Homeخبرونهپاکستان وايي، افغانستان یې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډې ته نه دی...

پاکستان وايي، افغانستان یې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډې ته نه دی بللی

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) پاکستان وايي، افغانستان ته یې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په هغېه غونډه کې بلنه نه ده ورکړې چې په اسلام‌اباد کې جوړېږي.

پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ ناوخته د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وویل، دا پرېکړه له دې امله شوې چې اسلام‌اباد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د جمعې په ورځ په اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې د اقتصادي همکاریو سازمان د دارالانشا له خوا د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو ته په پام کې ونیسي او په ځانګړي ډول د خپلې خاورې له لارې د تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې هیجا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. دوی دغه راز له پاکستانه غوښتي چې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، پاکستان به د دوو کلونو په مخه د اقتصادي همکاریو سازمان مشري کوي او په دې موده کې به د «پیاوړي اقتصادي همکاریو سازمان لپاره د سیمه‌ییزې همپالنې بیا راژوندي کولو» تر سرلیک لاندې پر سوداګرۍ، سیمه‌ییزې نښلونې، د انرژۍ په برخه کې پر همکارۍ او ډیجیټلي بدلون تمرکز وکړي.

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د دفاعي هوکړې د راتلونکې غونډې په اړه نوموړي وویل چې په دې غونډه کې به د هوکړې د پلي کېدو بهیر وارزول شي او د درېیو هېوادونو ترمنځ به همغږي پیاوړې شي.

هغه ټینګار کړی چې دا هوکړه دفاعي بڼه لري او د هېڅ هېواد پر ضد نه ده.

د امریکا او ایران ترمنځ د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک په اړه، چې د جون په میاشت کې لاسلیک شوی و، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د هغه د پلي کېدو بهیر لا هم په ټپه ولاړ دی.

نوموړي د منځګړي په توګه د پاکستان پر رول ټینګار کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې د یاد تفاهم‌لیک په چوکاټ کې خپل اختلافونه هوار کړي او د کړکېچ د لا زیاتېدو مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...