش له پلوه تعینیږي. په غونډله کې د کلمې مانا او ګرامري نقش د یو بل بشپړونکي دي. خپلواک مورفیمونه د نیم ازادو هغو په وسیله سره نښلول کیږي او د تړلو مورفیمونو نقش ګرامري ارزښت لري لکه په دې جملو کې :

۱ – سور ګل جامې اخلي.

۲ – مارزک پلشوه ویني.

په پورته جملو کې د ( -یي ) روستاړۍ چې د مبتدا یانې سورګل او مارزک سره د شمېر او حالت له مخې سمون لري ګرامري نقش ادا کړی.

د پښتو ژبې د غونډلې اساسي برخې مبتدا او خبر دي. مبتدا په معمول ډول په پیل او خبر په پآی کې راځي. د  پښتو غونډلې اساسي جوړښت ( فاعل- مفعول- فعل)  S-O-V  دی چې موږپه نا آګاهانه ډول د هغه په چوکاټ کې خپل فکر بیانوو او په اورېدو یې د متکلم خبره تاویلوو. خو په یاد باید ولرو چې زموږ هره وینا په اتوماتیک ډول په دې مشخص جوړښت کې نه ادا کیږي، بلکې کېدای شي په غونډله کې شامل توکې خپل نحوي موقعیتونه بدل کړي. په ورځنۍ محاوره کې کله موږ د ژبنیو سیمبولونو د ترکیب نور ډولونه هم وینو. هره وینا په یوه یا بل ډول څو تعبیرونه درلودای شي. د دې لپآره چې د یوه چا په خبره پوه شو، اړینه ده چې د هغه د وینا بېلا بېلې خواوې وپېژنو او هغه تعبیر ترې واخلو چې له شرایطو او قرینې سره برابروي. په پښتو کې  موږ د دې امکان لرو چې مبتدا او مفعول خپل نحوي موقعیتونه بدل کړي. د مبتدا د ځای دغه بدلون موږ په نظم کې ډېر وینو.

د مقصد  ښکلې لیلا ته به دي بوزم

دا په دې چې زه د سرو وینو مجنون یم

په پورته جمله کې (زه ) د غونډلې مبتدا دی خو د جملې په منځ کې راغلی او فعلي روستاړۍ ( – م)  له مبتدا سره د سمون په وجه غونډله بشپړوي.

د پښتو غونډلې جوړښت:

د پښتو غونډلې هره برخه بانې مبتدا او خبر، کېدای شي له یوه غونډ یا فقرې یا له یوې انفرادي کلمې څخه جوړه وي. په هر غونډ کې اړوند ژبني توکي راتلای شي. له مبتدا سره اړوند توکي نوموال غونډ دی او له خبر سره چې د مبتدا په اړه معلومات ورکوي اړوند یا بشپړاند توکي فعلي غونډ یا فقره بولي. په هره فقره کې د نومونو، صفتونو، قیدونو، تصریفي یا غیر تصریفي توکو راوړل د هرې ژبې د قواعدو له مخې اجرا کيږي خو د جملې اساسي توکی ګردان شوي فعل دی چې بې له هغه جمله بشپړه نه وي. د غونډلې یا جملې اوږدوالی یا لنډوالی د دغو توکو په شمېر پورې اړه لري. د لاندې جملو ته پام وکړئ:

  • شانک چای څښي.
  • شانک زما ورور چای څښي.
  • شانک زما مشر ورور چای څښي.

په لومړۍ غونډله کې یو مبتدا( شانک) او یو خبر ( څښي ) لرو. په دوو نورو هغو کې له مبتدا سره د اضافت توری (ز) او (ما) مورفیم په مبتدا پورې اړوند توکي ګڼل کیږي چې جملې ته یې پراختیا ورکړې خو خبر په خپل حالت پاتې دی. په درېیمه غونډله کې له مبتدا سره یو صفت ( مشر) هم اضافه شوی. دغه ډول دویمه فقره چې موږ فعلي غونډ ورته وویل ، هم پراختیا موندلای شي که نور توکي او نحوي واحدونه ورسره یو ځای شي. لکه:

 -۴ شانک اوس له مېرمنې سره چای څښي.

