Home+بیا دې مازیګر که، الله! | ولي‌الله ملکزی

بیا دې مازیګر که، الله! | ولي‌الله ملکزی

چې مازیګر پرې ښایسته کېږي

هغې جینۍ له مور منګی نه ورکوینه، الله

په ګودر سرې لمبې شوې پورته

 د چا د زړه په دنیا اور ولګېدنه، الله

ګودر د پیغلو جماعت دی

امام یې نشته مخ په لمر ولاړې دینه، الله

په ولسي او فولکلوریک پښتني ادب کې، ګودر یوازې د منګو ډکولو ځای نه دی بلکې د کليوال ژوند هنداره او د احساساتو، دودونو او ټولنیزو اړیکو څلی ګڼل کېږي. له ګودر سره د کلي د نجونو خندا ګانې، د ځوانانو پټ نظرونه او د ګړبېدلو سپین ږیرو د ژوند کیسې غوټه دي. شاعران د پېغلو له قدمونو، د بنګړو له شرنګا او د سرو منګوټو له کتارونو څخه د نظمونو امېلونه جوړوي او هنرمندان یې پخپلو حنجرو کې زمزمه کوي. زموږ ګڼې ټپې، چاربېتې او سندرې په ګودرونو کې د پیغلو د نخرو او کرشمو انځورونه دي.

ګودر ته د ښکلا او مینې د لومړني تم ځای په سترګه کتل کېږي؛ ځکه دلته د زړونو خبرې په سترګګونو او اشارو کې کېږي. ګودر یوازې یو فزیکي ځای نه دی، بلکې روایت او کلتوري هویت دی. د ګودر له نوم سره د احساساتو خاموشې ژبې په خبرو راځي او په زړونو کې د شکرانې شعور را ژوندې کېږي. د پخوا په څېر، ګودرونه اوس هم د الهامونو او پېغامونو سرچینې دي.

که څه هم په ننني وخت کې د ژوند بڼه بدله شوې خو د ګودر ادبي ارزښت لا هم ژوندی او د شاعرانو په خیالونو او نغمو کې ستایل کېږي. موږ چې کله ګودر یادوو نو بې اختیاره د مازیګر زېړی لمر، زرینې پلوشې او د عاشقانو خیالي تابلوګانې مو مخ مخ ته کېږي. مازیګر د ورځې هغه مهال دی چې رڼا ورو ورو د تیارو غېږې ته ورځي، آسمان خپله لمن په سرو، نارنجي او ګلابي رنګونو سینګاروي او طبیعت د سکوت ژبه خپلوي. په همدې شېبو کې، زړونه د یادونو په اوږدو لارو ګرځي او ارواوې د ډاډ احساس کوي.

په مازیګر کې، خبرې رښتینې، غوږونه لک څک او موسکاوې بې‌ ریا وي. له تنورونو څخه نري نري لوګي پورته کېږي او سپرغۍ په ایرو بدلیږي. د چا لپاره د فراق نښه وي او د ځینو لپاره د وصال مورچل. دا هغه شیبه ده چې انسان د ورځې له شور ماشور وروسته، د ژوند په معنا فکر کوي او په خپل ورغوي کې د تقدیر کرښې لټوي. مازیګر، د حال په ژبه موږ ته پیغام راکوي چې: «هر پای یو پیل دی او هر مازیګر د سباني سهار سریزه ده».

له خپل پلرني ټاټوبي ډېر لېرې، اوس دلته زموږ هم مازیګر او لمر په غړغړه دی. زه تک تنها د جهیل پر غاړه ولاړ یم، خو سترګې مې د خپل کلي خړو کوڅو، ړنګو دیوالونو، د لیموګانو باغچو، خاموشو ګودرونو او د سرګردانه منګوټو لوري ته کږې دي. که څه هم واټن بېخي اوږد دی، خو زړه مې بیا هم هماغلته اوسي. دواړه لاسونه د عرش مالک ته لپه کوم، د عذر لمن ورته غوړوم او د دروېزې کچکول ورته نیسم چې:

خالقه ! زموږ په وطن کې هغه د خنداګانو ډک مازیګرونه بېرته راوله چې خلکو به په کې د مینې، امن او سکون ساه اخیستله؛ د ماشومانو خنداګانو به انګازې کولې او د ژوند هره شیبه به د امید په رڼا ښکلې وه. د کرکې، تعصب او نفاق د دې سرو لمبو پر ځای د مینې، ورورولۍ او پخلاینې شمعې بلې کړه. هغه قلمونه وچ او مشواڼۍ ماتې کړه چې د دې یو موټي ولس پر برخلیک د بېلتون، دښمنۍ او تفرقې کږې وږې کرښې کاږي.

کریمه ! زموږ د وطن پر غرونو، دښتو او درو د باروتو لوګي ختم او پر ځای یې د زیتون د څانګو، د سوکالۍ د شبنم او د سپینو کوترو د غومبر پریماني کړه. په ګودرونو، مازیګرونو او ماښامونو کې مو یوځل بیا د د اتڼونو ارزاني کړه. وطن ته مو داسې سباوون راوله چې هر ماشوم په خندا راویښ شي، هره مور په ډاډه زړه ساه واخلي او هر مازیګر د امید او انسانیت رنګ ولري.

یه زما ادب پالو، مینه ګرکو او نیازبیو لوستونکو! راځئ دا ټپه په شریکه زمزمه کړو چې:

مازیګری دی ښېرې مه کړه

ته به د ناز ښېرې کوې رښتیا به شینه، الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...