جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+تاریکخانه| صادق هدایت

تاریکخانه| صادق هدایت

ترجمه: حیات

هغه سړی چې د شپې ناوخته د خوانسار پر لاره زموږ موټر ته را وخوت، سرمه‌يي باراني کورتۍ يې کلکه له ځان تاو کړې او خولۍ يې تر سترګو په مخ ټيټه کړې وه. داسې چې غوښتل يې د بهرنۍ دنیا له جریان او له خلکو سره له تماسه ځان څنګ ته کړي. هغه یوه غوټه هم په څنګ کې نیولې وه او په موټر کې يې لاس ترې تاو کړی و. نیم ساعت مو چې په ګډه مزل وکړ، د موټروان او نورو سپارلیو په خبرو کې يې بېخي برخه وانخیسته. له همدې کبله يې ګران او درون اغېز درلودلی و. هر ځل به چې د موټر ګروپونه یا د باندې یا د موټر دننه ګروپونه ولګول شول، ما به پټه د هغه مخ ته وکتل: الوتی سپين رنګ، مهینه وړه پوزه يې وه او باڼه يې په ستړي انداز په سترګو راغلي وو. د شونډو په دواړو اړخونو کې يې ژورې کرښې معلومېدې، دغو کرښو د هغه د ارادې او هوډ ځواک ښکاره کاوه، داسې چې سر يې له تېږې تراشل شوی وي. بس کله کله به یې ژبه پر شونډو تېره کړه او فکرمن به شو.

زموږ موټر په خوانسار کې د مدني ګراج مخې ته ودرېد. که څه هم ټوله شپه مو باید مزل کړی وای؛ خو موټروان او ټول مسافر له موټره ښکته شول. ما ګراج او قهوه‌‌خانه له نظره تېر کړل، خوښ مې شول، بیا موټر ته نژدې ورغلم او د ډاډه په خاطر مې موټروان ته وویل: «ښکارې چې دلته مو شپه ده؟»

ــ هو، لاره خرابه ده، شپه مو دلته ده، ګهیځ وختي روانېږو.

یو ځل بیا مې پر هغه کس چې باراني کورتۍ يې له ځانه کلکه تاو کړې و، سترګې ولګېدې، زما خوا ته راروان شو او په ارام او ټيټ غږ يې وویل: «د شپې لپاره دومره ښه ځای نه دی، که نژدې کوم اشنا یا د اوسېدو بل ځای ځایګی نه لرې، له ما سره لاړ شه، زما کور ته.»

ــ ډېره مننه، نه غواړم پعذاب شې راسره.

ــ ست مې ښه نه اېسي. زه نه تا پېژنم، نه غواړم ودې پېژنم او نه هم غواړم احسان درباندې وکړم. له کومې ورځې چې مې په خپله خوښه ځان ته کوټه جوړه کړې، پخوانۍ کوټه مې بېکاره شوې. ګومان کوم چې تر قهوه‌خانې به درته ښه وي.

د هغه ساده خبرو پر ما اغېز وکړ او پوه شوم، چې له عادي سړي سره نه یم مخامخ. ومې ویل: «سهي ده، ځه چې ځو.» او بې له دې چې زړه نازړه شم، پسې روان شوم. هغه یوه بتۍ له جېبه وایستله، ويې لګوله. د تېزې رڼا یوه لیکه زموږ مخې ته ښکاره شوه، له څو لنډو او اوږدو کوڅو، له څو خټينو دېوالونو تېر شو. هره خوا چوپه چوپتیا وه، د سړي په زړه ارامي او کرختي غالبېدله. د اوبو غږ راته، باد د ونو له منځه زموږ په مخ لګېده. له لرې د دوو درېيو کورونو ګروپونه ځلېدل. ښه شېبه تېره شوه، په چوپه چوپتیا کې روان وو. ما د دې لپاره چې نااشنا ملګری په خبرو راولم، ومې ویل: «ښايي دلته ښکلی ښار وي!»

