Homeخبرونهایمل ولي خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې سوداګریزې لارې ژر...

ایمل ولي خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې سوداګریزې لارې ژر تر ژره پرانیستل شي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان له افغانستان سره د لارو د بندېدو په غبرګون کې له چارواکو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ او تګ راتګ لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

هغه د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند یوې ولسي غونډې ته وویل، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو تړل کېدو د دواړو خواوو د خلکو او سوداګرو اقتصادي ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

ایمل ولي خان ټینګار وکړ چې د پښتني سیمو، لکه چمن، باجوړ، مومند، وزیرستانونو او چترال ترمنځ تجارتي او د تګ راتګ لارې باید بېرته پرانیستل شي او د خلکو اقتصادي او کاري فرصتونه باید د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر زیاته کړه چې ډیورند کرښې ته د نژدې سیمو اوسېدونکي د سوداګرۍ او تګ راتګ حق لري او پاکستاني چارواکي باید د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې د لارو د بندېدو دوام به د خلکو اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي او د دې ستونزې حل باید د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو ګټو په کتو لومړیتوب ومومي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ له پوځي نښتو او امنیتي ترینګلتیاوو وروسته بندې شوې.

دې وضعیت د پاکستان له خوا د افغانستان پر ځینو سیمو له هوايي بریدونو او سرحدي نښتو وروسته هم دوام وکړ.

د لارو بندېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او د مسافرو تګ راتګ ګډوډ کړی او سوداګرو، موټرچلوونکو او د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته یې د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي دي.

که څه هم د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي، خو امنیتي اختلافونه لا هم د لارو د دایمي پرانیستلو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...