په پورته جمله کې له خبر ( څښي) سره یو ځای اړوند توکي راغلي چې څښي یې عمده نحوي واحد دی او د ناخپلواکه مورفیمونو لکه سره، له ، او زماني قید ( اوس) په یو ځای کېدو سره مفعول جوړوي. د غونډلې اساسي جوړښت په ګرافیک ډول داسې معلومیږي:

غونډله

نومواله فقره (مبتدا)  فعلي فقره (خبر)

نوم      ایظافي ظمیر       ټولنوم         ټولنوم        فعل

شانک     زما          ورور              چای          څښي

په معمول ډول فعل یا خبر د جملې پریډیکیټ ده. د فعل او مسند په منځ کې توپیر دا دی چې فعل د کلمې یو شکل بیانوي او مسند یوه ګرامري دنده یا چار دی چې یو فعل یې ښایي په غونډله کې اختیار کړي.      کله چې موږ وایو په پښتو کې د جملې اساسي جوړښت S-O-V دی، نو د مفعول ځای چې په جوړښت کې دویم دی په حقیقت کې دغه موقعیت د نحوي واحدونو د پرلپسې والي له مخې نه ټاکل کیږي، بلکې په دې برخه کې د مورفیمونو ترمنځ د تابعیت اصل ټاکوونکی رول لري. د واحدونو دغه مجموعه د سینتاګم په نوم یادیږي. .  د مورفیم ارزښت په جمله کې د هغه د مانا یا ګرامري نقش له پلوه تعینیږي. په یوه غونډله کې د کلمې مانا او ګرامري نقش د یو او بل بشپړوونکی دي. په دې ترکیب کې ازاد، نیم ازاد او تړلي مورفیمونه برخه لري. خپلواک مورفیمونه د نیم ازاد هغو په وسیله سره نښلول کیږي، او د تړلو مورفیمونو نقش ګرامري ارزښت لري، لکه په دې جملو کې :

1-    سور ګل اوس جامې اخلي.

 2-    شانک پلوشه ویني.

په پورته لومړۍ جمله کې د (-ي) روستاړۍ چې د مبتدا یانې سورګل سره د شمېر او حالت له مخې سمون لري ګرامري نقش ادا کړی. په همدې ډول په دویمه جمله کې هم د (-ي) روستاړۍ همدغه نقش ادا کوي

. د ازادو مورفیمونو تر منځ اړیکې د نیم ازادو هغو ( په ، کی، له ….) په ذریعه تامینیږي. نور ژبني عناصر لکه خج او اهنګ هم د غونډلې د مانا په لیږدولو کې خپل نقش لري.( د زیات تفصیل لپاره : زیار       ۱۳۸۲)[vi]

د ژبنیو توکو ترکیب په جمله کې د نحوي اصولو پر بنسټ د معینو نمونو له مخې شکل پیدا کوي چې د یوې ژبې ویونکي یې د خپلو تجربو او ګډ ژوند په ترڅ کې هغه پېژني او ورسره روږدي وي. ویونکی  یآ له یوې پېښي خبر ورکوي، یا یوه غوښتنه لري او یا اورېدونکی ته د یوه کار د کولو امر ورکوي.

دغونډلې جوړښت او پیښې:

د غونډلې د جوړښت له یوه لنډ تفصیل څخه وروسته  لومړی پوښتنې  ته راګرځو چې مفهومونه چې موږ یې له بېلا بېلو پېښو یا تجربو څخه خپلوو، یا یې په خپل خیال کې راولو جملې یا غونډلې ته څنګه لار پیدا کوي او په څه ډول د اظهارولو لپاره تیاریږي چې  بیا د یوې بشپړې جملې یا غونډلې شکل اختیار کړي.