هغه لکه زما له غږ چې وېرېدلی وي، له لنډ ځنډ وروسته يې ورو وویل: «د ایران له ټولو ښارونو چې ما لیدلي، خوانسار مې پکې خوښ شوی. په دې خاطر نه چې پوله پټي، د مېوې ونې او زیاتې اوبه لري، په دې خاطر چې تر اوسه یې پخوانۍ زمانه له ځان سره ساتلې. په دې خاطر چې تر اوسه د دې کوڅو او خټینو کورونو او د دنګو ساکتو ونو ترمنځ پخوانی خوند او بوی پاتې او مېلمه‌پال رنګ يې لا نه دی بایللی. دا ځای لږ لرې دی، همدغه وضعیت خوانسار لا شاعرانه کړی. ورځپاڼه، موټر، الوتکه او اورګاډی د دې پېړۍ بلاګانې دي – مخصوصاً موټر چې په هارن، دوړو او خاورو، د کلینر روحیه تر لرې لرې کورونو او کلیو رسوي او کږې، ټيټې سلیقې او د پټو سترګو تقلید تر هرې دروازې بوځي.»

هغه د بتۍ رڼا د کورونو کړکیو ته اچوله او ویل يې: «وګوره، خوانسار حکاکي شوې کړکۍ او ځانګړي کورونه لري. سړی د ځمکې بوی حس کوي، د رېبل شوې رشقې بوی، د ژوندانه د کثافاتو بوی حس کوي، د چچري او وړو مرغیو غږونه، پخواني ساده خلک، دا ټول سړي ته پخوانۍ ورکه شوې دنیا وریادوي او سړی د اوسنۍ دنیا له غوغا ساتي.»

او وروسته لکه ناڅاپه يې چې پام شوی وي، زه يې رابللی یم، وپوښتل: «د ماسخوتن مړۍ دې خوړلې؟»

ــ هو، ګلپایګان کې مو وخوړله؟

موږ د څو ویالو تر څنګ تېر شو او بالاخره غره ته نژدې د یوه باغ دروازه یې پرانیسته، دواړه ورننوتلو. د یوه نوي جوړ شوي کور مخې ته ورسېدو، وړې کوټې ته دننه شو، یو چپرکټ، یو مېز او دوه کرسۍ پکې وې. څراغ یې بل کړ او بلې کوټې ته لاړ. څو دقیقې وروسته په بدلو جامو کوټې ته راغی او بل څراغ يې ولګاوه، بیا یې هغه غوټه چې ورسره وه، خلاصه کړه. وروسته یې د څراغ مخروطي شکله سره ښيښه له غوټې وایسته او پر څراغ يې کېښووه. لنډه موده وروسته لکه زړه نازړه چې وي، وویل: «زما شخصي کوټې ته ځو؟»

د سرې ښيښې څراغ يې له ځان سره واخیست، له تنګ او تیاره دهلېزه چې چت يې په استوانه‌يي بڼه جوړ شوی، تېر شو. چت او دېوالونه سور–نارنجي رنګ لاره او پر غولي سور ګلیم هوار و. یو بل ور يې پرانیست. داسې ځای ته ننوتلو، چې بیضه‌يي شکله کوټې ته ورته و او ظاهراً يې باندې ته کړکۍ او سوری نه لاره؛ یوازې یوه دروازه چې دهلېز ته پرې وه. کوټه د هېڅ زاویې یا هندسي خط له مخې نه وه جوړه شوې او ټوله بدنه، چت او غولی يې په عنابي مخمل پوښل شوی و. تېز عطر چې په هوا کې خپاره وو، ساه يې رابندوله. زما کوربه سور څراغ پر مېز کېښود او پخپله پر چپرکټ چې په کوټه کې و، کېناست، ما ته يې اشاره وکړه. د مېز تر څنګ پر کرسۍ کېناستم. پر مېز یو ګیلاس او د شړومبو کټوه اېښوول شوې وه. ما په حیرانتیا کوټه له نظره تېروله او له ځان سره مې تصور کاوه، چې د یوه لېوني په لومې کې ګیر شوی یم او دا کوټه يې د شکنجې کوټه ده، د وینې رنګ يې ځکه ورکړی، چې جنایات یې بربنډ نه شي. بیا مې وویل، بهر ته هېڅ سوری نه دی پرې، ځکه چې غږ مې وانه ورېدل شي! دې ته منتظر وم، چې یو ډانګ په سر ووهل شم یا ور بند شي او دا سړی په چاکو یا تبرګي پر ما حمله وکړي؛ خو هغه په ملایم غږ وپوښتل: «زما کوټه څنګه ده؟»

ــ کوټه؟ وبښه، وایم لکه پلاستیکي کڅوړه کې چې ناست یم.

بې له دې چې زما په خبره باک راوړي، بیا يې وویل: «زه شیدي خورم، ته يې هم خورې؟»

ــ مننه، ما د ماسخوتن مړۍ خوړلې.

ــ یو ګیلاس شیدې بدې نه وي.

د شیدو کټوه او ګیلاس یې زما مخې ته کېښوول. که څه هم زړه مې نه کېده، خو بیا مې هم یو ګیلاس شیدې ترې واړولې او ومې څښلې. پاتې شیدې یې وروسته خپل ګیلاس ته واړولې، ورو ورو يې څټلې او ژبه يې پر شونډو تېروله. شونډې يې ځلېدې، باڼه يې په دردناک انداز ښکته راغلي وو، لکه د خاطراتو په لټون پسې چې راښکته شوي وي. د سرې رڼا مخې ته د ځوان الوتي رنګ، لنډې سیده پوزې او غوښنو شونډو شهواني حالت لاره. پراخ تندی یې و او شین رګ يې په ټنډه کې له ورایه ښکارېده. خرمايي وېښتان يې پر وږو پراته و او لکه له ځان سره چې خبرې کوي، ويې ویل: «زه هېڅکله د نورو خلکو په خوښيو کې نه وم شریک. همېشه یوه سخت احساس یا د بدمرغۍ یوه احساس زما مخه نیولې وه: د ژوندانه دردونو او ستونزو. خو له دې ټولو ستونزه مهمه له خلکو سره اړیکه جوړول دي. د مردارې ټولنې شر، د خوراک او پوښاک شر، دا ټول همېشه زموږ د حقیقي وجود له ويښېدو مخکې کېږي. یو وخت مې خلکو ته ځان ورګډ کړ، غوښتل مې د نورو غوندې شم؛ خو ومې لیدل په ځان ملنډې وهم. هر هغه څه چې په خوند کې راځي، ټول مې وازمایل، ومې لیدل چې د نورو خلکو خوندونه زما درد نه درمانوي. داسې مې احساسوله، چې همېشه او هر چېرې پردی یم. له نورو سره مې هېڅ اړیکه نه لرله. ما د نورو د ژوندانه مطابق ځان نه شوای جوړولی. تل مې له ځان سره ویل: یوه ورځ به له دې ټولنې تښتم او یوه کلي یا لرې ځای کې به منزوي کېږم؛ خو نه مې غوښتل چې انزوا د شهرت یا ځان څرګندولو لپاره انتخاب کړم. ما ځان د نورو خلکو د افکارو محکوم کوی نه شوای یا دا چې د چا تقلید وکړم. بالاخره د خپلې خوښې کوټې د جوړولو هوډ مې وکړ، داسې ځای چې یوازې له ځان سره پکې یم، داسې ځای چې افکار مې پکې ګډوډ نه شي.

«زه اصلاً لټ پیدا شوی یم. کار او کوښښ د پوچو خلکو کار دی؛ دوی غواړي په دې سره خپل ځان کې کنده ډکه کړي. دا د ګدا او غریبو خلکو شتمني ده، چې د بوټو له بېخه راوتلې. خو زما پلرونه د کودي غوندې تش وو، ډېر کار يې وکړ، زحمت وایسته. فکر یې وکړ، ويې لیدل، د تنبلۍ شېبې یې تېرې کړې. دا کنده په هغوی کې ډکه شوې وه، د لټۍ میراث يې ما ته پرېښووه. زه په خپلو نیکونو نه ویاړم. سره له دې چې په دې ملک کې د نورو ځایونو په څېر طبقې نشته، که هر دولت یا سلطنت وسپړې، دوه درې پُشته مخکې یا غله وو یا شوکمار یا درباري مسخره‌چيان یا صرافان. او که لږ نور هم په خپلو نیکونو پسې مخکې لاړ شو، بالاخره د هر چا نیکه ګوریلا یا شامپانزي ته رسېږي. خو یو څه چې شته: زه د کار لپاره نه وم پيدا. یوازې نوي مدرن کسان کولای شي، لکه څنګه چې ځان ته وایي، په دې چاپېریال کې ځان څرګند کړي؛ داسې ټولنه چې د دوی د حرص، خوښې او شهوت مطابق جوړه شوې او ان په وړو دندو کې باید د هغوی جبري قوانین او تعبد د کپسول په څېر تېر کړي! دا زندان چې نوم يې «کار» پرې اېښی، او هر څوک باید د ژوندانه حق په خیرات ترې وغواړي، په دغه چاپېریال کې یوازې یوه ډله غله، بې شرمه او ناوړه خلک د ژوندانه حق لري او څوک چې غل، پرېوتی او غوړه‌مال نه وي، ورته وايي: «د ژوند لایق نه دی.» هغه دردونه چې ما لرل او په میراث پاتې بار چې زه ترې لاندې شوی وم، هغوی په دې خبرو نه پوهېدل. د خپلو نیکونو ستړیا په ما کې لا پاتې وه او د تېرې زماني نوستالژي مې لا حس کوله.

«غوښتل مې د ژمني ځنارو په څېر یوې سوړې ته ننوځم، په خپل تورتم کې ډوب شم او په ځان کې استحکام پيدا کړم. لکه څنګه چې په تیاره کوټه، په ښيښه کې د سړي خپل عکس ښکارېږي، هغه څه چې په انسان کې ظریف او مخفي دي، د ژوندانه په لالهاندیو، لانجو او رڼاګانو کې پيکه کېږي او مري، یوازې په تاریکۍ او سکوت کې سړي ته ځان ښکاروي. دا تیاره په ما کې وه، بېځایه مې کوښښ کاوه، چې له منځه یې یوسم. په دې خبره افسوس راځي، چې ولې ښه موده په نورو پسې لاړم. اوس پوه شوم، چې تر ټولو ارزښتمنه برخه همدا تورتم و، همدا سکوت او ارامي. دا تیاره د هر ژوندي‌سري په ذات کې شته، یوازې په انزوا او ځان ته ستنېدو کې سړي ته راځي، کله چې له ظاهري دنیا څخه ځان څنګ ته کوو، موږ ته ښکاره کېږي. خو خلک همېشه کوښښ کوي، له دې تیارې او انزوا وتښتي، د مرګ په اوازونو ځانونه کاڼه واچوي او د ژوند په شورماشور او لانجو کې خپل شخصیت نابود کړي. نه غواړم د صوفیانو وینا، «په ما کې د حقیقت نور ځلېږي» وکړم، د دې خبرې سرچپه، زه د اهریمن د راتګ په تمه یم، غواړم لکه څنګه چې یم، همداسې په ځان کې را ويښ شم. زما د منورالفکرو له ښکلو او تشو جملو کرکه کېږي، نه غواړم د دغه ککړ ژوند د اړتیاوو لپاره چې د غلو، قاچاقچیانو او د کمعقلو زرپرستو موجوداتو د هوس له مخې جوړ او اداره شوی، خپل شخصیت وبایلم.

«یوازې په همدې کوټه کې په ځان کې ژوند کولای او خپل ځواک پکې ساتلی شم، دې تیارې او سرې رڼايۍ ته اړمن یم. په داسې کوټه کې چې تر شا مې کړکۍ وي، نه شم کېناستی، افکار مې ګډوډېږي. رڼا مې نه خوښېږي. لمر ته هر څه بې خونده او عادي کېږي. ډار او تیاره د ښکلا سرچینه ده: یوه پیشو د ورځې په رڼا کې عادي پیشو ده؛ خو د شپې په تیاره کې يې سترګې ځلېږي او وېښتان يې پړکېږي، حرکات يې له راز و رمزه ډکېږي. یو ګل چې د ورځې د غڼې جال ترې تاو او رنځور وي، خو د شپې داسې ښکاري لکه شاوخوا يې چې رازونه غونډ شوي وي او یوه ځانګړې مانا پيدا کوي. رڼا همېشه ژوندي څیزونه ويښ ساتي، یوازې په تیاره او شپه کې هر ژوند او هر عادي څيز له رازه ډکېږي. هر ورک شوی ډار را ويښېږي. په تیاره کې سړی ویده کېږي؛ خو اوري، سړی پخپله ويښ وي او رښتینی ژوند همدغه وخت پيلېږي. انسان د پرېوتي ژوند له اړتیاوو بې نیازه کېږي او د معنوي عالم سفر پيلوي، پر هر هغه څه چې پخوا پوه شوی نه و، وریادېږي.»

تر دې مفصلې وینا وروسته، یودم غلی شو. داسې ښکارېده لکه دا ټولې خبرې يې د ځان د برائت لپاره کړې وي. دا سړی د اشرافو اولاد و؟ له ژونده ستړی شوی و یا یې کومه نااشنا ناروغي لرله؟ هر څه چې و؛ خو د عادي خلکو غوندې فکر یې نه کاوه. نه پوهېدم څنګه ځواب ورکړم، څېره یو خېلې شوې وه. هغه خط چې د شونډو له اړخه يې تېر شوی و، نور هم ژور شوی و، د تندي رګ يې شین اوښتی و، پړسېدلی و. کله به چې غږېده، د پوزې سر به یې لړزېده، الوتي رنګ یې سرې رڼا ته د هغه څېره ستړې او غمجنه ښکاروله. داسې لکه له مومه جوړ شوی وي. په کوم رنګ چې ما په موټر کې لیدلی و، د اوسني حالت خلاف رنګ و. کله چې به يې سر ټيټ واچاوه، یوه خوله موسکا به یې پر شونډو خپره شوه. وروسته لکه ناڅاپه چې پر څه پوه شوی وي، رډ او په ملنډو یې را وکتل، داسې کاته چې مخکې مې په هغه کې نه و لیدلي: «ته مسافر يې، ستړی يې؛ ټولې مې د ځان خبرې درته وکړې.»

ما ورته وویل: «هر څوک چې څه وايي، خپلې خبرې يې دي. یوازینی حقیقت چې هر چا ته شته، پخپله هماغه شخص دی، موږ ټول بې ارادې د ځان په باره کې غږېږو، ان په باندنیو موضوعاتو کې هم خپل احساسات او مشاهدات د بل په ژبه وایو. تر ټولو سخت کار دا دی، چې یو څوک حقیقت هغسې بیان کړي، څنګه چې دی.»

له خپل ځوابه پښېمان شوم، ډېر بې مانا، بېځایه او بې نتاسبه و. نه پوهېدم چې ما څه ثابتول غوښتل، داسې لکه په غیرمستقیمه لاره مې چې کوربه ته غوړه مالي کړې وي. خو هغه بې له دې چې زما په خبرو باک راوړي، په دردناک نظر يې څو شېبې را وکتل، یو ځل بیا يې باڼه ټيټ شول. ژبه يې پر شونډو تېروله، داسې لکه ما ته چې يې پام نه وي او په بله دنیا کې روان وي. بیا یې وویل: «زما هیله همېشه دا وه، چې د خپلې خوښې یو ارام ځای راته جوړ کړم. بالاخره هغه کوټې او ځایونه چې نورو جوړ کړي وو، زما نه په کارېدل. ما غوښتل چې په ځان کې او د خپل ځان لپاره واوسېږم. د دې کار لپاره مې شتمني په نقدو پیسو واړوله. دغه ځای ته راغلم او د خپلې خوښې کوټه مې راته جوړه کړه. د مخمل دا ټولې پردې مې له ځان سره راوړې. د دې کوټې هر څیز مې په پام تیار کړ، یوازې د څراغ سره ښيښه مې هېره وه. وروسته له دې چې د شکل او اندازې مې ورته وویل او په تهران کې يې جوړ کړه، نن زما ګوتو ته را ورسېده، که نه له خپلې کوټې وتلو ته مې هم زړه نه کېږي یا دا چې له چا سره راشه درشه وکړم. ان خوراک مې شیدې دي، د دې لپاره چې په هر حالت کې يې وخښلی شم، په ناسته یا په ملاسته، چې خوړو پخولو ته ضرورت نه شي پيدا. خو له ځان سره مې وعده وکړه، په کومه ورځ چې پيسې راسره ختمې شي یا بل چا ته اړ شم، ژوند به مې ختموم. نن مې لومړۍ شپه ده، چې په خپله کوټه کې به ویدېږم. زه یو نېکمرغه سړی یم، خپلې هیلې ته مې رسېدلی یم، یو نېکمرغه کس، تصور يې څومره ګران دی، ما يې په اړه سوچ نه شوای کوی؛ خو اوس یو نېکمرغه سړی یم!»

