په تېرو پنځوسو کلونو کې د غچ اخیستنې کړنلارې او سیاست پایله نه ده ورکړې، اوس هم پایله نه ورکوي او په راتلونکې کې به یې هم ورنه کړي.
خلقیانو د عقدې او له سیاسي مخالفینو څخه د غچ اخیستنې سیاست خپل کړ، خو پایله یې ورنه کړه. مشران یې یو د بل پسې په خپلو منځونو کې ووژل شول او په پایله کې د مشرانو د عقدوي سیاستونو تاوان د ګوندي ملګرو او د افغانستان خلکو ورکړ.
مجاهدینو د غچ اخیستنې سیاست ته اسلامي مبارزه وویل، خو پایله یې د قوماندانانو وژل کېدل، د مشرانو سپکاوی او د ولس بدبختي وه. د دوی د غچ اخیستنې تګلارې ناکامه او کورنیو جګړو ته یې زمینه برابره کړه.
په جمهوریت کې هم یو شمېر ډلو په پیل کې د غچ اخیستنې قومي او ژبنی سیاست پیل کړ، چې پایله یې د جمهوریت سقوط شو. راټول شوی ملت او جوړ شوی نظام یو ځل بیا وپاشل شول.
طالبانو د غچ اخیستنې کړنلاره پیل کړه، خو په پنځو کلونو کې ونه توانېدل چې ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. افغانستان یې د کړنګ پر غاړه درولی او ورځ تر بلې د راتلونکو جګړو لپاره زمینه برابروي. د طالبانو ځینې مخالفین چې د جګړې خبرې کوي، هغوی هم د غچ اخیستنې تګلاره خپلوي او دا تګلاره هېڅ پایله نه ورکوي.
د همدې دلایلو له مخې، موږ د جګړې او غچ اخیستنې پر ځای د لویې جرګې وړاندیز کوو، څو لویه جرګه په رښتینې توګه د ملي پخلاینې، د راتلونکي نظام د تګلارې، اساسي قانون او ولسي مشروعیت لپاره زمینه برابره کړي او افغانان وکولای شي له یو بل، د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره په سولهییزه توګه ژوند وکړي.
که د لویې جرګې له لارې د ملي پخلاینې بهیر ته زمینه برابره نه شي، طالبان، مخالفین او په ټوله کې د افغانستان ملت به یو ځل بیا بایلونکی وي؛ داسې ملت چې ښايي په راتلونکو څو لسیزو کې هم ونه شي کړای چې په افغانستان کې د هیلې غوټۍ وغوړوي.
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول