تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په ۲۰۲۷ کال کې به د نړۍ له ۹۱ میلیونه اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۱۲.۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.
دې ادارې په جینیوا کې خبریالانو ته د خپل راتلونکي کال د نړۍوالو فعالیتونو د ارزونې راپور وړاندې کړ او خبرداری یې ورکړ چې د مالي مرستو د کمښت د دوام له کبله به میلیونونه نور کسان هم له لوږې سره مخ شي. دې ادارې د نړۍ د خوراکي توکو د یوه بل احتمالي کړکېچ په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې، اوس مهال په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۲۶۶ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې شاوخوا ۳۹ میلیونه په بېړني او یا تر هغه هم په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
په راپور کې ویل شوي چې جګړې، اقتصادي ټکانونه او د اقلیم بدلون د خوړو د نه خوندیتوب او بشري اړتیاوو د زیاتېدو اصلي عوامل دي. په ورته وخت کې، د مرستو بودیجه کمېږي او دې چارې د خوړو نړیوال پروګرام اړ کړی چې یوازې تر ټولو اړمنو او بحراني حالاتو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه سازمان ویلي، هڅه کوي هغو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي چې بېځایه شوي او تر ټولو زیانګالي دي. د ادارې په وینا، په دغو کسانو کې ډېر یې هره ورځ له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر خلک پکې د کلونو جګړو له کبله د بې ځایه کېدو، طبیعي پېښو او وچکالیو له کبله شدیدو بشري مرستو تهخ اړتیا لري. په وروستیو څو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه د څه باندې شپږ نیم میلیون کډوالو بېرته راستنېدو د افغانستان ستونزې لا زیاتې کړي دي. خو دا په داسي حال کې ده چې د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول د ملګروملتو بېلابېلې ادارې وايي چې د هغو مرستو، چې دوی د افغانانو لپاره غوښتې، ډېره کمه برخه په لاس ورغلې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۷ کال لپاره په خپل راپور کې د راتلونکي کال عملیاتي پلانونه هم روښانه کړي دي.
د دې ادارې مرستیال اجرايي رییس مېتیو هالینګورت، چې په روم کې یې د سازمان له مرکزي دفتره په جینیوا کې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې په ساحه کې د دوی ډلې اړ دي ډېرې سختې پرېکړې وکړي.
د هغه په وینا، د دغو پرېکړو یوه پایله دا ده چې یو شمېر اړ کسان له مرستو بېبرخې پاتې کېږي.
یو کال مخکې، د ۲۰۲۶ کال لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې د ۱۱۰ میلیون کسانو د مرستې لپاره د ۱۳ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه. په نوي غوښتنه کې هم د مرستو غوښتل شوې بودیجه او هم د هغو کسانو شمېر کم شوی چې د مرستې لپاره په پام کې نیول شوي دي.
د اړتیاوو او مرستو ترمنځ واټن د پراخېدو په حال کې دی
هالینګورت خبرداری ورکړ چې وضعیت ښايي لا پسې خراب شي. هغه وویل، په اوسنیو شرایطو کې ښايي د هغو کسانو ترمنځ واټن نور هم زیات شي چې د خوړو نړیوال پروګرام مرسته وررسولی شي او هغه کسان چې مرستې ته لاسرسی نه لري.
نوموړي دا ستونزه د اوسني مالي کمښت پرتله هم د اندېښنې وړ وبلله.
ملګرو ملتونو په وار وار د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې، ځکه د مرستندویو هېوادونو بودیجې محدودې شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام د فعالیتونو لګښتونه په بشپړه توګه د حکومتونو، شرکتونو او اشخاصو پر داوطلبانه مالي مرستو ولاړ دي.
هغه ۳۹ میلیونه کسان چې په بېړني یا تر هغه هم په ناوړه خوراکي وضعیت کې دي، د لوږې له تر ټولو سختو بڼو سره مخ دي. په دې کچه کړکېچ کې کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت، د خوارځواکۍ له جدي ستونزې او ان د مړینې له ګواښ سره مخ وي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د خپلو مالي سرچینو د کمېدو له امله اوس اړ دی چې دغو تر ټولو بحراني حالاتو ته لومړیتوب ورکړي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې اقتصادي ټکانونو په افریقا او د نړۍ په نورو سیمو کې ډېرې کورنۍ له کړکېچ سره مخ کړې دي. جګړې هم د خوراکي بېوزلۍ او بېړنیو بشري اړتیاوو له مهمو عواملو څخه بلل شوې دي.