بیا چوپه چوپتیا شوه، ما د دې لپاره چې چوپتیا ماته کړم، ومې ویل: «کوم حالت چې ته يې لټوې، د مور په رحم کې د بودن حالت دی. هلته چې نه منډې ترړې شته، نه شخړې او نه هم غوړه مالي، د نرمو او سرو تودو دېوالونو ترمنځ په ځان راټول، ورو ورو د مور وینه څټي او ټولې اړتیاوې او غوښتنې يې پخپله پوره کېږي. دا د هغه ورک شوي جنت نوستالژي ده، چې د هر ژوندي سري په ژورو کې پرته ده. انسان په خپل ځان کې او د ځان دننه ژوند کوي، ښايي يوخېلې اختیاري مرګ دی؟»

او لکه څنګه چې نه يې غوښتل بل څوک يې په خبرو کې چې له ځان سره يې کولې، ولوېږي، په سپک نظر راته وویل: «ته مسافر يې، ستړی به یې، ویده شه، مهرباني.»

څراغ يې واخیست، د دهلېز تر خولې راسره لاړ او هغه کوټه چې په لومړي سر کې پکې وو، را وښووه. شپه له نیمايي اوښتې وه، ما په ازاده هوا کې تازه نفس وایسته، لکه د غمونو له یخچاله چې راوتلی یم، اسمان کې ستوري ځلېدل. له ځان سره مې وویل، له یوه وسواسي لېوني سره مخ شوی یم که له یوه فوق‌العاده سړي سره؟

سبا د ماسپښين په دوو بچو ويښ شوم، داسې لکه یو نامحرم سړی چې یم او یوه سپېڅلي معبد ته روان یم. له هغه د خدایپامانۍ لپاره دهلېز ته ووتم، ورو مې د هغه د کوټې ور وټکاوه. دهلېز تیاره و، چوپه چوپتیا پکې وه. پالې پالې د هغه کوټې ته ننوتم، څراغ پر مېز لګېدلی و، کوربه مې ولید، چې هماغه پرونۍ ګلداره جامې په تن، لاسونه یې مخ ته نیولي، پښې يې نس ته ټولې کړې دي، لکه یوه ماشوم چې د مور په رحِم کې پروت وي، دغسې پر چپرکټ پروت و. نژدې ورغلم، وږه مې یې وښوروله؛ خو هغه په هماغه ستړي حالت وچ کلک شوی و. په منډه له کوټې ووتم، ګراج ته مې ځان ورساوه، نه مې غوښتل، موټر رانه لاړ شي. د هغه په وینا، پيسې ورسره ختمې شوې وې؟ له هغې تنهايۍ چې ستایله یې، وېرېدلی و او غوښتل يې چې لږ تر لږه په وروستۍ شپه یو څوک ورسره وي؟ له دې ټولو خبرو وروسته، ښايي همدغه سړی به یو رښتینی نېکمرغه و، غوښتل يې چې همدا نېکمرغي تل له ځان سره وساتي او دا کوټه هم د هغه ایډيال کوټه وه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب