پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهانګلنډ پایلوبې ته ووت او افغانستان سبا له هند سره نیمه پایلوبه...

انګلنډ پایلوبې ته ووت او افغانستان سبا له هند سره نیمه پایلوبه کوي

تاند (سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه) د کرکټ له نولس کلنو د کم عمره نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلنډ د استرالیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده.

په دې لوبه کې انګلڼډ لومړۍ توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۸منډو هدف ورکړ.

اسټرالیا ټاکل شوي هدف ته په سختۍ نېږدې شوې وه خو پوره یې نشو کړای او لوبه یې وبایلله.

په دې سره انګلنډ لوبډله پایلویې ته ورسېده.

دوهمه نیمه پایلوبه سبا ترسره کېږي.

د افغانستان د نوولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا غرمه 12:00 د 2026م کال نوولس کلنو نړيوال جام سياليو په لړ کي د هندوستان سره نيمه پايلوبه ترسره کوي.

ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې له انګلنډ سره مخ کېږي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په زړه پورې لوبې کړي او تمه کېږي چې، په سبانۍ لوبه کې سرسخته سیاله همدۍ لوبډله هم ماته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...