غونډله یا جمله په معمول ډول یوه پېښه بیانوي. د غونډلې په ذریعه موږ د پېښو د بیانولو په وخت کې له نورو سره د معلوماتو د تبادلې او پوهاوي راپوهاوي دنده تر سره کوو. لکه څنګه چې د کلمو په انتخاب کې په دې عملیې خبرې وشوې، موږ  پېښي او حوادث  په عمومي کتګوریو وېښو چې درک کول یې راته اسان شي. د پېښو د بېلولو معیار په هغو کې د خوځښت یا حرکت شتوالی یا نشتوالی دی. په معمول ډول په یوه پېښه کې یو یا څو برخه وال شامل وي. برخه وال د جملې جوړونکي ژبنۍ توکي دي چې د شیانو یا اشخاصو په څېر یې تصور او درک کوو. یو برخه وال کېدای شي له یوه یا نورو برخه والو سره یوه ډېنامیکه اړيکه ولري  ی اداسې یوه اړېکه وي چې کوم تحرک په کې نه وي. د اړېکو دغه جال د یوې حادثې ذهني هسته جوړوي او له دې هستې سره د برخه والو د اړېکو څرنګوالی رانغاړي.  دغه ټوله ذهني نخشه او په هغو کې له شاملو ګډون کوونکو سره د غونډلې چوکاټ ته را نقل کیږي او د دې جوړښت په ذریعه انعکاس مومي. د غونډلې جوړښت لکه څنګه چې مخکې وویل شول اساسي او پیرو برخې لري. د جملې مبتدا له بشپړوونکو اجزاوو او خبر سره  یو ځای یوه  پېښه بیانوي خو د هرې پېښې په جوړښت او اظهارولو کې ګردان شوی فعل ټاکونکی نقش لري. په دې چوکاټ کې د یوه برخه وال یو فعالیت ، خوځښت یا حالت بیان شوی وي.  په معمول ډول یو برخه وال یو عمل اجرا کوي او په جمله کې بل برخه وال له دې عمل څخه په یو ډول اغېزمن کیږي. د ژبپوهنې په بحث کې ( نحوي کتنه) لومړي برخه وال ته (Agens) یا فاعل او اغېزمن شوي هغه ته (Patiens) یا مفعول ویل شوي.  (Ralpoerings et.al 2003) په یوه غونډله کې د شاملو برخه والو ترمنځ دغه نقشه داسې پیا ده کیږي چې تر منځ یې یو ډول اړېکه ایجادیږي. د دې اړېکې / اړېکو د تآمین لپآره موږ یو فعل انتخابوو.په غونډله کې فعاله عنصر یا واحد د مبتدا په شکل کې اظهاریږي. په تعقیب یې د مبتدا فعالیت، کار یا حالت بیانیږي  او ورپسې د فاعل د کړنې اغېزې چې له مفعول سره اړېکه ساتي راځي. د جملې فاعل یا مفعول د حادثې برخه وال دي چې بېلا بېلې دندې لري. په دې  جمله کې “هارون دروازه وټکوله.” (هارون ) چې د مبتدا په ځآی راغلی او د جملې فاعل دې نقش یې دا دی چې د پېښې لامل ګرځېدلی او د  Agensرول لري. او (دروازه ) چې مفعولي حالت لري د Patiens  نقش لري یانې هغه څه چې کار ورباندې اجرا شوی وي او بدلون یې لیدلی وي. د برخه والو دغو حالتونو ته د فعل اړخونه وایي.

د ژبې یو خصلت دا دی چې د ژبني شکل او د هغه څه تر منځ چې په باره کې یې خبرې کیږي یو ورته والی موجود وي. دغه ورته والی موږ د واقعي پېښو ترمنځ د زماني تسلسل او په غونډله یا عبارتونو کې د ترتیب تر منځ وینو. د یوې غونډلې یا جملې جوړوونکي توکي هغه تسلسل مراعات کوي چې   د زمان له مخې د پېښو ترمنځ موجود وي. د مثال په ډول،” سلیم کور ته له رارسېدو وروسته بېده شو. ” د غونډلې د جوړښت دغه ترتیب د هغې طریقې له مخې جوړ شوی،  چې څنګه موږ د پېښو نننۍ جوړښت درک کوو. دغه ټول تسلسل په حقیقت کې هغه  اړېکې منعکسوي چې زموږ په ذهن کې  په یوې پېښې کې د شاملو برخه والو ترمنځ موجودې وي.

د ژبې یو بل خصلت دا دی چې د یوې پېښې د بیانولو په وخت کې موږ په معمول ډول د هغې په اړه ټول معلومات نه بیانوو، بلکې ځینې خواوې یې را اخلو او نور اړوند اړخونه یې له پامه غورځول کیږي. د پېښې د بیان لپآره په کیسه کې څو ګډون کوونکي انتخابوو او مبتدا چې د جملې یوه اساسي برخه ده د اکثرو غونډلو د پیل واحد جوړوي. ګډون کوونکي په حادثه کې د افعالو په ذریعه له یو بل سره په اړیکه کې اچوو. له افعالو سره یو ځای ناخپلواک مورفیمونه لکه له ، ته ، په ، سره  او داسې نورې دندې لري چې د جملې مختلف توکي سره ونښلوي. د مثال په ډول، که د یوه ګلاس پر میز باندې د کېښودلو عمل بیانوو، موږ د حالت یو بدلون وینو. د کېښودلو فعل یو فعالیت ښیي خو د (  پر ) ناخپلواک مورفیم څرګندوي چې ګلاس پر میز باندې ایښودل کیږي. د دغه ډول پېښو د بیانولو لپاره په ټولو ژبو کې له یو ډول ژبنیو توکو استفاده نه کیږي. پښتو ژبه د هغو ژبو له ډلې څخه ده چې  دغه ډول پېښې یوازې د فعل په ذریعه نه بلکې ورسره له ناخپلواکو مورفیمونو څخه کار اخلي لکه پر، سره ، لاندې، او نور چې د خوځښت او حرکت مختلفې خواوې اظهاروي. په دې ډول په پښتو ژبه کې موږ د دوو یا ډېرو شیانو تر منځ مکاني او زماني فاصلې یا مؤقعیتونه له فعلونو یا خپلواکو مورفیمونو څخه بهر د نورو توکو په کارولو سره بیانولای شو لکه په دې ترکیبونو کې : د بام پر سر، د ونې لاندې، د دیوال تر څنګ، د لارې پر سر، تر چتر لاندې، د اونۍ په پیل کې، له ماسپښن نه وروسته او نور.

