Homeخبرونهقطر کې د افغانستان تاریخ، هنر او کلتور په نوم نندارتون پرانیستل...

قطر کې د افغانستان تاریخ، هنر او کلتور په نوم نندارتون پرانیستل شو

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۴مه)  د قطر د خبري اژانس د راپور له مخې، د هېواد د اسلامي هنر موزیم، د اغاخان د کلتور بنسټ سره په همکارۍ، «د رڼا امپراتورۍ: د افغانستان لیدونه او غږونه» تر سرلیک لاندې یو نندارتون پرانیستی.

دغه نندارتون کې د افغانستان ۵زره کلن تاریخ د اثارو د پرانستلو له لارې د تاریخ، هنر او کلتور په واسطه نندارې ته وړاندې کېږي.

یاد اژانس زیاته کړې چې، دا نندارتون په رسمي ډول د قطر د موزیمونو د مشرې شیخه الماسه بنت حمد بن خلیفه الثاني لخوا د شهزاده علي محمد اغاخان، شیخه ناصر النصر او نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوی دی.

دا نندارتون به د فبروري له ۲مې څخه تر ۳۰ مې پورې د قطر د اسلامي هنر موزیم کې پرانیستی وي.

د مالوماتو له مخې یاد نندارتون به د نړۍ یو له خورا متحرک کلتوري میراثونه به وپلټي او د کلتورونو، نظرونو، مذهبونو او خلکو د څلور لارې په توګه به په تاریخ کې د افغانستان رول روښانه کړي.

د ویلو ده چې د “رڼا امپراتورۍ” نندارتون د نیکولیټا فازیو او توماس ډبلیو لینټز لخوا تنظیم شوی او نږدې ۱۵۰ اثار پکې نندارې ته اېښودل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...