تاند اسلام اباد
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د «وحدت» ورځپاڼې د مشر اېډېټر سعید ګل، چې د مصور قریشي په نوم هم پېژندل کېږي، پر کور برید شوی او د هغه د کورنۍ غړي وهل ټکول شوي دي.
د پېښور مطبوعاتي کلب مشر ایم ریاض او عمومي منشي عالمګیر خان د پېښې د غندلو په ترڅ کې ویلي چې په برید کې د سعید ګل زوی امان سعید هم ټپي شوی او د چړو ګوزارونه پرې شوي دي.
د پېښور د مطبوعاتي کلب د مشر او عمومي منشي په وینا، په دې پېښه کې د خبریال د کورنۍ غړي وهل شوي هم دي. هغوی له پولیسو غوښتي چې د پېښې په تړاو تورن کسان ژر تر ژره ونیسي، د قانون له مخې ورسره چلند وکړي او د سعید ګل کورنۍ ته د امنیت ډاډ ورکړي.
تر اوسه د برید د لامل، د عاملانو د هویت او د پولیسو له لوري د ترسره شویو اقداماتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.