 د ژبې بله ځانکړتیا داده چې د یوې حادثې د بیان لپاره موږ هغې ته له مختلفو زاویو څخه ګورو. د درک او پوهې دغه توپیر د دې لامل ګرزي چې موږ یوه مشخصه صحنه په بېلا بېلو ډولونو بیان کړو. د مثال په ډول که وغواړو یوه ځانمرګې پېښه بیان کړو چې د ګڼې ګوڼې د بازار په یوه څنډه کې د یوې ودانۍ تر مخ شوې وي، ښایي په مختلفو ډولونو ورته وګورو. دغه حادثه ممکن یوه چاته یو ترهګریز عمل و بریښي، یو دویم څوک ښایي هغې ته د یوې تجربې په څېر وګوري چې پخوا یې نه وي لیدلې، درېیم کس یې ښایي د ودانۍ د ساتونکو او  د ترهګرو ترمنځ د یوې نښتې په ډول درک او همغسې یې بیان کړي. دغه درې واړه ادراکات په ژبه کې بېل بېل نحوې جوړښتونه او کلمې لري لکه په برید کې ډېر ملکي کسان ووژل او ژوبل شول، ترهګر په وسلو سمبال وو او غوښتل یې ودانۍ ته ننوزي، امنیتي ساتونکو درۍ ترهګر ووژل. د دغو افکارو د بیان لپآره په  پښتو ژبه کې موږ د غونډلې محدودې بنستیزې نمونې لرو چې د نحوې جورښت د اصولو سره سم ژبني توکي د خپل منځي قواعدو پر بنسټ مطلب ادا کوي او د غونډلې مهمې جوړونکې برخې رانغاړي. ټولې جملې دوې برخې لري. مبتدا اوخبر . خبر د مبتدا په اړه موږ ته څه وایی. له دې برخې وروسته د غونډلې بې واسطه او بالواسطه مفعول په ترتیب سره یوه نمونه جوړوي. په هغو پېښو کې چې د قاعل فعل په مفعول باندې څه اثر غورځولی وي، د هغه په حال کې یې بدلون راوستی وي، په جمله کې موږ له متعدي فعل څخه کار اخلو لکه ترهګر په ځان پورې بمونه وچول. که په یوه پېښه کې د قاعل عمل د بل چا یا شي حالت ته بدلون ورنکړي یانې په هغه اثر و نه غورځوي نو هلته لازمي فعل کاروو چې یوازې فاعل او فعل سره نښلوي لکه ترهګر ودانۍ ته ننوتل. که په یوه پېښه کې د یوه چا ملکیت په یوه شي باندې ښودل شوی وي په دې حالت کې دوو موجوداتو ته اړتیا پیدا کیږي. یو موجود د څېښتن په نقش کې وي او بل د یوه شي نقش لري چې د څېښتن په ملکیت کې وي یا د څېښتن ملکیت په هغه ثابتوي. د دې ډول پېښې یا حالت د اظهارولو لپآره هم باید متعدي فعل وکاروو لکه ترهګرو درندې وسلې درلودې.

په پښتو ژبه کې د جملو موجودې نمونې د ژبنیو شکلونو  یوه ابزاري مجموعه جوړوي چې موږ یې په ذریعه بنسټیزې پېښې او حالتونه اظهاروو. ویونکي د پېښو په اړه ډېرو اړخونو ته اشاره کوي لکه دا چې پېښه په کوم وخت کې، څنګه او چېرې رامنځ ته شوې؛ د هغې زماني او مکاني اړخونه بیانوي. دغه ټول اړخونه په ژبه کې د ګرامري فکټورونو په ذریعه د اظهارولو شونتیا پیدا کوي. دغو فکټورونو ته په ژبپوهنه کې نښلوونکي توکي وایي.

اخڅلیکونه :

[i] پښتو پښتو- تشریحي قاموس، د افغانستان د علومو اکاډمي، کابل، ۱۹۸۱، مخ ۳۱۰.

[ii] پوهنیار جاندار الکوزی او پوهنمل محمد آقا شیرزاد، صمیم ادبي ټولنه ، ۱۳۸۶، مخ ۲۲.

[iii] http:// encyclopedia2.thefreedictionary.com/sentence

[iv]  http://de.wikipedia.org/wiki/Anthropozentrismus

[v] Sprache und sprachwissenschaft.Eine kognitiv orientierte Einfuehrung, Sep 2003 von Ralhpoerings,Ulrich Sechmitz in : www.linse.uni-due.de/publikationsliste/articles/

[vi] پښتو پښویه، پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۲ (۲۰۰۳) مخ ۱۴۱-۱۶۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب