Homeخبرونهجاپان د افغانستان د فوتسال لوبډلې ته ماته ورکړه

جاپان د افغانستان د فوتسال لوبډلې ته ماته ورکړه

تاند (سې شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۴مه)  د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام په خپله څلورمه لوبه کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن سې شنبه د جاپان له لوبډلې سره مخامخ شو.

په دې سیالۍ کې د جاپان ټیم وتوانېد چې د افغانستان د فوتسال لوبډلې ته ۶ ګولونه ورکړي خو په مقابل کې یې افغان لوبغاړو کوم ګول ونه وهلی شو.

د دې لوبې له بایللو سره افغانستان د ۲۰۲۶ له اسیايي جام سیالیو څخه محروم شو.

د افغانستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې د سعودي عربستان او مالیزیا لوبډلو څخه لوبه ګټلې او د ایران پر یې بایللې وه.

په تېره لوبه کې د ایران ۵ ګولونو پر وړاندې افغانستان دوه ګولونه ووهل او لوبه یې وبایلله.

باید وویل شي چې له دوو بریاوو سره افغانستان د څلور غوره لوبډلو ته لار موندلې ده.

د یادولو ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په وروستیو کلونو کې په اسیایي سیالیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...