Homeخبرونهپه افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیله د ماینونو او ناچاودو...

په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پیله د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو ۲۵۷ کسان وژلي دي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) چارواکي وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۵۷ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۸۹ او په ټپیانو کې ۷۳ ماشومان دي.

د دې ادارې ویاند یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، سږ کال په ټول هېواد کې ۳۴۴ کسان د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي او ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

وروستۍ پېښه د یکشنبې په ماښام د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې شوې ده. د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم سخت ټپیان شوي وو، خو روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې ساه ورکړې ده.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د دوشنبې په ورځ د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د ویاند عبدالله مرادي له قوله دا خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې، لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۹۰۰ کیلومتره مربع څخه زیاته ځمکه په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړه ده.

په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، سرپل د بامیان له ولایت وروسته د افغانستان دوهم ولایت دی چې په بشپړ ډول له جګړو له پاتې چاودېدونکو توکو پاک شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...